تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / جرمني: د پارلمان پنځه اويا کلن وکيل مسلمان شو

جرمني: د پارلمان پنځه اويا کلن وکيل مسلمان شو

د جرمني پارلمان د ديموکرات ګوند يو تن وکيل د اسلام په مبارک دين مشرف شو. د ورنر کلاون په نوم دغه وکيل چې پنځه اويا کاله عمر لري پخوا د پنا غوښتونکو کډوالو مخالف او سر سخته افراطي ديموکرات ؤ خو اوس د ټولو اسلامي هېوادو کډوالو ته په درنه سترګه ګوري او تل يې د ملاتړ او مرستې غږ اوچتوي.
پنځه اويا کلن وکيل ورنر کلاون اوس پر ځان ابراهيم نوم ايښی او له خلکو يې غوښتي چې پر دغه اسلامي نوم يې ويادوي.
ابراهيم له مسلمانېدو وروسته د جرمني له بيلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې په الماني ژبه د قرآنکريم ژباړې لوستلو نه وروسته يې د مسلمانېدو پرېکړه وکړه او د شهادت مبارکه کلمه يې په نصيب شوه.
د جرمني پارلمان وکيل ورنر کلاون (ابراهيم) وايي: که څه هم زه اوس مسلمان شوی يم خو په دغه لنډه موده کې هم زه د خپلو ژورو بدلونونو شاهد يم؛ زما اخلاق، فکر او دريځ ډېر نرم شوی او ډېر خوشال يم ځکه ما پر يو مثبت او ګټور لوري يون پيل کړ.
نوموړی وايي: پخوا مې له کډوالو سره سخته دښمني درلوده او د دوی پر خلاف د هر ډول اقدام ملاتړ وم خو اوس له کډوالو سره هيڅ ډول مرستې نه سپموم او تل دا هڅه کوم چې د تېر ژوند بدې خاطرې په نيکو کارونو پاکې کړم.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*