تازه خبرونه
Home / سلایډر / ايا ديموکراتان خپلو اصولو ته ژمن دي؟

ايا ديموکراتان خپلو اصولو ته ژمن دي؟

وايي : د ځنګل پاچا خره ته امر وکړ چې د ځنګله ټول هغه حيوانات ما ته د حلالې لپاره حاضر کړه چې اوږدې غاړې لري . په دې وخت کې يو فيل له ځنګله څخه په منډه ؤ ، چا ور څخه وپوښتل : ته ولې منډې وهې ، ته خو د اوږدې غاړې حيوان نه يې !
فيل ورته وويل : منم چې د پاچا په قانون کې يوازې اوږد غاړي حيوانات غوښتل شوی ، خو ځکه تښتم چې مأموريت يې « خره » ته سپارلی .
ديموکراتيک اصول او د ديموکراتانو تګلاره هم همداسې ده؛ که څه هم دا خو ټولو ته معلومه ده چې ديموکراسي له اسلامي نظام سره هيڅ اړخ نه لګوي او د ديموکراتيکو نظامونو منل هم رښتينو مسلمانانو ته د منلو نه دي . خو بيا هم که چېرې موږ ديموکراتيک نظام ته غاړه کېږدو نو ايا رښتيا به هم موږ سره د ديموکراسي له اصولو سره سم چلند وشي ؟ او ايا ديموکراتان خپل ټاکلي قانون او تګلارې ته ژمن دي ؟
دا دوه هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ديموکراتانو ته ډېر اسانه دی خو په عمل کې يې ښکاره کول بالکل ناشوني بريښي . ځکه چې د ديموکراتانو قانون او تګلاره يوازې په شعارونو ولاړه ده او د عمل او شعارونو تر منځ يې هيڅ تړاو نشته.
ديموکرات نظامونه زياتره د استبداد پر مټ ولاړ وي او له هغو اصولو سره يې تړاو ډېر کم دی چې د ديموکراسي لپاره وضع شوي او دوی يې شپه ورځ دوراغجنې نارې وهي .
مثلاً د بيان ازادي يو له هغو شعارونو څخه ده چې د يموکراتان يې ډېر زمزمه کوي، هره ورځ او هره شېبه همدا نارې وهي خو که چېرې اوس يو مسلمان عالم څه داسې خبره وکړه چې دوی ته پکې لږ و ډېر زيان متوجه وه ، سبا به په ګوانتانامو کې پړمخې پروت وي ؛ دا يې د بيان ازادي شوه .
بايد وويل شي چې که موږ د ديموکراسي له ټولو اصولو سره سم رامنځ ته شوي نظام ته حاضر شو بيا هم امريکا او ملګري يې موږ نه شي زغملای . ځکه په ديموکراسي کې هم اسلام غلبه موندلای شي .
څرنګه چې اسلام يو عقلي ، فکري او پر حقيقت ولاړ دين دی ، نو که چېرې فرضاً دوی له ديموکراتيکو اصولو سره سم د بيان ازادي ته داسې اجازه وکړي چې هر څوک هر څه ويلای شي ، نه کوم بنديز موجود وي او نه چا سره دا وېره وي چې وبه وژل شم يا زنداني به شم نو په دې صورت کې به خامخا مظلوم مسلمانان له ظلمونو خلاصيږي ، ويده مسلمان قومونه به راويښيږي او خپل حق به غواړي ، د غرب دوه مخي به ټولو ته ثابتيږي او بالآخره به د نړۍ ټول مظلوم ملتونه د لويديځ له شر و فساده نجات مومي .
ديموکراتان د بيان ازادۍ نارې وهي خو که د دوی له خوښې پرته چا څه وويل يا به وژل کيږي يا زنداني .
د ښځو حقوقو مدعيان دي خو خپلو هېوادونو کې يې ښځې شکايت کوي چې جنسي ځورونې سره مخ دي .
د ترهګرۍ پر خلاف شعارونه يې ټوله نړۍ لړزوي خو تر ټولو غټ ترهګر خپله همدوی دی ، دوی ؤ چې جاپان يې په اټم وويشت ، د افغانستان په شمول ګڼ هېوادونه يې اشغال کړل ، په ميليونونو انسانان يې ووژل، بنديان کړل او تر ګوانتانامو يې ورسول، دوی دي چې د هر هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي ، وزيرستان دوی بمبار کړ، افغانستان ، عراق او سوريه کې دوی پوځونه ګرځوي ، قذافي دوی وواژه ، يمن دوی ناکراره کړ ، سوډان دوی تجزيه کړ او د ډونالډ ټرمپ په وينا داعش دوی راپيدا کړ .
د ديموکراسۍ مدعيان د مذهبي ، قومي ، سمتي ، ژبني او نژداي تاوتريخوالي له منځه وړلو درواغجن تبليغات هم کوي، حال دا چې تر ټولو سخت متعصب خپله همدوی دي. له دغو شعارونو سره سره اروپا ته تلونکو کډوالو کې هغه چا ته ژر د اوسېدو او کار کولو مهلت او اجازه ورکوي چې عيسايي وي . چې د دغه ناوړه قانون له امله زياتره شيعه ګان له خپل دين و مذهبه هم تيريږي .
اوس د بيان ازادۍ ، د ښځو حقوقو او ترهګري په اړه څه واياست ؟ ترهګر څوک دي او مذهبي تاوتريخوالی څوک را پاروي؟ ايا دا ديموکراسي ده که استبداد ؟!
ليکنه : سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*