تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / ليبيا: سرتيري بريد لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

ليبيا: سرتيري بريد لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

د ليبيا ختيځ بنغازي ښار کې پر ليبيايي ځواکونو سرتېری بريد تر سره شوی چې ۲۳ عسکر پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي
دغه سرتېری بريد د بنغازي اړوند القوارشه نومي کلي کې رامنځ ته شوې او مسؤليت يې القاعده پورې تړلي تنظيم انصار الشريعت په غاړه اخيستی.
سيمه ايزو چارواکو رسنيو ته ويلي: بريد د موټر په واسطه تر سره شوی چې «۲۳» تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان هم دي. دوی وايي د ټپيانو له جملې څخه د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی چې کېدای شي د قربانيانو شمېره نوره هم لوړه شي.
دا بريد په داسې حال کې تر سره شو چې له بريده لږ مخکې د امريکا له لوري په ليبيا کې د مخالفو وسله والو پر خلاف د بريدونو پيلولو خبر خپور شو.
ليبيا هم له امريکايي يرغل او لاسوهنو وړاندې د عراق په څېر يو اباد او سمسور هېواد ؤ خو اوس يې هره بنګله او ماڼۍ په سپېرې کنډوالې بدله شوې ده.
سيف الدين صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*