تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د قطر د امير پلار ترکيې ته په سفر تللی

د قطر د امير پلار ترکيې ته په سفر تللی

قطرد قطر د امير شيخ تميم پلار او پخواني امير حمد بن خليفه الثاني تېره ورځ ترکې ته سفر کړی. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د ترکې ترسره شوې ناکامه کودتا په سختو ټکو غندلې او له ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان څخه يې خپل هر اړخيز کلک ملاتړ اعلان کړی.
د ترکې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي: د قطر د امير پلار او پخواني امير حمد بن خليفه الثاني له ترکيې څخه د ملاتړ په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.
سرچينه زياتوي: د قطر د امير شيخ تميم پلار حمد بن خليفه الثاني پرون پنجشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ترک ولسمشر اردوغان سره وليدل او د جولای د پنځلسې کودتا غندلو تر څنګ يې د ترکيې حکومت څخه په هر ډګر کې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.
حمد بن خليفة الثاني ويلي: قطر پخوا هم تل د ترکيې تر څنګ درېدلی او تل به يې په هر ډګر کې ملاتړ کوي، دا دواړه هېوادونه خپلو کې پوره همکار دي.
سيف الدين صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*