تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د رمضان المبارک فضليت، ګټې او غوښتنې

د رمضان المبارک فضليت، ګټې او غوښتنې

د رمضان المبارک فضليت :
د رمضان المبارک د فضليت په اړه يوازې د الله تعالی جل جلاله دا قول هم کافي دی چې فرمايي : (شهر رمضان الذی انزل فيه القرءان…) په دې آيت شريف کې الله تعالی فرمايي : رمضان هغه مياشت ده چې قرآن کريم پکې نازل شوی .
د رمضال المبارک بل فضليت دا دی چې الله تعالی د خپل عبادت لپاره دا مياشت په نورو مياشتو غوره او برکت والا مياشت ګرځولې . الله تعالی په دغه مياشت کې پر خپلو بندګانو بې شمېره رحمتونه پيرزو کړي .
د روژه نيونکي فضليت :
له حضرت ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه السلام وفرمايل : روژه ډال دی (له دوزخ څخه د نجات) نو روژه دار دې نه چا ته بدې خبرې کوي او نه دې د ناپوهانو په څېر کارونه کوي او که چا ورسره جګړه کوله يا يې ورته ښکنځلې کولې هغه ته دې دوه ځله ووايي چې زه روژه دار يم. او قسم مې دې په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په قبضه کې دی، د روژه دار د خولې بوی د مشکو له بوی نه هم خدای ته ډېر خوښ دی، د الله تعالی وينا ده هغه څوک چې زما لپاره خوراک ، څښاک او نفسي خواهشات پرېږدي نو د هغه روژه زما لپاره ده او زه به يې بدله ورکوم او د هرې نيکۍ ثواب يو په لس چنده دی . رواه البخاري .
د روژې درسونه او حکمتونه:
څرنګه چې روژه له يوې خوا د الله تعالی حکم ، د اسلام درېمه بنا او يو اهم عبادت دی، له بلې خوا روژه کې ډېر زيات عبرتونه او حکمتونه نغښتي چې يو څو يې په لنډه توګه بيانوو .
۱ – روژه انسان ته صبر، قوت او استقامت وربښي، يعنې څرنګه چې انسان په روژه کې په خپل نفس غالب وي همدارز کولای شي د روژو په نيولو سره په خپل پاتې ژوند کې هم په خپل نفس غلبه ومومي .
۲ – روژه سرمايداران او بډايه وګړي د خپلې ټولنې د بې وزلانو له حاله خبروي، روژه موړ انسان د لوږې له تکليفه خبروي او تږي ته د اوبو اهميت ور پېژني .
۳ – شتمن سړی د خپلې شتمني په قدر پوهوي . طبيعي ده چې انسان هغه وخت د يو نعمت په قدر پوهيږي کله چې د هغه نعمت له نشتوالي سره مخ شي . نو يو شتمن چې ټول عمر يې په عياشي او مړه خېټه تېر کړي وي د روژې په نيولو سره نوموړی ته د خپلو نعمتونو قدر معلوميږي .
د روژې طبي ګټې :
له ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : روژې ونيسئ تر څو صحت او روغتيا ومومئ . ابن السني و الطبراني .
نو له دې مبارک حديثه څرګنديږي چې روژه د طب له پلوه هم د ډېر اهميت وړ او د انسان بدن ته ډېره مفيده او ګټوره ده . موږ دلته د روژې يو څو طبي ګټې په لنډه توګه را اخلو .
۱ – څرنګه چې ډېر وزن د زياترو ناروغيو رامنځ ته کېدو سبب ګرځي نو له دې امله روژه د ډېر وزن لرونکو کسانو لپاره ډېره مؤثره ده خو په دې شرط چې په روژه ماتي او پشمني کې هم له ډېر خوراک څخه ډډه وشي ځکه چې په يو ځای ډېر خوراک بيا معده له ستونزو سره مخ کوي .
۲ – روژه نيول د انسان معده تصفيه کوي؛ د وخت په تېرېدو سره معده د ډول ډول خوراکونو په کولو سره له يو لړ ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږي چې له امله يې په فعاليت کې څه نا څه سستي راځي . دغه سستي او کمزوري د روژې په نيولو سره بيرته له منځه ځي او معده کولای شي په چټکتيا او سمه توګه خپل فعاليت تر سره کړي .
۳ – روژه د هغو کسانو له پاره چې په شکر (خوږې) ناروغي اخته وي ډېره ګټوره ده. ځکه په روژې نيولو سره د روژه نيونکي ناروغي ادنی درجې ته راښکته کيږي .
۴ – روژه د انسان جسم له زهر جنو موادو ، ضرر رسونکو مکروبونو او نقصاني او مؤذي ترسباتو څخه پاکوي .
۵ – روژه انسان په فکري لحاظ بډايوي؛ تجربو ښودلې چې کله نا کله روژه نيول د انسان دماغ اراموي ، ذهني فشار له منځه وړي او انسان ته جسمي قوت وربښې چې د انسان د فکري پرمختګ لامل کيږي .
د روژې په اړه د طبيبانو نظرونه :
رئيس الاطباء ابن سينا بلخی د مريضانو لپاره يوه ځانګړې نسخه درلوده او هغه دا چې د مرضونو په زياترو حالاتو کې به يې ناروغانو ته د درې هفتې روژه نيولو توصيه کوله .
يو مشهور امريکايي ډاکټر اډوارؤبوای (Edwar boy) ويلي : هيڅ داسې ناروغي نشته چې د روژې په وړاندې مقاومت وکولای شي .
د رمضان المبارک غوښتنه :
په عامه توګه خو خلک د رمضان المبارک مياشتې خصوصيت په نورو مياشتو يوازې دومره ګڼي چې په دې مياشت کې خلک د ورځې روژه نيسي او د شپې له مخې تراويح لمونځ او پشنمی ادا کوي .
خو داسې نه ده؛ د رمضان مياشتې حق پر موږ يوازې دومره نه دی چې پشنمی وکړو ، د ورځې روژه ونيسو او تراويح وکړو! بلکې د رمضان مياشت له موږ څخه ډېرې غوښتنې لري، موږ بايد په دې مياشت کې د نورو مياشتو په پرتله ډېر عبادت وکړو . يعنې په تلاوت کې زياتوالی وکړو، د الله ذکر ډېر وکړو ، استغفار ډېر ووايو ، نفل وکړو ، د شپې تهجد وکړو او له ټولو بدو کارونو په کلکه ځان وساتو . په دې مياشت کې بايد سترګې ، غوږونه او خوله په خپل کنټرول کې وساتو او هيڅ ډول ګناه پرې تر سره نه کړو .
ليکنه : سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*