تازه خبرونه
Home / تازه خبر / اسرائيل: د ودانۍ نړېدلو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

اسرائيل: د ودانۍ نړېدلو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Ramat Hahayal Building Collapse د اسرائيلو په مرکز تل ابيب کې يوه څلور پوړيزه ودانۍ چې کار لا هم پکې روان ؤ، نړېدلې او ګڼه مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.
په دغه پېښه کې (۱۸) اتلس تنه ټپيان او (۳۰) دېرش نور له ودانۍ لاندې شوې دي چې د مرګ و ژوند په اړه يې لا معلومات نه دي ورکړل شوي.
د اسرائيلو د بېړنيو مرستو ادارې وياند رسنيو ته ويلي: دغه نيمګړې ودانۍ د تل ابيب په شمال رامات هاهايل تجارتي سيمه کې نړېدلې، (۱۸) اتلس کسه پکې ټپيان شوي او نژدې روغتون ته رسول شوي چې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ويلي: ګومان کيږي چې شاوخوا (۳۰) ديرش تنه کارګران تر چپه شوې ودانۍ لاندې نادرکه شوي چې اوس يې د موندنې هڅې روانې دي.
ځايي پوليسو ويلي د چپه شوې ودانۍ لاندې ايسار شوو کارګرانو څخه يې له دوو تنو سره تليفوني اړيکه نېولې او د ژغورنې هڅې يې روانې دي.
سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*