تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د لندن زړه کې د چړې ګوزار مرګ ژوبله اړولې

د لندن زړه کې د چړې ګوزار مرګ ژوبله اړولې

د انګلستان پلازمينه لندن کې يو «۱۹» نولس کلن ځوان په شاوخوا خلکو د چړې بريد کړی چې يوه ښځه پکې وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
دغه بريد د لندن زړه روسيل ميدان کې په ځايي وخت د شپې لس نيمې بجې د يو نولس کلن ځوان له لوري شوی. ځايي پوليسو ويلي چې بريدګر مو نيولي او د بريد په اړه څېړنې روانې دي.
پوليسو ويلي دغه بريد د شپې شاوخوا لس نيمې بجې د ښار منځ روسيل نومي ميدان کې شوی او له پېښې سره سم دلاسه پوليس سيمې ته رسيدلي وو خو بيا هم تر رسېدو مخکې يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه سخت ټپيان شوي هم وو. پوليس وايي بريدګر سمدلاسه نيولی شوی او تحقيقات يې روان دي.
د انګلستان خبري رسنيو ويلي چې بريدګر روحي ناروغي درلودله خو بيا هم له ترهګرو ډلو سره د تړاو په اړه يې څېړنې روانې دي.
دا بريد په داسې حال کې رامنځ ته شو چې تېره ورځ د لندن امنيه قومندان برنارد هوګان او ښاروال صادق خان رسنيو ته ويلي ؤ چې د احتمالي ترهګريزو بريدونو د شنډولو په موخه به لندن ښار کې کلک امنيتي تدابير ټينګ شي او په لارو سړکونو کې به لا ډېر پوليس ځای پر ځای شي.
سيف الدين صابر
انګلستان

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*