تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هندوستان کې سېلابونو ځاني و مالي زيانونه اړولي

هندوستان کې سېلابونو ځاني و مالي زيانونه اړولي

هندوستانهندوستان کې د سختو بارانونو له امله لوی لوی سيلابونه راوتلي او خلک يې له ځاني و مالي زيانونو سره مخ کړي. دغه سېلابونه د هندوستان په لويديځ کې د مهاراشترا نومي ايالت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلي.
د ياد ايالت لومړي وزير رسنيو ته ويلي چې پرون شپه ناوخته د ډېرو سختو بارانونو او سېلابونو له امله هغه پُل راولېد چې د ممبي او ګوا ښارونه سره نښلوي.
نوموړي ويلي چې په دغه پېښه کې د دوو موټر چلوونکو او کلينډرانو په ګډون «۱۸» اتلس تنه مسافر نادرکه شوي دي. دی وايي د نادرکه کسانو د پلټنې هڅې روانې دي او ژغورونکي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
په دې لړ کې د ژغورنې ځواکونو د دوو تنو وژل مړيو جسدونه موندلي او ويلي يې دي چې پلټنې د الوتکې له لارې روانې دي.
په دغو پلټنو کې د سمندري پوځ په ګډون اتيا کسان ګډون لري.
سيف الدين صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*