تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هندوستان: د ښار په ګڼه ګوڼه کې ديارلس کسان په ډزو وژل شوي

هندوستان: د ښار په ګڼه ګوڼه کې ديارلس کسان په ډزو وژل شوي

هندوستان - اسامهندي رسنۍ وايي: نن د دغه هېواد شمال ختيځ اسام نومي ايالت کې څو تنو بريدګرو د ډک بازار منځ کې ناتاره په خلکو ډزې پيل کړې چې ديارلس کسان پکې ووژل شول.
دغه بريد د اسام ايالت په کوکراجار سيمه کې رامنځ ته شوی او ديارلس کسان يې ځای په ځای وژلي دي.
سيمه ايزو پوليسو رسنيو ته ويلي: دغه بريد د نيشنل بودو فرنټ نومې ډلې وسله والو جنګياليو تر سره کړی، دوی وايي د امنيتي ځواکونو له لوري په ځوابي ډزو کې يو بريدګر هم وژل شوی دی.
د ځايي بوليسو يو مشر مکېش سهای ويلي: بريدګرو د بازار منځ ګڼه ګوڼه کې ناڅاپه په خلکو ډزې وکړې او لاسي بمونه يې هم شاوخوا وغورځول چې له امله يې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د «نيشنل بودو فرنټ» په نوم دغه سازمان له اسام ايالت نه د بودو توکم لپاره د بېل ټاټوبي غوښتونکي دي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*