تازه خبرونه
Home / تازه خبر / فرانسه: اورلګېدنې او چاودنې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

فرانسه: اورلګېدنې او چاودنې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

فرانسهد فرانسې په شمال «روان» ښار کې د يو نايټ کلپ منځ کې اورلګېدنې او چاودنې شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
لومړني راپورونه وايي پېښه کې «۱۳» ديارلس تنه وژل شوي او «۷» کسه نور ټپيان دي چې نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.
سيمه ايزو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي: ياده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې نايټ کلپ کې د يو ماشوم د پيدايښت لمانځنې په موخه مېله روانه وه.
ځايي رسنيو ويلي له اور لګېدنې وروسته په لسګونو اور وژونکي موټر سيمې ته رسېدلی او اور يې وژلی، خو مخکې له اور وژلو شاوخوا «۲۰» شلو کسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د «روان» ښار پوليس وايي پېښه په ناڅاپي ډول رامنځ ته شوې او په اړه يې جدي څېړنې روان دي.
سيف الدين صابر

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*