تازه خبرونه
Home / پیغامونه / د هیواد په کچه د ستر دیني عالم، شیخ الحدیث مولوي محمد یوسف اغا او د ورسره ملګرو عالمانو د شهادت له امله د ملا اغاجان معتصم د تسلیت پیغام !

د هیواد په کچه د ستر دیني عالم، شیخ الحدیث مولوي محمد یوسف اغا او د ورسره ملګرو عالمانو د شهادت له امله د ملا اغاجان معتصم د تسلیت پیغام !

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً فَادْخُلِي فِي عِبَادِي وَادْخُلِي جَنَّتِي

په ډیره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد په سطحه مشهور عالم ، جهادي شخصیت او د افغانستان په کچه په یوې مشهورې جهادي او علمي کورنۍ پوري تعلق لرونکی استاد مولوي محمد یوسف آغا او ورسره دوه مولوي صاحبان ملګري په یوې ترافیکي دردناکي حادثې کې شهیدان او د تل لپاره له موږ څخه ابدي نړۍ ته و كوچیدل.

انا لله وانا الیه راجعون …

مرګ حق دی او موږ ټول په همدې لاره ور روان یو، خو په داسې ناڅاپي ډول د دغسي ستري علمي هستې رحلت واقعا چې زموږ او زموږ د ټولنې لپاره یوه دردوونکې پیښه ده.

شیخ الحدیث مولوي محمد یوسف آغا یواځې د خپل فامیل او خپلې سیمې شخصيت نه ؛ بلکې زموږ د ټول هیواد او ټولنې علمي خادم او خواخوږی و ، نوموړي هم د هجرت په دیارکې په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د خپلو هیوادوالو لپاره سترعلمي خدمتونه تر سره کړي او هم  یې د هیواد په داخل کې د نوي نسل د تنویراو پوهاوي لپاره د پاموړ علمي او اصلاحي کارونه انجام  کړې او هم يې ترلاس لاندي لرل. .

په داسې حال کې چې زموږ ټولنه د مرحوم شیخ الحدیث مولوي محمد یوسف اغا غوندي د علمي شخصیت ژوند او علمي فعالیتونو ته ډیره اړتیالري  د هغوی دا ډول ناڅاپی ارتحال به خاماخا زموږ پر ټولنه ناوړه اغیزي ولري او په دې سره  یوه پوره کېدونکې ستره علمي او ټولنیزه تشه رامنځته سول .

له همدې امله زه خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب د مرحوم، والد صاحب مشهور جهادي ، علمي او اجتماعي شخصیت ، جناب سدوزي اغاصاحب ، د هغه او د هغه د شهيدانو ملګرو درنو کورنيو ، وروڼو  او ټولو متعلقینو ته وړاندې کوم  او په دې ستر ویر کې ورسره  شخصا ځان شریک ګڼم .

اللهم أجرنا في مصيبتنا وأخلف لنا خيرا منها .

خدای تعالی دي دوی ته مغفرت وکړي او الله ج دي په جنت فردوس کښې لوړې درجې ور نصیب کړي او خدای پاک دې معامله د حساب یسیر، عفوي او احسان وسره وکړي او د دوی رامنځته شوې علمي اواجتماعي تشه دي خدای تعالی د دوی له علمي او جهادي کورنيو څخه د نویو علمي خادمانو په راپورته کیدو سره ډکه کړي، اوالله عز وجل دي د مرحومينو والدينو، وروڼو او ټولو قريبانو او متعلقينو ته صبر جميل او سلوان ورکړي .

والسلام

ملا آغاجان معتصم ، د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مسؤل

۱۴۳۷/۱۱/۵هـ ق

۱۳۹۵/۵/۱۸هـ ش

 2016/8/8 میلادي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*