تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د هیواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه د افغانانو ترمنځ د يووالي ښه فرصت !

د هیواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه د افغانانو ترمنځ د يووالي ښه فرصت !

sarmaqala

ســـــــرمـــقـــالـــــه….

استقلال او خپلواکي یو ستر نعمت دی چې الله تعالی پر خپلو بنده ګانو لورولی دی.

 همدا خپلواکي ده چې د انسان د برخلیک صلاحیت خپله د هغه په لاس ورکوي او د ژوند په ټولو چارو کې خودمختار او ازاد وي چې خپلې چارې د پرديو له اغېزو پرته پر مخ وړلای شي او د هيڅ چا تر هیڅ ډول قیوداتو نه وي لاندې چې د ژوند چاري يې ترې ټکنۍ شي .

 استقلال او خپلواکي د انساني فکر د رشد او ارتقاء لامل وي ، همدا لامل دی چې نن د نړۍ خپلواک ولسونه تر ټولو پرمختللي او په مادي لحاظ د ښه او مرفه ژوند خاوندان دي.

افغانان د نړۍ پرمخ هغه غیرتي ولس دی چې خپلواکي او استقلال یې په خټه کې اخښل شوی دی، او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

افغانان د تاریخ په اوږدو کې په استقلالیت او خپلواک توب مشهور دي، دوی سر له لاسه ورکوي خو په استقلال او خپلواکي باندې معامله کول نه خوښوي.

همدا وجه ده چې دوئ د انګریزي استعمار په خلاف د خپلواکۍ او استقلال د حس په لرلو سره ښه مقاومت وکړ، بیدریغه قربانۍ یې ورکړې او بالاخره يې په بریالیتوب  سره په ۱۹۱۹م کې له انګریزي استعمار څخه د خپل هیواد استقلال او خپلواکي بیرته ترلاسه کړه.

همداسي افغانانو له شوروي استعمار څخه د شلمي پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د ډیرو قربانیو په نتیجه کې آزادي تر لاسه کړه او لکه څرنګه چې يې برتانوي امپراتورۍ د خپل مقاومت په ترڅ کې رانسکوره کړه په هغه ډول یې اتحاد جماهیرشوروي هم د نړۍ له مخې محو کړ.

خو کومه جفا چې د شوروي امپراتورۍ له ړنګولو وروسته د افغانانو په حق کې وشوه او د نړیوالو لخوا د دې ستر ولس احسان فراموشي وشوه د هغه منفي اثراتو نن هم افغانستان زیانمن کړی دی، هم د هغه ګاونډ او هم ټوله نړۍ.

دا چې افغانانو د خپلو ککریو په قیمت نړۍ د سرې امپراتورۍ له شره وژغورله ، نو پر نړیوالو يې هم دا حق درلود چې د شوروي ترماتې وروسته يي د دوی حمایت او  لاس نيوی کړی وای.

خو نړیوالو د افغانانو د ملاتړ پر ځای د هغوئ د متفرق کولو او شنډلو کوښښ وکړ، چې له امله يې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل، په لس ګونو زره افغانان د هغې بې هدفه جګړې قرباني شول اوبالآخره افغانستان د افغانانو د داخلي اختلافاتو له کبله یو ځل بیا تر امریکايي اشغال لاندې راغی او موږ وليدل چې د امريکايي اشغال په نتیجه کې هم هره ورځ په سلګونو افغانان شهيدان او ژوبل شول او د هیواد کلي اوښارونه مو په کنډواله بدل شول.

 خو له بده مرغه چې افغانان لاهم له دغو ټولو ترخو تجربو څخه عبرت نه اخلي اولاهم پرهغو لارو روان دي چې د دوي د ټولو بدمرغیو عامل ګرځیدلي دي .

لکه څرنګه له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۷ کلیزه د افغانانو لپاره یو ښه مناسبت دی چې ټول افغانان ورته د یوې تاریخي ورځې په حیث درناوی لري.

نو د افغانستان له دغه ملي او تاریخي مناسبت نه په استفادي سره باید ټول افغانان هغه که په هرقوم او ملیت پوري اړه لري ، که د هرسیاسي ګوند او تنظیم تابع وي او که دهیواد په هرموقعیت کې اوسي باید یو بل ته د وحدت او یووالي لاس ورکړي او ټول د یوموټي مسلمان ملت په حیث د خپل هیواد په ژغورلو او رغولو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

یووالی او په خپل منځ کې د ملي وحدت تأمین زموږ  افغانانو د ملي ثبات او ملي لوړوالي ضامن دی او هغه وسیله ده چې موږ ورباندې د ټولو دښمنانو مقابله کولای شو او د دې په ذریعه هم خوږ ځان ژغورلی شو او هم ګران هیواد.

نو افغانانو وروڼو راځۍ چې له انګریزي ښکیلاک څخه د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۹۷ کلیزې په مناسبت خپل ترمنځ د وحدت او یوالي لاسونه سره ورکړو او په خپلو قوي مټو د افغانستان په وړاندې د ټولو دښمنانو خطرناکې دسیسې او سازشونه شنډ, ړنګ او ناکام کړو.

د هیواد د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه دې ټولو هیواد والو ته مبارک, نيکمرغه او بختوره وي.

والسلام علیکم ورحمت الله …………

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*