تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د نیک مرغه کوچني اختر په مناسبت د ملا معتصم  اغاجان د مبارکۍ پیغام

د نیک مرغه کوچني اختر په مناسبت د ملا معتصم  اغاجان د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله عزوجل في کتابه المجید :


وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ } ابراهيم/۱۲

صدق الله العظیم

قدرمنو هیوادوالو : د جګړې په لمبو کې سوځیدلیو ویرجنو افغانانو ، د هیواد د دفاع په مورچلونو کې ناستو اتلانو ، د وحشت په زندانو کې پرتو شازلمیانو، له وطن او خاورې څخه د دفاع په جرم ویشتل شویو زخمیانو ، له هیواد نه لیري په مهاجرت او کډوالۍ کې مېشتو او پردېسو مهاجرینو، ټولو افغانانو وروڼو او خویندو ته د راتلونکي کوچني اختر (عیدالفطر)مبارکي وایم ، خپلې نیکې هیلې درته وړاندې کوم 

 اجازه راکړئ چې له دې فرصت څخه په استفادې سره د خپل ځوریدلي ولس او جګړه ځپلي هیواد د وروستیو پیښو په اړه خپل خواله او افکار درسره شریک کړم.

محترمو هیوادوالو!

نن زموږ هیواد په یوه ډیر حساس پړاو کې قرار لري ، حساسیت یې په دې کې دی چې د نړۍ ځواکمن قدرتونه او قوتونه غواړي خپل د پوځي ، اقتصادي او سیاسي رقابتونو زور دلته سره و ازمایي  

د افغانستان اوسنی سیاسي زعامت چې افغانانو ورته  ډیرې هیلې لرلې د دې پر ځای چې په افغانستان کې د بهرنیانو دقدرت نمايي مخه ونیسې، برعکس له هغوی څخه د جنګي ابزارونو او د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره د جنګي مرستوغوښتنې کوي، چې د دوی دا کار په هیواد کې د افغانانو د ستونزو د زیاتیدو ،  د جګړې ګرمیدو، له هیواد څخه د افغانانو د تښتیدو، او د بیکارۍ د اضافه کیدو لامل ګرځیدلی.

په هیواد کې مو میشت هیوادوال د جګړې ، ناقانونیت، اداري فساد، قومي، او منطقوي تبعیضونه له کبله ځوریږي او له هیواد نه بهر په میلینونو افغان کډوال مو د کډوالۍ په محرومیتونو کې د ځوروونکو شرائطو له کبله د مایوسۍ او نهیلۍ احساس کوي.

د کمکي اختر د خوښیو په دې شپو او ورځو کې چې باید زمونږ هرهیواد وال له غم او ویر پرته په خپل هیواد کې له خپلې کورنۍ او خوږو خپلوانو سره ناست وای ، متاسفانه چې اوس مو ډیر هیوادوال د اختر په خوښیو کې د خپلو عزیزانو پر فاتحو ناست دي ، ډیر زلمیان مو نن د کورنیو له غیږې لیري د ظلم او لاقانونیت په زندانونو کې پراته دي، ډیر نور په نیمه خوا بدن په روغتونونو او شفاخانو کې قرار لري او ډیر نور د پردیسۍ او غربت په نړۍ کې له خپل خواږه هیواده لیري د مسافرت ، کډوالۍ او مهاجرت په کیمپونو کې له زحمتونو او کړاونو نه ډکې شپې تیروي.

د هیواد په دننه کې مو سیاسي بهیر په یوه داسي ټکني وضعیت کې قرار لري چې په نیژدي راتلونکي کې د هیڅ ډول بهبودي اوغوره والي هیله تري نشي کیدلی.

ځکه هغه لوری چې پر افغانانو يي دغه بد وضعیت را وستی هغوی خپلې ګټې د افغانانو په تباهي کې ویني ، هغوی لګیادي نورهم داسې شرائط رامنځته کړي چې افغان غمیزه پري اوږده شي.

هغوی زموږ په هیواد کې افغان وژنه د ځان مسؤلیت ګڼي ، دا په داسي حال کې چې موږ ته د تېرو څلورو لسیزو تجربو داثابته کړه چې قتل او وژنه ، ظلم او تشدد ، سختي او وراني د ستونزې حل نشي کیدلای ، بلکې د مشکلاتو د لا زیاتولو سبب ګرزي.

دا یو واضح حقیقت دي چې د افغانانو خپل منځي تفرقات ، تعصبات او اختلافات د دوی د ټولو بدمرغیو لامل دی ، دښمن کوښښ کوي چې نورهم د وروڼو افغانانو ترمنځ دغو مهلکو تفرقاتو او اختلافاتو ته رشد او زور ورکړي.

ځوریدلیو افغانانو وروڼو!

د هیواد او ولس د دغو بدو ، ورانو او ویجاړو حالاتو د ښه کولو، بدلون او تغیر مسؤلیت خپله زموږ  افغانانو پرغاړه دی.

که خپله افغانان  وغواړي چې د هیواد دغه بد وضعیت ته د ځان په ګټه مثبت تغیر ورکړي نو په کار ده چې خپل ترمنځ ملي یووالي ، اسلامي او افغاني ورورولي  ټینګه کړي، د یوه او بل وهلو او کمزوري کولو پر ځای د یوه اوبل منلو او ملاتړ کولو فرهنګ خپل کړي ، د هیواد او ولس ملي ګټي پر خپلو شخصي منافعو مخکې وګڼي ، له خپل دین ، خپلې خاوري او خپل ولس سره صادقان او مخلصان و اووسي .

باید ووایم چې افغانانو ته په کار ده چې  د نړیوالې ټولنې له هغو مرستو څخه چې د افغانستان د بیا ودانولو لپاره يې  تخصیص کړې مثبته ګټه واخلي ، د عام  المنفعه  تأسیساتو: سرکونو ، روغتونونو، د اوبو او برق بندونو ، ښونځیو ، پوهنتونونو او ….. په اعمار کې  له بهرنیو مرستندویه  مؤسسو سره  همکاري وکړي ، هغوی ته د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کار کولو زمینه مساعده کړي ، نه داچې د هغوي د ودانولو او رغنیزو پرو ګرامونو په مخ کې خنډونه او موانع ایجاد کړي ، ځکه داسي کارونه مو په هیواد کې د بې کارۍ د له منځه وړلو لامل ګرځي او په خپل هیواد کې مو د کاري امکاناتو په پیداکولو سره هم د افغانانو د بې کارۍ او فرار مخه نیول کیږي او هم دهغوئ ګڼې امنیتي او اقتصادي ستونزې هواریږي.

او همدا رنګه مو خپلو وګړو ته د کاري فرصتونو په موجودیت کې د دایمي سولې او ثبات لپاره زمینه سازي کیږي او شرایط ورته برابریږي

همدا راز د افغان قضیې ښکیل اړخونه  باید له نړیوالې ټولنې څخه وغواړي چې د پوځي مرستو او امکاناتو په ځای له هغوي سره  د بیا ابادولو او بنسټیزو پروژو په  عملي کولو کې مرسته وکړي .

ګرانو هیواد والو!

د امریکایانو له لوري د سولې شعارونو ترڅنګ د هغوی د جنګي فعالیتونو تمدید او زیاتوالی زمونږ د هیواد او ولس لپاره بدې پایلې لري، همدا راز د خارجیانو په اشاره د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ نوې  راپېداشوې ستونزې او تاوتریخوالی د منطقوی ثبات لپاره لوی تهدید ګڼل کیږي ، هرڅومره او تر هرنامه لاندې چې په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې او موجودیت  ته زمینه سازي کیږي هغه  د افغانستان د لا زیاتې  تباهي لامل ګرځي.

لهذا  افغانان باید  د ټولو اجنبي دسائسو او ضررونو له شره څخه د نجات لپاره خپل ترمنځ یوموټي او متفق شي او  یو بل ته د ورورولۍ او همکارۍ لاس ورکړي ، او ټول په ګډه داسي لاره غوره کړي چې هغه په افغانستان کښې د خارجي اشغال او خارجي مداخلې د مخنیوي لامل وګرځي.

قدرمنو وروڼو !

لکه څرنګه چې موږ ته د تېرو ناروا خارجي مداخلو د ترخو تجربو څخه ثابته ده چې خارجي مداخله که  د هرچا له لوري څخه ، تر هر نامه لاندې  او دهیواد په هره برخه کې وي افغانانو ته له بدمرغي او تباهي پرته بله پایله نه لري.

افغانان باید د خپل ملي وحدت په تأمین سره په خپل منځ کې یو پر بل  داسي باور او اعتماد پیدا کړي چې  وتوانېدلای شي  د خپل هیواد  او ولس مشکلات او ستونزې له خارجي مداخلې پرته هوارې کړای  شي.

افغانانو ته په کار دي چې دې ټکی ته ښه غور وکړي او متوجه شي چې خارجي مداخله ګر که هرڅوک دي خپل سازشي او تخریبي پلانونه د همدې موږ افغانانو په وسیله پر مخ بیايي ، نو ولي داسي ابتکار او نوښت خپله موږ افغانان په لاس کې نه اخلو چې د خپل هیواد د ابادي او د خپلې غمیزې د پایته رسولو لپاره رغنده او مثبت پلانونه جوړ او طرح کړو چې د خپل هیواد لانجه د تل لپاره ورباندې پایته ورسوو، او د نورو هیوادونو د هوښیارو ولسونو په ډول موږ هم خپل ژوند د دایمي سولې او ثبات ، ترقۍ او ابادۍ په فضا کې ولرو.

زما ګرانو وروڼو.!

دښمان غواړي په افغانستان کې د جګړې غزولو له لارې  افغان غمیزه د ډیر وخت لپاره نوره هم اوږده کړي ، نو دا اوس د هر افغان په تیره بیا د قضیې د ښکیلو مسؤلو لوریو ملي او اسلامي مسؤلیت دی چې نور په خپل هیواد کې د جګړې د غزولو مخه ونیسي او ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې د جګړې  د دوام لامل ګرځي .

لهذا باید ووایم چې دا ټول مثبت  پلانونه  هغه وخت  د پلي کیدو چانس لرلای شي چې افغانان  یوپر بل  باور او اعتماد  ولري ، نو افغان سیاستوال او د قضیې ښکېل طرفونه باید له هغو ترخو او زړه بوږنونکو پېښو څخه درس واخلي کوم چې په اوسنیو ورځو کې د منځني ختیځ په هیوادونو کې د هغو د ولسونو د خپل منځي اختلافاتو او تفرقاتو له وجې روان دي

منځنی ختیځ چې یو مهال  یې نه یواځې د اسلامي هیوادونو بلکې د ټولې نړۍ په کچه  تر ټولو استراتیژیک او مهم اقتصادي حیثیت درلود  ، اوس موږ وینو چې د خپلو چارواکو او ولسونو د تعصباتو او تبعیضاتو له امله د غربي او شرقي نړۍ د پرمختللو اسلحو د استعمال او تجربه کولو په میدان بدل شوی دی ، چې نږدې هره ورځ  یې بې دفاع او مظلوم ولس د باروتو د اور په لمبو کې سوځل کیږي .

ځوریدلو هیواد والو!

په پای کې یوځل بیا د نیک مرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت تبریکي او نیکې هیلې در ته وړاندي کوم.

له الله تعالی څخه دا سوال کوم چې نورمو هیواد او هیوادوال د خارجي مداخلو او دهغوی له مظالمو څخه وژغوري ، اتفاق او اتحاد را نصیب کړي، د هیواد او ولس د خدمت په لاره کې د نیکو توفیق او وړتیا ټولو ته راپه برخه کړي ، او جګړه ځپلی هیواد مو نور د یوه مستقل او خپلواک اسلامي نظام په سیوري کې له دغو ټولو بدمرغيو څخه وژغوري .

اللهم امین یارب العالمین

والسلام

ورور مو ملا معتصم اغاجان

د طالبانو د سیاسي شوری پخوانی مشر

۲۹ رمضان المبارک ۱۴۳۷ ھ ق
۱۴/۴/۱۳۹۵ ھ ش
2016/7/4  میلادي

comments

27 comments

  1. اجمل فضلي

    ترهرڅه لومړی تاسو اوټول اسلامي امت ته دوړوکي اخترمبارکي وایو ،خودااخترپه داسي حال کي را رسیږي چي په دناروا جګړو لړۍ ترمکې اومدنې پوري ریښي غځوي ان نن ورځ مو خبرولوست چي دمدیني په په ښارکي بمي برید ترسه شوی ،الله پاک دي مسلمانانو لکه څرنګه چي تاسو محترم مهرباني کړي ،اتحاد اواتفاق ورپه نصیب کړي ، نوردي الله پاک دمسلمانانو له سره داجګړې لیری کړي.امین .

  2. عبدالرقیب شاولیکوټي

    مننه محترم اغاصیب الله پاک دي تاسوته هم اجرونه درکړي چي دمسلمانانو په یاد مو خپله غمشریکي اوهمدردي وښودله
    اوالله دي تاسوته هم مبارک کړي.

  3. ډاکټرجمیل الرحمن احمدی

    تاسو تولو وطنوالو ته داخترمبارکی وايو
    دښاغلي اغاصیب داخبري ډیرې دپام وړ دي:
    افغانانو ته په کار دي چې دې ټکی ته ښه غور وکړي او متوجه شي چې خارجي مداخله ګر که هرڅوک دي خپل سازشي او تخریبي پلانونه د همدې موږ افغانانو په وسیله پر مخ بیايي ، نو ولي داسي ابتکار او نوښت خپله موږ افغانان په لاس کې نه اخلو چې د خپل هیواد د ابادي او د خپلې غمیزې د پایته رسولو لپاره رغنده او مثبت پلانونه جوړ او طرح کړو چې د خپل هیواد لانجه د تل لپاره ورباندې پایته ورسوو، او د نورو هیوادونو د هوښیارو ولسونو په ډول موږ هم خپل ژوند د دایمي سولې او ثبات ، ترقۍ او ابادۍ په فضا کې ولرو.

  4. راشد ننګرهاری

    ستاسو ته مبارک وي
    له همدې خبرې مو مننه !
    همدا راز د افغان قضیې ښکیل اړخونه باید له نړیوالې ټولنې څخه وغواړي چې د پوځي مرستو او امکاناتو په ځای له هغوي سره د بیا ابادولو او بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي .

  5. خیریو مولایانو صاحبانو الله دي وکړي چي تاسو راجوړشي اوسره پوی شو.

  6. یاره ملګرو زما يي وروستي خبره خوښه شوه خوباید لومړی همدو طالبان ورباندی باور وکړی

    دښمان غواړي په افغانستان کې د جګړې غزولو له لارې افغان غمیزه د ډیر وخت لپاره نوره هم اوږده کړي ، نو دا اوس د هر افغان په تیره بیا د قضیې د ښکیلو مسؤلو لوریو ملي او اسلامي مسؤلیت دی چې نور په خپل هیواد کې د جګړې د غزولو مخه ونیسي او ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې د جګړې د دوام لامل ګرځي .

  7. جلال منندوی

    دطالب اوسولي یې سره څه دوی اوس په جګړه کولو لکه شمالي ټولواله اموخته شوی

  8. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ..۱
    بعد: محترم ! مافکر مي کنم که در آینده مشکلات سیاسي ،فکري ومذهبی نه داریم اګر هرکس ازین خبرهای متفکران خبر ویا استفاده به کند کشورما هیچ نوع تصادم واختلاف اجتماعي به میان نه می اید، حتی هماهنګي ملت ما به همین تفکرات متمرکز می شود .
    دشمنان دین وملت ما همین کار کرده بود که فاصل دربین مردم عامه واشخاص مذهبی ما رایج یا واقع کرده بودند…
    ازلطف شما که به مردم مهن مایان کردِ زیات ممنون هستم…!
    خرسانی

  9. لیلامیوندۍ

    سلامونو اونیکو هیلو وروسته ټول افغان ټبرته دابرهیمي سنت دمقدسی ورځی اخترمبارکي وایم
    ویاړم چي دمذهبی نهضتونو دلړۍ وروستي هستي
    لا دزوال څکه نه ده کړي
    لا دبریا څلی هسک ولاړ دي
    لاد منبرږغ داسلامي امت په غوږونوکي دبلال چیغي زمزمه کوي
    لادقلم څوکه دسیاهی په قیمتي څاڅکوژبه لمده ساتلي.
    لادتورو اونیزو شرنګا دغلیم په حواسو دلیونتوب اثرقوی ساتلی
    لارپانده جنډې دغازیانو له مټوڅخه دالویدا درشل نه دي خپل کړي
    هـــــــــــــــــو منم چي غلیم دفریب او چلوټو زهرجن بڅری باشي
    خو دقلم پیچ ته لادڅوګړنګونو مزل پاته ،خدایزده چي داسوبه به څوک راوړي
    لیلامیوندۍ

  10. ستاسو دی هم مبارک شي :
    افغان اولس دجرگو او گداوزلانده سپیسلی تاریخ لری
    نورواقوامو هم ددی اولس سخه دجرگو ژبه زده کڑیده نو باید چه افغانان داولس اوهیواد پہ دی حساسو شیبوکی بیا هم خپل تاریخی رسالت اداء کڑی او داسلافو تاریخ بیا راژوندی کڑی اگر کہ ددوی دشمنان یی نه غواڑی

  11. شریف زوی

    معتصم صاحب الله جل جلاله دې وکړي ، چې زمونږ د هېوا د په جګړو کې د ښکېلو غاړو او عامه ټولو وګړو ، په زړه کې د خپل ملت د سوکالۍ ، خوشالۍ او خواخوږۍ جذبه را پیدا شي ، تر څو نور د دې مظلوم او کړېدلي ولس ، ستونزې او مشکلات یو مخ حل او له منځه ولاړ شي او الله پاک دې زمونږ د چارواکو ویده ضمېرونه را وېښ کړي ، چې له خپلو ګټو نه تېر او د ملت د ګټو غم وخوري .

  12. مولوی معتصم اغاصیب ستاسو دنظر څخه ‌‌‌‌‌‌ډیره مننه ‌‌‌‌‌‌‌ډیر په زړه پوری نظر دی اوس به موږ انتظار باسوچی ایاداطالبان دافغانستان دګټو لپاره کارکوی اوکه ضرر ټول افغان. ودی سولی ته سترګی پلار دی اوپه ‌‌‌‌‌‌ډیر دیقط سره یی څاری اوبه موږ وګورو چی اوښه لچا لخواچوکیږی اوافغانانو په سترګوکی څوک خاوری ورشندی

  13. عبدالله خیرخوا

    تاسو اوټول اسلامي امت ته مبارکی وایو!
    موږ افغانان نور له جنګ څخه ستړی او ستومانه سوی یو سولی ته اړتیا لرو نور نو باید ټول افغانان د ترقی آبادی کاروته موتوجه شی او نور له جنګه لاس واخلی او د پر دیو په ریموټو نه وچلیږی او خپل وطن ته خدمت وکړی .
    د معتصم اغا جان له نزر څخه مننه کوم

  14. پکتیاوال

    طالبانو هیواد خوتاسو ورانه وي پاکستان درته له طن څخه تیرده اوس مو ږ ته نصحت کوی

  15. مولوی عبدالعلیم اسحاقزی

    دپکتیاوال په خبره
    کله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم له هندې رضی الله عنها څخه بیعت اخیستي نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم درې خبری ورته وکړي ویل :زنابه نه کوي …هغې ورته وویل چي ایا یوه ازاده میرمن هم زنا کوي ؟ ورته ویل يي :قتل به نه کوئ:هغې وویل قتلونه خوتاسو نران کوي موږ خوبچي وزیږو لوی يي کړو تاسو نران يي ووژني …نبي کریم صلی ډيرمسکي شوخوعمررضی الله عنه دومره وخندل چي په څنګ واوښتی ،نوصاحب پکتیاوال ښه خبره کوي مرګونه خوتاسي کوي .
    الرحیق المختوم

  16. lولامبارک تان : باید بگویم مردم از این بیش توان این همه را ندارند، مردم رنج دیده افغانستان بیش از این نمیخواهند از راه خشونت پیش رفته و به جنگ و کشتار ادامه دهند ، قسمیکه در کلام مبارک گفته شده که خیر در صلح میباشد پیس این مردم رنج دیده و ستم دیده و عذاب کشیده ما نییز میخواهند از این به بعد از راه صلح پیش بروند به امید اینکه این نشست های چهار جانبه که برای صلح در پاکستان و بعداً در افغانستان ایجاد گردید به خوبی و رفاه ملت افغانستان باشد و به این همه ظلم ، جنگ، کشار ها و جهالت ها پایان بخشد

  17. قاری شهامت

    الله دی ټولومسلمانانوته دا نیکمرغه ورځ مبارکه کړي نن خودادي په مدینه کي هم بریدونه پیل شول نو اخیره بولم

  18. حاجي فرید احمد مومند

    محترم اغاصیب سلامونه اونیکي هیلي مو ونه داخترمبارکي درته وایم وروسته محترمه کیدای شي تاسونورهم ستونزی وویني ستړیاوي وګالۍ ،خودهیواد په جوړیدو اوسوله راوستوکي یواځي علما کار کولای چي ټوله دنیا راشي هم فکرنه کوم چي افغانان سره جوړ کړي ،ځکه چي داجګړه مذهبي ده ،شروع کړي هم علماؤ په وینا اوفتواسره ده خلاصيدای هم د دوی په فتواسر ه کیدای شي اوبس …یوه لنډه مشوره وه که موراسره ومنله ښه به وي .

  19. الله دی وساته وروره چی پیاد دی یو داهم ډیره ده

  20. طالبانو زعیم بیا ویلی چي :د هیواد دیني عالمانو، روحانینو، مدرسینو، د عصري علومواستادانو، محصلینو، متعلمینو، قومي مشرانو، ملی سوداګرو او د علم او قلم خاوندانو ته وایو چې په دې حساسه مرحله کې خپله دیني او ملي وجیبه ترسره کړئ، د کفر اشغال او فرض عین جهاد قضیې ته یوازې د اسلام له نظره وګورئ او خپل مسؤلیت ځان ته معلوم کړئ، د حق سنګر فداکاره مجاهدین باید یوازې پرې نږدئ بلکې په قلم، ژبه او هره وسیله یې ملاتړ وکړئ .

  21. مننه اغا صاحب! ژوندي اوسئ،
    له ښو هیلو ډک پیغام مو نشر شو، رښتیا چی لږ موهیله پيداشوه، ګوندي د داسي عقل اوحکمت خاوندان به افغانستان وژغوري.

  22. اغاجانه! که دي په وطن رښتیا خوا بدیږي نو تا چي څومره حساس پړاو ویلي دي ترهغه هم هیواد په بیړني حالت کې دی نو کوشش وکړه لږ ګامونه تیز کړه زړګیه! ولا چی په دغه حال پسي به بیا ارمان وکړئ.

  23. نه طالبان دجګړې دختمولو هوډ لري نه یی امریکایان لري اونه دکابل اداره، ګاونډیان خو تر شیر په شوروی خوشاله دي،
    ښه لاره داده چي معتصم غوندي بانفوذه خلګ داسلامي هیوادونو اواسلامی کانفرانس دروازې وروټکوي، هغوی که وغواړي دغو درې سره بلکه څلورو سره وو، ذیدخلو جوانبو ته یوڅه قناعت ورکولای شي.

  24. مسلمیار

    ښاغلی ملااغاجان صیب تاسو دسولې خبروته ډیره اشاره کړې ده ،زما په فکر چي دسولي ټول خنډونه شمالیي ټلواله اوطالبانو نه کوی ،ځکه دوی اوس هرڅه په جنګ کې لټوې،حزب اسلامي وايي: حکومتي چارواکي په خبرو کې خنډونو جوړوي؛ خو د اجرائیه رئیس مرستیال بیا وايي چې: که د سولې خبرې بې پایلې ختمې شوې نو پړه به یې پر حزب اسلامي وي.

  25. حاجی فرید

    مننه آغا صیب ناسو می هم د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت زموز مينه او مبارکي قبوله کړئ، طاعتونه او عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول او مقبول وگرځه، په دې هيله چي د اختر څو ورځي له غمونو څخه په فاصلې او خوشحاليو کې در باندي تيري سي.
    درنښت!

  26. داکتر نوید سمنگانی

    السلام علیکم ورحمة الله وبركاته
    آغا جان صیب الله تعالی مو تل خوشحاله لره محترم آغا صیب ! دکوچنې اختر مو بیا هم مبارک شه ، روژې ، عبادتونه او دوعاګانې مو د لوي رب په دربار کې قبولې او مقبولې وګرزه.
    له لوي او مهربان خداي (ج) څخه ، تاسي او ستاسې پتمنې کورنۍ ته د اختر شپې له خوښیو، خنداګانواو نیکمرغیو څخه ډکې غواړم.
    پروردګار دې وکړي چې نور مو دغه موقتي خوښۍ په دایمي او تلپاتې خوښیو بدلې شي ، له ټول هیواد څخه مو دغمونو ، مصیبتونو او جنګونو لمن ټوله شي او د یوه سوله ییز ، سوکاله او ارام هیواد په غیږ کې پاتې عمر تېر کړو.
    له لوي او متعال خداي (ج) ټولو هیوادوالو ته اختر نیکمرغه او بختور غواړم.
    آباد او ارام دې ګران افغانستان ، سوکاله او خوښ دې وي غیرتي افغانان.

  27. آغا صیب الله پاک دې وکړي چې وړوکی اختر مو په خیر او خوشالۍ تېر کړی وي ، له رښتیني درده ډکو احساساتو او څرګندونو څخه مو یوه دنیا مننه الله پاک دې زمونږ په ولس کې ستاسو په څېر با احساسه او د ولس په غم غمجن چارواکي او وګړي را پیدا کړي ، چې نور د خپل ولس له اوږو څخه د جګړې دغه کرغېن بار ښکته کړي او خپل ولس ته د سولې په را وستلو کې رغنده او ګړندي ګامونه پورته او له بهرنیو اشرباڼو سره خدای په اماني وکړي ، چې نور مونږ د خپل هېواد چارې پر خپله سنبالولی شو او ستاسو دې په مخه در ښه وي .

خپله تبصره ولیکې

. *

*