تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / ترکيه د افغان اسلام پالو لپاره عملي نمونه

ترکيه د افغان اسلام پالو لپاره عملي نمونه

د عثماني خلافت تر سقوط وروسته مصطفی کمال په ترکيه کې خورا زيات فساد وکړ تر دې چې د نوموړي هېواد اداره، واک او نظام يې کاملاً له اسلامي چوکاټه بهر کړ. خو حقيقت دا دی چې په اسلامي نړۍ کې د دغه شان نظامونو په قيام او دوام کې اصلاً د هماغو لويديځو پياوړو هېوادونو لاس ؤ کوم چې تر ډېرې مودې يې د ختيځ ګڼ هېوادونه تر اشغال لاندې پاتې شوي او د خپلواکي پر مهال يې بيا هم خپل بړيڅي پکې واکمن ګرځولي وو. همدا وجه وه چې په ډېری دغسې هېوادو کې د ځينو اسلامي غورځنګونو له خوا د ليبراليزم او بې دينۍ پر خلاف وخت نا وخته هلې ځلې کېدلې خو دا ټولې به د بهرنيانو په مالي تبليغاتي او سياسي مرستو او مداخلو په سختۍ سره وځپل شوې.
د مثال په ډول ترکيه کې د صوفيانه تحريکونو له خوا ليبراليزم سره ښه مقابله پيل شوه خو برياليتوب ته ونه رسېدله همدارنګه د شيخ بديع الزمان سعيد نورسي غورځنګ ډېر ښه اغېزمن کارونه وکړل خو داسې بريايې تر لاسه نه کړی شوه چې په واکمن نظام کې څه نا څه بدلون راولي. تر دې چې ښاغلي نجم الدين اربکان په نوې بڼه د يو اسلامي تحريک بنسټ کېښود. ښايي د دې تحريک د بريا راز په دې کې ؤ چې په ډېر کرار او تدريجي ډول يې کار پيل کړ. دوی تر ډېره له انقلابي او شعاري نارو سورو ډډه کوله خو د خپلو ملګرو او تابعينو روزنې ته يې پوره پام ؤ. البته د روزنې پروګرام يې تر ډېره عملي بڼه درلوده.
په دې توګه چې لومړي سر کې يې د عامه خدمتونو او ولسي خير ښېګڼې چارو ته خورا زياته پاملرنه کوله. همدا وجه وه چې په ډېره پراخه کچه يې د ترکي ولس پام راواړاؤ، په زرګونو سرکاري او لوستي وګړي يې د ځان مله او بيا يې په ټاکنو کې دومره رأيې وګټلې چې په قانوني ډول يې بشپړ واک او ځواک تر لاسه کړ. د دوی د مبارزې دغه پړاو د افغان اسلامي تحريک لپاره څو مهم ټکي لري: يو دا چې هغوی څرنګه وکړای شول د يو سخت دين دښمنه نظام په داخل کې دغه شان بريالي ګامونه واخلي، بل دا چې په ښه ډول يې خپل ملګري له توندو انقلابي شعارونو وساتل څو د دښمن توجه ورته را وا نه وړي . او تر ټولو مهمه دا چې خپل ملګري يې د ولس پر خدمت وګمارل او د هغوی خواخوږي يې را جلب کړه.
تر دې ور هاخوا ترکي پوځ او عدليه د دوی پر وړاندې هغه ستر خنډونه وو چې تل يې ديني تحريکونه له ستونزو سره مخ کړي وو، لکه چې د نړۍ په نورو هېوادو کې هم دا ستونزه هو به هو شتون لري. مثلاً په الجزاير کې د فوځ له خوا اسلامي تحريک حکومت جوړولو ته پرې نه ښودل شو. همداسې په مصر، پاکستان او ګڼو نورو هېوادو کې. ځکه خو د تېرې جمعې په شپه ترکي پوځ هم يو ځل بيا د يوې ډېرې غټې کودتا هڅه وکړه. دا په داسې حال کې چې ترکي جنرالان او ګرده نړۍ ويني چې د اردوګان اسلامپاله ډله له سوچه قانوني لارې او د ترکي ولس د غوڅ اکثريت په ننګه او ازاده رأيه واک ته رسېدلې او خپل هېواد ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. خو څرنګه چې کفري نړۍ د رشوت، تطميع او شيطانت له لارې تل هڅه کوي د اسلامي نړۍ په نظامي ليکو کې لاسپوڅي نوکران ولري او بيا د همدوی په لاس له اسلامي غورځنګونو سره مقابله وکړي .
نو په دې اساس باوري خبره ده چې لويديځو هېوادو به د ترکيې په ناکامه کودتا زښته ډېر کار کړی او په ډېر زيار به يې ځينې افسران کودتا ته هڅولي وي. دا هم ښکاره ده چې د امريکې او داسې نورو ځواکمنهنو هېوادو له ډاډګېرنې پرته به د پوځ جنرالان هيڅکله خپل کار او ژوند له ګواښونو سره مخ نه کړي. خو هغه څه چې په دغه پېښه کې زموږ او د مسلمان امت نورو اسلامي تحريکونو ته مهم دي، يو دا حقيقت دی چې بايد په پوځ کې د بهرنيانو له نفوذي فعاليته غافل نه شو او تر ټولو اهمه يې دا چې اسلامي تحريکونه کولای شي د خپلو ژمنو افرادو د اخلاص، نظم او اطاعت پر مټ له ډېرو خطرناکو حالاتو سره هم مقابله وکړي. لکه چې د ترکيې په ياده پېښه کې مو وليدل څرنګه تش لاسو وګړو د هوايي او ځمکني پوځ مخه ونيوله، پر ټانګونو ور وختل، په لارو کې ورته څملاستل او د حکومت ټول مهم مرکزونه د زرګونو او لکونو انسانانو له خوا محاصره شول.
په دې توګه د ترکيې خلکو په عملي ډول نړيوالو ته ور وښوول چې همدا تش لاسی ولس کولای شي له هر ډول ګواښونو سره مقابله وکړي او په دې توګه خپل برخليک وټاکي. لنډه دا چې د اسلامي تحريک مهمه وسله همدا عام مسلمان ولس دی چې نه ټول پلورل کېدای شي او نه د پرديو غلامي ته چمتو کېدای. په دې اساس د افغان اسلامي تحريک مشرانو ته په کار ده چې د ترکيې له دغې پېښې پوره عبرت واخلي، همدا د خپل ځان لپاره يو نه هېرېدونکی سبق وګڼي او هڅه وکړي چې په هر ممکن صورت خپل ولس اوږه په اوږه له خپل ځان سره روان کړي. بايد هېر مو نه شي چې د اسلامي تحريک د ځواک اصلي سرچينه د الله تعالی مرسته ده چې د همدې مسلمان ولس د ملاتړ په شکل راڅرګنديږي او د الله تعالی د مرستې لاس د همدوی د پاسه وي.
ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*