تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ملا معتصم اغاجان پیغام !

د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ملا معتصم اغاجان پیغام !

mutasim-agha-new-yark-times-picture

بسم الله الرحمن الرحیم 
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی رسوله الأمين محمد و آله واصحابه اجمعين .
« فإن لکل قوم عيداً، وهذا عيدنا » الحديث

ګرانو او درنو هیواد والو ، وروڼو او خویندو !
تر هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو له امله مبارکي  وایم .
خدای جل جلاله دي وکړي چې دا مبارکې شپې او ورځې پر ټولو باندې د امن ، سوکالۍ او سلامتۍ په حال کې تیرې سي، او په دغو شپو او ورځو کې تر سره کړي ټول طاعات او عبادات مو د الله په دربار کې قبول او منظور شه .
درنو هیواد والو! غواړم چې یوځل بیا د لوي اختر له دې ښکلي فرصت نه په استفادې سره تاسو قدرمن مخاطب کړم او د هیواد دوروستیو پیښو او سیاسي جریاناتو په اړه  خپل نظر او خواله درسره شریک کړم . 
محترمو هیواد والو !
تاسو پوهېږئ چې زموږ په ګران وطن کې د تپل شوې جګړې د اور سوځوونکو لمبو زموږ د ژوند هره برخه متأثره کړې او د هیواد ټولو پیښو او جریاناتو ته يې جګړه ییز رنګ ورکړی دی، د خدای تعالی له فضل او کرم پرته بل هیڅ لوری نسته چې د مظلومو افغانانو زړونه ورباندې مطمئن اومتسلي شي ، بس هغه خدای جل جلاله ته به خپل مظلومیت عرض کوو او له هغه نه به د ټولو ستونزو اومصیبتونو د حل غوښتنه کوو، خو په دې هکله بايد موږ خپل اسلامي او ملي مسؤليت هم درک کړو، نو په دې وخت کې چې د هیواد ټولو ناخوالو او مشکلاتو ته که وکتل شي فکر کوم چې اساسي لاملونه او اسباب  یې زموږ افغانانو خپل منځی اختلاف او بیلوالی دی، چې افغانان په مختلفو وختونو او ادوارو کې د بېلابيلو وجوهاتو له امله له یو بل سره د وحدت او همږغۍ پرځای په تصادم او تقابل کې اوښتي او پاتې شوي دی ، بله بده خبره دا چې د نورو ولسونو لپاره دغه ډول مشکلات د هغوئ د عبرت او درس اخیستلو لامل ګرځي، خو مو‌‌ږ افغانان هغه که د ټولنیز ژوند په هره سطحه کې قرار لرو لاهم یو له بل سره په مخالفت او مقابله لګیا او بوخت يو، چې دې بې ځایه مقابلو موږ ټول د نړۍ دنورو اولسونو څخه د ژوند په مسیر کې له هرډول  علمي ، اقتصادي او سیاسي مسابقې څخه وروسته پاتي کړي يو.
قدرمنو افغانانو ! نن که زموږ ځیني خپلو نیژدې سيمېيزو هيوادونو اوګاونډیانو ته وګورو هغوئ په ډیر لنډ وخت کې د علم ، تخنیک او ترقي ډیرمهم پړاوونه طی کړل، خو زموږ هیواد سره له دې چې په تاریخي لحاظ د زرګونو کلونو قدامت لري بیاهم د نړۍ او سیمې له وروسته پاتې هیوادونو څخه ګڼل کیږي، چې د دې خوارۍ، ذلالت او مصيبت اصلي لامل هغه بي اتفاقي، کرکه او تعصب دی چې زموږ هیوادوال يې د خپلمنځي رقابتونواو ځان طلبي له امله ښکارشوي او په دې سره یې له ګاونډیانو او نړۍ والو سيالانو سره د سياسي، علمي، اقتصادي او هرراز رقابت وړتیا له لاسه ورکړې ده . 
قدرمنو وروڼو او خويندو ! عجيبه داده چې د هیوادنۍ قضیې ټول اړخونه پردې توافق نظر لري چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي ، خو د دې سره سره بيا هم موږ وينو چې د جګړې ساحه ورځ تربلې پراخیږي او هره ورځ په حد اوسط ډول په لسګونو افغانان وروڼه یو د بل په مقابل کې مړه او ژوبل کیږي .
په دې اړه زه نه پوهېږم چې د روانې  معضلې ښکېلو جنګي لوريو کله هم پردې غور کړی چې که په جګړه سره د یوجانب پر بل باندې غلبه راتللای نو په تیرو څلویښتو کلونو کې به د جګړېيز سیاست حریف لوري یو د بل په له منځه وړلو بريالي او غالب شوي وای .
لکه څرنګه چې له هیواد څخه د شوروي متجاوزینو تر وتلو وروسته مو په هیواد کې کورنۍ جګړه پیل سوه چې قربانیان یې هم افغانان او آزوغه یې هم افغانان وو.د هغه تنظیمي جګړو نتیجه دا شوه کوم حکومت چې مجاهددینو ته د ډيرو قربانيو په پايله کې په لاس ورغلی هغه د داخلي او خپلمنځي جګړو له امله  په بشپړه توګه یو ناکام، بدنام او له هره اړخه د کاره لویدلی حکومت سو .
هغه طبقه افغان ولس چې کلونه يي د شوروي تیري کوونکو په مقابل کې د مجاهدینو ملاتړ کړی و د هغوئ له بریالیتوب وروسته يې ور څخه د بیارغوني، هیواد پالني، ترقۍ او ابادۍ هیله لرله، خو له بده مرغه چې مجاهدينو د خاصي بريا او کاميابۍ پرمهال د خپلمنځي جګړو او اختلافاتو له وجې د خپل حکومت اساس په ویرانۍ، خرابۍ او تباهۍ باندې کښیښود چې په دې سره يي هم خپل جهادي حیثیت بدنامه او هم یې د ولس هیلي په ناهیلۍ بدلي کړې .
ښاغليو افغانانو ! اوس چې خارجي عسکر د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل، يوازي د امریکا لږشمير عسکر پاتي دي چې دامريکا د راغليو متجاوزو قواوو لس فيصده هم نه جوړوي، مګر له بله طرفه ګورو چې پردې مهال اوس یوځل بیا د جګړو شدت زور واخيست، پکار داوه چې دخارجي ځواکونو په وتلو او شمير کمولو سره د جګرې کچه هم ټيټدلای ځکه چې روانه جګړه د خارجيانو پر ضد او د هغوئ په مقابل کې شروع سوېده نه د افغانانوپه مقابل کې، په همدې ډول متأسفانه موږ هره ورځ  په ولایتونو او سیمو کې د جګړو په ترڅ کې د ډيرو افغانانو وروڼو د مرګ ژوبلې او په لوړه کچه دمتضرر کېدو شاهدان يو، نو که دخيل طرفونه پام ونکړي زه فکر کوم چې خدای مکړه په دې سره به نورهم په افغانستان کې  د بې هدفه جګړې غزولو عوامل ډير سي او هیواد  به مو د دوامداره ورانونکې جګړې کور سي.
محترمو ! لکه څرنګه چې اوس مهال دلته زموږ په هيواد کښې جګړه  روانه ده او په جګړه  کې و ښکیلو لورو ته مرګ ژوبله حتمي پېښېږي، خو په دې هکله موږ د جنګي اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د جنګ او جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، تر څو بې دفاع او اولسي وګړي، ملکي تأسيسات، عام المنفعه اماکن او………. هدف و نه ګرځوي چې بدبختانه کله لیدل کیږي چې ښکیل لوري  داسې سیمې په نښه کوي چې د هغوی ټول زیان ملکي خلګو ته رسیږي: د بیلګې په توګه د خارجي ځواکونو لخوا پر بندیخانو او روغتونو بمباري کول چې د دې کار د لنډ مهال راهیسي موږ په کندوز، میدان وردګو اوهلمند ولایتونو کې شاهدان يو چې په لسګونو ناروغان او بندیان  په کي مړه او ژوبل شول ، همدا ډول د نامعلومو وسله والو لخوا په کابل کې پریوي تعلیمي ادارې( افغان امريکایي پوهنتون ) باندې خونړی برید چې د یوشمیر محصلینو او استادانو د مرګ ژوبلې لامل شو.
لکه څنګه چې تعلیمي مؤسسې په ټولیزه توګه که هغه د دیني علومو مربوط وي او که د عصري علومو د هیواد د ترقي او پرمختګ مراکز دي نو باید د جنګ ښکېل لوري او ولس يې په ګډه کلک حفاظت، ساتنه او پالنه وکړي .
که موږ غواړوچې په بشپړه توګه پرځان خود کفاء او مستقل هیواد ولرو نو باید په هیواد کې د علمي او اکاډومیکو مراکزو په ایجادولو کې کوښښ وکړو، ځکه همدا مراکز د هیواد د معنوي او مادي ترقي او پرمختګ لاملونه دي .
علم او پوهه هغه وسيله ده چې هم په شرعي اوهم په دنیوي لحاظ انسان د خپل ژوند په ټولو چاروکې ورته اړتیالري . 
د دې ترڅنګ عام المنفعه تأسیسات د ټول ولس مشترک امانت دی ، باید د جګړې ښکیل لوري یې و خوندیتوب او ساتنې ته ډیره پاملرنه او توجه وکړي .
موږ همداراز د نړیوالې ټولنې او دوستو هيوادونو څخه غوښتنه کوو چې له موږ افغانانو سره  دي په افغانستان کې د تولیدي او صنعتي پروژو په ایجادولو او تمویل کې کوښښ وکړي، نه دلته د نظامي او استخباراتي وسائلو په راوړلو کې، ځکه چې هيواد مو د تيرو جنګونو په پايله کې وران سوی دی، نو اوس افغانان د جنګي الوتکو، شوبلو او جنګي تخریبي وسائلو پر ځای د بیا رغولو تولیدي او صنعتي وسائلو ته ضرورت لري.

او همدا رنګه تعلیمي مراکز، روغتونونه ، سړکونه ، پلونه ، د اوبو بندونه او تولیدي کارخاني مو د ولس د مادي او معنوي ښېرازي او ترقي ضامن او ذرائع دي ، باید ټول افغانان د هغو په ساتنه ، پالنه او رغولو کې مشترک سهم ولري، ځکه همدغه ذرائع  مو په هيواد کې د تولیدي او صنعتي اقتصاد قوه او انرژي را پیدا کوي او د اقتصادي قوې په شتون کې مو په ټولنه  کې د ترقي او پر مختګ روح پیدا کیږي چې په تدریج سره  مو د ژوند په چارو کې ستونزې ختموي اوهم مو له خپلو محیطي سیالانو سره د ترقي په صف کي دروي .
محترمو ! همدا راز که موږ د خپلو هيوادوالو د کډوالۍ و بهير ته و ګورو، نو موږ په نورو ملکونو کې هم وينو چې د نړۍ  په ځيني سيمو کې د شته مشکلاتو له وجې د ډیرو هیوادونو کډوال په پردیو هیوادونو کې پناه اخلي او اوسيږي او هلته د ملګرو ملتونو او اړونده هيوادونو د کډوالو د قوانینو او بشري حقونو مطابق چلند ورسره کیږي، خو زموږ له افغان کډوالو سره  په ځيني ملکونو کې له ټولو بشري قوانینو او کډواليو د اصولو خلاف چلند کیږي ، دوی ناحقه ځورول کیږي ، بندیانیږي او په زور له هیوادونو څخه ایستل کیږي، چې پدې اړه موږ  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او هم نورو د مهاجرینو د حقونو نړیوالو مؤسساتو ته عرض او پيشنهاد کوو چې زموږ دهيواد له مهاجرينو سره په شته ستونزو کې همکاري وکړي او خپل مسؤليت په دغه هکله درک کړي .
همدا ډول له بله پلوه د افغانستان په قضیه کې دخیل لوري هم له دې پرته چې هیواد والو ته د خپلو اختلافاتو له وجې نور ډير د مهاجرت عوامل برابر کړي، و خپل هیواد ته د مهاجرينو افغانانو د باعزته را ګرځیدلو په اړه کوم منظم  پلان او پروګرام نه لري، نو پر دوئ هم ږغ کوو چې د خپلو هيوادوالو د بيرته راستنېدو لپاره د خپل توان او قدرت مطابق لازم تدابير ونيسي . 
په اخیر کي یو ځل بیا د افغان قضیې ښکیلو لورو ته دا وړانديز کوم ! چې اسلام دوستي او ملت سازي په هرډول فعالیت کې د برترۍ او موفقیت معیار دی ،او  شخص پرستي او ځان طلبي بیا برعکس له ټولو دیني او ملي مصالحو سره په مغایرت کې دی، که څوک غواړي چې د برتري لوړو مراحلو ته ځان ورسوي هغه باید په اسلام پالنه او وطن ساتنه کې مخلص وي ، اسلامي او ملي مصالحو ته وفادار او متعهد وي.
خپل مظلوم او بې چاره اولس ته دا عرض کول غواړم ! چې په خپلو منځونو کې د وحدت او اسلامي ورورولۍ روحیه ټینګه کړئ،  خپل اولادونه پر یووالي او اتفاق وروزئ،  د لوي اختر په څیر په دا ډول دیني فرصتونو کې د دیني شعائرو د احیاء او پر خپل ځان د هغو د عملي کولو کوښښ وکړئ، اغنياء او بډايه خلک خپل د څنګ مسکینان، بې وزله او يتيمان په کومکونو سره خوښ کړئ، په خپلو ټولو کارونو کې پر الله توکل وکړئ او د ټولو مشکلاتو حل هم یواځې له الله تعالی سره دی .
والسلام عليکم ورحمةالله وبرکاته ………….

ورور مو ملااغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي تحريک د سياسي شورا پخوانی مشر

۱۳۹۵/۶/۲۱ ھــ ش

۱۴۳۷/۱۲/۹ ھــ ق

۲۰۱۶/۹/۱۱ م

comments

34 comments

  1. ناصرمحمود

    جناب اغاا صاحب. ستاسو اوافغان اولس اوٹول مسلمان امت دی اختر مبارک اوطاعات قبقل سی

  2. مولوی صاحب محترم مونگه هم تاسی ته او ستاسی محترمی کورنی ته دی زره له کومی ده لوی اختر مبارکی وایو خدای دی وکری چی شه خوشحاله اختر ولری

  3. عبدالرقیب شاولیکوټي

    دمحترم اغاصیب همدالاندې فقره به دټولوافغانانولپاره کافي که څوک پرې اعتراض لرۍ نوکولای شم ځواب يي ووايم:
    قدرمنو وروڼو او خويندو ! عجيبه داده چې د هیوادنۍ قضیې ټول اړخونه پردې توافق نظر لري چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي ، خو د دې سره سره بيا هم موږ وينو چې د جګړې ساحه ورځ تربلې پراخیږي او هره ورځ په حد اوسط ډول په لسګونو افغانان وروڼه یو د بل په مقابل کې مړه او ژوبل کیږي .

  4. طالبان به ډيرژر دسولې خواده غاړ کږه کړې

  5. محترمه تاسو هم دلوی اخترمبارکي وايو.
    سوله داور مړه کیدل دی سوله دهیواد بقا ده سوله دملت دژوند نوم ده سوله دراتلونکي نسل نیکمرغي ده ،خوجګړه بدمرغي ده که دازادۍ لپاره وي نوګټل یې شرط دي ،خوکه نوره هم ازادۍ په کړیو کې راښکیلوي نو ورکه دی شي

  6. واړه افغانانو اونړۍ والومسلمانانوته ددې مبارکې ورځې داخترمبارکي وایم الله دي دا دجګړو وروستی اخترکړي اوتاسوته دي الله پاک دیوې سولیزې لارې دبریا توانايي درکړي
    الله پاک دي زموږ له هیواد بحرنیان وشړي ترځوخپله سره جوړ شو دوی نه غواړی چی موږ سره جوړ شوګنې دامصارف که يي په سوله کې وای نو کیدای شوای چي اوس به کلونه وړاندې لاموږ دسولې په بهیرکې سره پخلاشوي وو جګړې به نه وي.

  7. رحمت الله عابد

    اولا ټول اسلامي امت ته دنیکمرغه اخترمبارکي وايي بیا یې افغان مجاهدینوته کوم چي په دې ورځ دوی داسلام په سنګرونوکې دکفارو په ضددتوپکوشپېلۍ نیولې دي،اودا دخوښۍ ورځ یې په ستړي لالهاندژوند بدله کړې ده.
    وروسته محترم تاسو ته هم مبارکي وايو اوددې پاڼې چلونکوخدمت ګارانوته هم مبارکي وایم.
    ښاغلوترڅوچي په دې هیوادکې بهرني ځواکونه وي زموږ ژوند ،حثیت ،ایمان،خپلواک اوناموس هرڅه موپه خطرکې دي دسولې په ځای دبهرنیانودوتلومهال ویش ترټولو اړین بولم.

  8. ماازهرچه مقدم ازخارجها نفرت مې کنیم چراشما به طرف خارجها اقدام نه مې کنې ایک مصبت است .
    صلح کودام کس نه مې خواهدکرد؟ ولي دشرائط اسلام وافغانیت .

  9. ضیاءالحق کندهاري

    محترم اغاصیب الله پاک دي داسولیزې هلې ځلې په بریاسره پای ته ورسوه موږ درته دعاکوو نورمسلمانان ستړي دي هغه څوک چي دسولې مخالف دي هغوی دی دقربانیانوپه کورنوپوښتنه وکړي اودا درد دي محسوس کړي دوی په کورنوکې له خپلوبچانو اومیرمنوسره سولیزژوند خوښوي ترڅوپه کورکې يي امن وي اویوه ګوله ډوډۍ په ارامې وخوري خوهیواد هم دکورپه ډول دي څوک په کورکې جګړه غواړي .
    الله مووساته داخترمبارکي تاسو اوټولو وطنوالوته وایم.

  10. خدایه هیواد ته درنه سوله غواړو

    خدایه هیــــــــــواد ته درنه سوله غواړو
    موږه له جنـــــــګه ستړي شوي یو نور
    داسې یوه ســـوله چې لږ دمه راکړي
    له دې بدرنـــــګه ستړي شوي یو نور
    ***
    خدایه هیـــــــــواد ته درنه سوله غواړو
    موږ هـدیرو ته نـور غونـــډۍ نه لرو
    زموږ په سترګو کې نور اوښکې نشته
    نورې قبرونو ته تــــــــ‎‎ـــــــبۍ نه لرو
    ***
    خدایه هیــواد ته درنه ســـــوله غواړو
    چې د بــــمو په ځای سـندرې راشي
    د هاغه ټانک په میل کې ځالې وکړي
    له موږ خفــه تللې کوتـــــــرې راشي
    ***
    خدایه هیـواد ته درنه ســــــوله غواړو
    موږه خو هم ستا بنده ګان یو ربــــه
    دي د نــړۍ دســر بـدرنګ بـد مــخي
    موږ د نـــاولو ګاونـــــــډیان یو ربـــه
    ***
    خدایـه هیـواد ته درنه ســوله غواړو
    یاقـوت مـو ولـوټي سکروټې راوړي
    زموږ د خپلې مــــــور بچي لیـوني
    څوک ېې په لپو څوک ېې څټې راوړي
    ***
    خدایه هیــــــــواد ته درنه سوله غواړو
    داسې یوه سوله چې مو زړونه یو کړي
    زمـوږ ټپونو ته ټــــــــــــکور شي لږه
    زمــوږ بــیل شوي مـــنزلـونه یـو کړي
    ***
    محمود سعید

  11. کریم لغمانی

    موږ د جګړې قرباني ملت او ولس يو. زموږ لومړنۍ اړتيا سوله ده. موږ داسي سوله غواړو چې جګړه محوه كړي. موږ داسي سوله غواړو چې زموږ په هيواد كې وروروژنه ختمه كړي. موږ د سولې تږي يو.

  12. مننه …داخترمبارکي درته وایو الله پاک دي داسي نور ډیرطالبي مشران هم پیداکړي چي دملت دګټوپه خاطرسوله غواړي.
    خو وایم :په هر صورت، پوښتنه دا ده چې سوله د جګړې له لارې امكان لري، كه د خبرو اترو او مفاهمې له لارې؟ كه سوله د جګړې له لارې رامنځ ته كېدلاى، نو موږ تر هر چا ډېره جګړه كړې، مګر بيا هم د سولې پر ځاى د جګړې لومړى درجه قرباني ملت يو.

  13. سلامونه اونیکې هیلې داخترمبارکې تاسواوټولولیدونکواولوستونکوته وړاندې کوم …ملکروڅخه هیله داکوم چي داغاصیب دپیغام هرفقره دي په ډيرغورسره وکتل شي اوهغه دي انتخاب شي چي همدا دملت لپاره دسولې پارمولې دي موږ پوهیږو چي تاسوله له کلنوکلنوراهیسي په داړ زیارایستلی هره اسانه لاره اوس تربل هرچا درته معلومه ده بیا داسي نورکسان هم ورزل شي ترڅو دالړۍ ګړندۍ پاته شي.

  14. دا ځل يوې بلي نسخې ته اړتيا ده، د سولې اوسنۍ شورا هم اغېزناكه نه برېښي. د سولې عالي شورا وايي چې د خپل فعاليت د پيل راهيسي يې تر څلورو زرو زيات مخالف وسله وال له دغې پروسې سره يو ځاى کړي، خو ولسي وګړي او سياسي شنونكي بيا وايي چې زياتره يو ځاى شوي اشخاص طالبان نه، بلكې كليوال خلك دي او يا هم د وسله والو طالبانو مخالفين دي. د سياسي شنونكو په باور، د سولې د پروسې سره يوازي د ګوتو په شمېر د وسله والو مخالفينو حقيقي اشخاص يو ځاى شوي، نور زياتره يې جعلي طالبان دي، چې يوازي د امتيازاتو په خاطر د سولې له پروسې سره يو ځاى كېږي او يو ځاى شوي زما دګومان دی چي یو طالب هم په دې پروسه کې نشته بیا ید اغاصیب دي خبرې ته ډیره توجه وکړي چي دسولې په پروسه دطالب مشرانو ونډه زیاته شي کیدای شي داستونزه ډير ژرحل شي.

  15. اند ننګرهاري

    داخترپه مناسبت ټولوافغانانوته مبارکي وایم
    ولي هغه خبرې نه شي کیدای چي سوله ډیرژر رامینځ ته کړي ،هغه پارموله زموږ ګاونډیان اومېشت بهرنیان دی دوی رښتیاغواړي افغان سرحدي پولې دي دموقت وخت لپاره بندي شي اوهوايي ځواک دي وکارول شي چي بیا سوله راځي کنه ؟هر هيواد غواړي پر طالبانو خپلې موخې وتپي، خو طالبان يې د ډېرو درنو غوښتنو په اساس تر عهده نه شي وتلاى، نو په همدې اساس دوى د افغان دولت سره سولې ته مايل شي.

  16. مولوی برهان

    اغاصیب محترم ستاسوداهلې ځلې به یوه وخت جګړمار پوی کړي چی هغوی څومره سهوه کړې وه خو دلیکنې له متن څخه مې داتوري ډیرخوښ شو:
    لکه چي اغاصیب لیکلي: همدا رنګه تعلیمي مراکز، روغتونونه ، سړکونه ، پلونه ، د اوبو بندونه او تولیدي کارخاني مو د ولس د مادي او معنوي ښېرازي او ترقي ضامن او ذرائع دي ، باید ټول افغانان د هغو په ساتنه ، پالنه او رغولو کې مشترک سهم ولري، ځکه همدغه ذرائع مو په هيواد کې د تولیدي او صنعتي اقتصاد قوه او انرژي را پیدا کوي او د اقتصادي قوې په شتون کې مو په ټولنه کې د ترقي او پر مختګ روح پیدا کیږي چې په تدریج سره مو د ژوند په چارو کې ستونزې ختموي اوهم مو له خپلو محیطي سیالانو سره د ترقي په صف کي دروي .

  17. مولوی عبدالعلیم اسحاقزی

    دلوی اخترمبارک ټول اسلامي امت ته وړاندې کو
    وروسته ښاغلی تاسو خوډیراعلی نظر ویلي مګر تاریخ داثابته کړې چي دکارخلک ډیرکم وي اودهیواد دښمنان د داسی خلک په لیری کولو کې کوشش کوي الله پاک ساتندوی شه اوبه دې لاره کې درته بریاغواړو

  18. كه اوسنى دولت د سولې لپاره د ټولو وسله والو مخالفينو په ګډون يوه پراخه، تاريخي او علني لويه جرګه جوړه كړي او په صداقت سره دې دواړه ښكېل اړخونه قرباني وركړي، په قدرت، طاقت او څوكۍ كې دې په معياري ډول ښكېلو اړخونو ته ونډه وركړي. د افغانستان اوسنۍ جګړه د ګټو او منافعو جګړه ده، كه ګټې په تساوي ډول ووېشل شي، سوله ممكنه ده، ځكه موږ تر هر چا د سولې تږي او محتاجه وګړي يو.

    موږ جګړه ځپلى ملت يو، په هر قيمت د سولې راتګ ته حاضر يو او په هيواد، وطن او ټولنه كې د سولې په واسطه د ثبات او ډاډمن امنيت طرفداره خلك يو.
    ذکی

  19. عبدالله خیروال

    لومړی تاسو ټولو لوستونکوته دلوی اخترمبارکي وايي خوصاددې پیغام لیکوال ښاغلي معتصم اغاجان صیب ته چي ولسونه پوی کوي اوهغوی ته تل دیوې سولیزې لارې رهینما يي کوي دنور و ملګروپه څیرماهم دمتن داټکي خوښ شول چي لیکي:
    محترمو ! لکه څرنګه چې اوس مهال دلته زموږ په هيواد کښې جګړه روانه ده او په جګړه کې و ښکیلو لورو ته مرګ ژوبله حتمي پېښېږي، خو په دې هکله موږ د جنګي اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د جنګ او جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، تر څو بې دفاع او اولسي وګړي، ملکي تأسيسات، عام المنفعه اماکن او………. هدف و نه ګرځوي چې بدبختانه کله لیدل کیږي چې ښکیل لوري داسې سیمې په نښه کوي چې د هغوی ټول زیان ملکي خلګو ته رسیږي: د بیلګې په توګه د خارجي ځواکونو لخوا پر بندیخانو او روغتونو بمباري کول چې د دې کار د لنډ مهال راهیسي موږ په کندوز، میدان وردګو اوهلمند ولایتونو کې شاهدان يو چې په لسګونو ناروغان او بندیان په کي مړه او ژوبل شول ، همدا ډول د نامعلومو وسله والو لخوا په کابل کې پریوي تعلیمي ادارې( افغان امريکایي پوهنتون ) باندې خونړی برید چې د یوشمیر محصلینو او استادانو د مرګ ژوبلې لامل شو.

  20. شهاب نورزي

    موږ چي ترڅو امارت نه وي راغلی ترهغوی به جنګیږو ستاسو پیغام موږ ته څه ګټه نه رسوی که په سوله کیدای شوای نوډیرکوششونه تاسو کړي خوسوله مو نه ده راوستلې موږ به یاشهادت غواړو ایاامارت .

  21. د اسلام سپڅلى او مقدس دين چې يو بشپړ اسماني قانون دى د يوه ډاډمن، سوله ايز او پرمختللي ژوند لپاره يې خورا په زړه پورې او تلپاتې لارښوونې کړي او خپل پيروان يي د سولي ،دوستۍ، همدردۍ ،برابرۍ، ميني، عاطفې او ورورولۍ په لور را بللې دې. هغه مهال چي نړۍ د جهالت او ګمراهۍ په تورو تيارو کي ډوبه وه او انسانې نسلونه د خپلمنڅي اخ و ډب، دښمنيو ، نفرتونو ، تبعيضونو او… فتنو په تروږميو کي لالهانده اوسرګردانه ؤ د اسلام ستر پيغمبر په ډاکه اعلان وکړ چي عرب په عجم او عجم په عرب او هم تور په سپين او سپين په تور کوم فضيلت او برتري نه لري مګر په تقوا سره٠ همدغه راز اسلام خپلو پيروانو ته د خيرالناس من ينفع الناس پيغام واوراوه يعنې ښه او بهترين انسان هغه څوک دى چې نورو انسانانو ته يې خير او ګټه ورسيږي ددې تر څنګ د اسلام ستر پيغمبرمسلمانانو ته د مشرانو د احترام او درناوي او په کشرانو د شفقت او مهربانۍ درس ورکړى او فرمايلي يې دي( چا چې د مشرانو احترام او په کشرانو شفقت او زړه سوى ونه کړ هغه زما له امت نه نه دى ) که چيرته داسلام همدا يو حکم په عمل کې پياده شي نو هيڅکله به ددې زمينه برابره نه شي چې سوله ايز ژوند له ګواښونو سره مخ شي او انسانان د جګړو او دښمنيو د خونړيو بلاګانو ښکار شي٠ حضرت رسول اکرم فرمايلي( کامل مسلمان هغه څوک دى چې بل مسلمان يې د ژبې اولاس له ضرر نه په امان وي) همدغه راز فرمايي له خپل مسلمان ورور سره مرسته وکړه چې هغه ظالم وي که مظلوم) چې دا ټول په حقيقت کې د يوې صالحې، نيکمرغه او سالمې ټولنې اساسي اصول او بنسټونه دي چې د بشريت خوښي، سعادت او هر اړخيزې ګټې ورپورې تړلي دي٠

  22. مولوی عتیق الله فراهي

    تاسو اوټول ولس ته مبارکي وایو..طالبان خپل مشراوزعم لري دوی باید هغه سره دسولې خبرې اترې وکړي افغان دولت څه واک لري اوپاکستان زموږ هیڅکله دوست نه دی اونه یي بولو موږ خپلواک یواوس به وګورو چي په کابل کې دوی دحکمیتارسوله څنګه انګیري اوڅه ورسره کوي.
    داګورو چي په یوه کال د دوی ترمینځ خبرې نه خلاصیږي .

  23. مجیب الرحمن .ج ک

    زمونږ جنګځپلى او کړيدلى ولس چې د څه لپاسه دوه لسيزو راهيسې په ورانونکواوخونړيو جګړو ، دښمنيو ، شخړو او خپلمنځي اخ و ډب کي ښکليل دي او د تپل شوو جنګونو په وژونکو لمبو کې سوځيږي دې ته ليواله دي چي په هيوادکي سراسري سوله، امنيت او ملي يووالي ټينګ شي او ګران هيوادوال په يو موټي او واحد افغانستان کي د سولي، سکون او سوکالۍ په فضا کي خپل ژوند پيل او دسولي له پهيرسره ملګري شي تر څو روانو وير جنو او تاوجنو حالا تو ته دپاي ټکى کيږدي او ګران هيواد يوځل بيا درڼا ګانو، ښکلا ګانو او ځلا ګاتو په کور بدل کړو٠ که مونږ دسولي، ورورولي او ملي پخلايني لار خپله کړو او دبنيان مرصوص په شان په تينګه يوبل ته دورۍ او دوستي لاسونه ورکړو نو يوځل بيا به نړي په تاريخ کي دويښ ژوندي اوسوله دو ست قوم په څير وځليږو او د ترقي، پرمختک، لوړتيا او نيکمرغۍ ګلاليو يړاوونو ته به ورسيږو
    که وطن ته سوله راشي ګلورين به جاپيرچل شي هرقدم به مينه مينه هر محل به تاج محل شي
    خوشالي به کور په کور شي رڼاګانې به خورې شي ژوند به ډک له خنداګانو هره ستونزه به مو حل شي

  24. جلال منندوی

    ښاغلي لیکوال دپاڼې چلونکو اولوستونکوته مبارکي وايو
    ای ساده ګانو اوي وطنوالو جګړه هیڅکله پای نه شي مندلای اوس داعش غواړی چي روس او چین ته مخ کړې اوبیاطالبان هم رایوځای کړي ترڅو امریکي دګټولپاره وجنګیږي خوکه دښاغلی لیکوال اغاصیب خبره سم وي چي دوی ډاډه وي هیواد سوله راشي مګر فکرنه کوم زما په خیال جګړه اوس پیلیږي صرف دافرق چي مخکې محدود وه اوس به نړۍ وال شي

  25. هغه وخت چې د خداوند متعال ګران رسول په رسالت مبعوث شو نو بشریت لپاره یې داسې دین وړاندې کړ چې تر څو چې دنیا وی د انسانانو اړتیاو ته ځواب ووایی . په مسلمه توګه هغه دین داسې دوام درلودلې شی چې د عقل ، منطق ، سولې او رحمت پر اساس ولاړ وی . قران کریم د دغه حقیقت په بیانولو کې چې اسلام د سولې ، رحمت ، پخلاینې او دوستی دین دې ، د بقرې سورې په ۲۰۸ ایت کې فرمایلی دی ، اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړې دې درست په سولې او اشتی کې راشی او له شیطانه پیروی مه کوی چې هغه د تاسو ښکاره دښمن دې ،،
    په دغه مبارک ایت کې په خداې او اسلام له ایمانه وروسته لومړنۍ سپارښتنه د سولې او اشتی فضا ته ورداخلیدل دی . جالبه د ا چې قران کریم هغه کسان چې له سولې او دوستی ځان لیرې کوی او اور بلوی ، د شیطان ًپیروکاران معرفی کوی . یعنی سوله او دوستی الهی او رحمانی کار دې او جنګ ، اور بلول او تاوتریخوالې د شیطان کار دې .

  26. اسلام په اسلامی ټاټوبی کې سوله ، ارامښت او امنیت ضروری بولی . پیغمبر عظیم الشان حضرت محمد مصطفی ص فرمایی ،
    هغه وطن چې امنیت او ښادی پکې نه وی نو خیر هم پکې نه وی .
    له دغې مبارکې وینا استنباط کیږی ، چې خوشحالی او ښادی د امنیت په سیوره کې وی او ښادی له امنیت پرته بې معنا ده .په دې سربیره هغه ټاټوبې ارزښت او برکت لر ی چې پکې امنیت وی او اصولا هیڅوک هغه هیواد ته پام نه کوی چې پکې امن نه وی .
    الله پاک دی معتصم صیب اوملګري ټول ددې لارې ډیوې کړي چي داغوره لاره ده

  27. مطیع الله بغلاني

    از انجای که اسلام دین صفا، صمیمت، اخوت، عدالت وباالاخره برنامه کامل زندگی در جامعه انسانی درابعاد
    مختلف حیات دنیوی اعم ازسیاسی، اقتصادی و… میباشد که همه امور انسانها را عادلانه وحکیمانه تنظیم مینماید. شکی نیست که حیات انساُن درطول تاریخ بشری از اثر اغراض، مادی ومعنوی همواره در تلاطم امواج کشمکش ها وجنگ های سرد وگرم آسیب پذیر بوده است. اما خداوند (ج) برای سد موانع ورفع مزاحمت های مسیر نیل به کمال ورفاه، دساتیر سعادت بخش واصلاحی را نازل فرموده چنانچه ملاحظه می شود که واژه صلح واصلاح درقرآن کریم باربار تکرارشده، بدین هدف تا جامعه انسانی درعوض کدورت، دشمنی وقتال با پیروی دقیق نظام تربیتی واخلا قی اسلام وتنظیم برنامه اصلاحی فردی، خانواد ه گی واجتماعی اش در پی ترقی، تکامل وسعادت ابدی خویش باشد که خداوند (ج) می فرماید: «وَ الصُلحُ خَیرٌ» صلح بهتر است.
    جنگ وکشمکش درهر مورد زندگی انحطاط وتباهی را ببار می آورد. بنابر این خداوند (ج) در قرآن شریف می فرماید که صلح بهتر، خوبترونیکو تراست ومصلحت همه جانبه را درپی دارد وطبعیت سلیم انسانی همواره خواهان صلح است، زیرا صلح آرامش، سکون، رفاه، ترقی، تکامل وتعالی جامعه انسانی را ببار می آورد وجنگ ببار آورنده کدورت، بخل، نفا ق، آلام گوناگون انسانی وخسارات مختلف مادی ومعنوی را درقبال دارد.

  28. معلم مجاهد

    دلوی اختردمبارکۍ په ویلوسره ټولو دوستانوته عرض وړاندې کوم چي په قران کریم کې دسولې په اړه له علماتحقیق وغواړي اوهمدا ډول دروانې جګړې په اړه دي دنړۍ له سیاسي مبصرینووپوښتي چي جګړه دچاپه ګټه تمامېدای شي.
    دې ملت که هرڅومره دسولي درسونه هم بیا ن کړي کیدای شي بې نتېجې پای ومومي ځکه چي دوی ته یواځي دحګړې ارزښت دڅو سیاسي مشرانو په ګته دځان خیرګڼلی دهغوی مشرتوب يي داسلام اوهیواد لپاره خیرګڼلي خو نه دي خبرچي څه به کیږي اوراغلي پوځونه څه غواړي.

  29. دکتور مجاور سلطان زاده

    اقامعتصم عرضي خوب کردی…وعیدسعید مبارک تان باشد وبه ملت افغان همین روز یک راه نجات است ولي که انهانه می دانستند…افزون براین طرح رسیدن به توسعه و رشد سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی در هر جامعهء و به خصوص در كشور جنگ زدهء مثل افغانستان با نقش و سهم مردمان آن قابل تحقق و عملی كردن است و در حقیقت امر، این خود مردم است كه میتواند در فرایند بازسازی و برقراری صلح در كشور شان نقش كارسازی ایفا نمایند، در غیر این صورت اگر ما منتظر آن باشیم كه بیگانه ها و به اصطلاح نیروهای حافظ صلح بین المللی كه امروز تحت عنوان حمایت از امنیت و ثبات در كشور ما حضور دارند برای استقرار صلح دایمی و انكشاف زمینه های توسعه و ثبات پایدار در افغانستان برای همیش تلاش نمایند،این خواب وخیال است و مهال.

  30. ګل احمدوردګ

    نو راشی چي نالوستي حقائق هم مطالعه کړو.
    امريکا د داعش د ځپلو په ژمنه په افغانستان کې د خپلو پوځيانو واکونه وغځول او امريکايي عسکر يو ځل بيا په کورنيو عملياتو کې ښکېل شول.
    امريکايي پوځيان په ننګرهار او هلمند کې له سره د جګړې پر ليکو او شپنيو عملياتو ورګډ شول، په ننګرهار کې يې د داعش پر ضد د ځانګړو عملياتو مورچل پرانيست.
    له دې سره په ننګرهار کې د پنځو امريکايي عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو او په لنډ ځنډ داعش د يوه امريکايي عسکر د پېژندپاڼې تر څنګ د هغو وسلو او لوجيسټيکي توکيو تصويرونه خپاره کړل چې د دوی په خبره، په ننګرهار کې يې له امريکايي پوځونو نيولي دي.
    امريکا په خپله څرګندتيا کې يوازې پر دې ټکي زور ورکړ چې عسکر يې نه دی نيولی شوی او په خپله قطعه کې رک روغ دی.
    امريکا دې ته په اشاره چې د دغو تصويرونو نېټه نه ده څرګنده، د يو ډول بې‌توپيري په ښوولو نوره څرګندتيا پلټنو ته پرېښوده.
    دوې ورځې له مخه امريکا څرګنده کړه چې په ننګرهار کې د داعشيانو په ناڅاپي بريد کې د امريکايي عسکر “رايان جي لارسون” د پېژندپاڼې تر څنګ ځينې پوځي او لوجيسټيکي توکي د داعش لاس ته لوېدلي دي.
    خو امريکا دغه پرمختيا د اندېښنې وړ نه بولي، عسکر نه دی نيولی، وسلې او نور توکي په يوه ناڅاپي بريد او بېړني حالت کې له امريکايي عسکرو پاتې شوي دي.
    يو شمېر شننونکيو لا پخوا له داعش سره د امريکا پر اړيکو خپل شک څرګند کړی او داعش يې د هغې لويې امريکايي پروژې برخه بللې چې امريکا خپلو اوږدمهالو موخو ته د رسېدو له پاره په منځنۍ اسيا په نښه کړې وه.
    خو په دې اړه کره شواهد چې له داعش سره د امريکا تړاو او پېيلتيا په زبات ورسوي، چا نه دي وړاندې کړي.
    امريکا عملاً په سوريه، عراق او لېبيا کې د داعش په ځپلو بوخته ده او په افغانستان کې يې د داعش ځپلو ته خپل هوايي او ځمکني عمليات غځولي دي.
    په دې بريدونو کې د داعش د عمومي قومندان حافظ سعيد په ګډون د داعش د سر ګڼ قومندانان وژل شوي دي.
    په افغانستان کې جنګېدونکي داعش په يو باور کې د بغدادي پر ځای د I.S.I کارنامه بلل کېږي چې د افغانستان د ثبات او ملي حاکميت پر ضد يې يو بل سنګر او لښکر پرانيستی او په پښو درولی دی.
    دا چې داعش تر اوسه د پاکستان دننه اهداف نه دي په نښه کړي، دغه باور نور هم غښتلی کړی دی، د تور تر نښتې وروسته پر کوټ او اچين د داعش بيا ځلې ورغورځېدل د داغش لکۍ د I.S.I له ښکر او لکۍ سره تړلې ده.
    يو شمېر شننونکي داعش د امريکا هغه پروژه ګڼي چې بيا يې هم د تېر په څېر پاکستان ته سپارلې او څنګه چې پاکستان د امريکا هرې لوبې ته د خپلو ګټو ورخونه ورمات کړي، دلته يې هم په دغه لوبه کې د خپلو ګټو او موخو لوری موندلی دی.
    پوښتنه دا ده چې د داعش پر ضد د امريکا له درنو، هوايي ځمکنيو بريدونو سره څنګه د خلکو له زړونو له داعش سره د امريکا د پېيلتيا شک نه‌شي وتلای؟
    دا هسې د سرچوک اوازې نه دي، يو شمېر ياد پوځي او سياسي شنونکي داعش د منځنۍ اسيا او چين پر وړاندې د امريکا نوې لوبه ګڼي.
    دا چې په افغانستان کې جنګېدونکی داعش د بغدادي د داعش برخه ده که په سيمه کې د I.S.I له‌پاره جلا موخې تعقيبوي، يا پاکستان له امريکا سره د نوې لوبې له‌پاره رامنځ ته کړی، ډېر څه ويل کېدای شي.
    د داعش لاس ته د امريکايي وسلو په لوېدو شنونکيو د دغو وسلو سر غوڅ يا ګريس‌بند راز را برسېره کړی چې په لوی لاس داعش ته د دغو وسلو د ورسپارلو ماجرا په ګوته کوي.
    دا داسې وسلې يا مهمات نه دي چې امريکايي عسکرو نه‌شوای ورسره لېږدولای، ګويا له ناکامه دې د داعش لاس ته لوېدلي وي.
    پخواني ولسمشر حامد کرزي له وړاندې په چورلکو کې د جګړه‌مارو د لېږد خبره راپورته کړې وه، خو دغه حقيقت يې څرګند نه کړای شو چې څوک دغه جګړه‌مار لېږدوي، چورلکې د چا دي، د افغانستان فضا د چا په واک کې ده، دی يې څنګه مخه نه‌شي نيولای؟
    اوس په ارزه کې د پاکستانۍ چورلکې بېړنۍ ناستې د الوتکو د پټ ماموريت يو بل راز او اندېښنه راپورته کړه.
    امريکا هماغسې پټه خوله ده، په عرف او شريعت کې پټه خوله د اقرار په مانا ده.
    امريکا ښايي د اخوانيانو، مجاهدينو او القاعده تجربه تکرار نه کړي، داسې خو نه ده چې روس ـ چين او ايران په طالبانو کې او پاکستان ـ امريکا په داعش کې د خپلو ګټو او موخو نوي درکونه لګولي وي؟
    هر افغان د خپل هېواد راتلونکي ته اندېښمن دی، د جګړې سنګر او د سياست ډګر دواړه د نويو ترينګلتياوو بړبوکيو را ايسار کړی، سياسي لوبو د سياسي جنګ تودوخه لوړه کړې، خو له حکومته د خپل‌منځي سيالي او ګټو د کشمکش پېريان نه دي پورته شوي. که دغه پېريان پورته نه کړای شول، افغانستان په خپلو پښو نه‌شي درېدای.
    ګل احمد وردګ دیوې نامعلومې مسلماني ټولنې له پاڼه درته لیکم.

  31. احمدالله قانع

    دوردګ صیب معلومات چي له ځای یې راټول کړې رښتیاهم حقائق بللای شو،خودلته داغاصیب موضوع یواځي دهیواد په ثبات اوسوله راچورلیځ شوې ده باید کتونکی داسي څه په کمېنټ ولیکي چي لوستونکي موضوع هم حیره نه کړي ځکه چي همدا موضوع ډیره اهمه ده رانه خفه نه شی.مننه
    خوزمانظردسولې لباره چي ښاغلي اعاصیب کوم تجویذوړاندې کړی هغه ډیرې ښې پایلې لرلای شي خوکه پلی شي اودیوه کراماتي انډول په ډول ورته وکتل شي چي دې کې نه یواځي دښکېلوجنګي ډلو ګټې خوندې دي بلکې ولسي زیان او راتلونکي نسل ته په کې ډيرځای ورکړل شوی دی.

  32. در روابط بین الملل، نیازها و مسائل امنیتی، اقتصادی، مبادلات فرهنگی، معاهدات بین المللی و جریان های سیاسی و . . . می تواند زمینه ساز روابط دو یا چند کشور و یا افزایش نقش و نفوذ یک کشور در کشور دیگر شود. این اصل در روابط بین افغانستان و پاکستان نیز صادق بوده و می­توان عنوان داشت که پاکستان از مهمترین بازیگران عرصه تحولات افغانستان طی سالهای اخیر است و حضور این کشور در روند مذاکرات صلح بین دولت افغانستان و طالبان، با توجه به جایگاه مهمی که در افغانستان به لحاظ منافع و روابط گسترده­ای که با طالبان و شبکه حقانی دارد جایگاه ویژه­ای را به پاکستان داده که همین موضوع باعث شده آمریکا و افغانستان برای به نتیجه رساندن مذاکره با طالبان رایزنی­های جدیدی را با مقامات پاکستانی آغاز کنند تامسئله مذکور شوده اقای معتصم حل وفصل شود نه بجاصلحه اختلافات همجانبه ایجاد شود.

  33. در هر صورت واقعیت دیگر اینست كه كشورهای توسعه طلب بیرونی و به ویژه برخی همسایه های افغانستان همانطوریكه هیچ گاهی نخواسته كه امنیت و آرامش لازم در كشور ما استحكام یابد و همواره رسیدن به خواسته های مورد نظر شان را در بحـــران و نابسمانیهای این كشـــور دانسته اند، امروزه هم چنان از روند بد امنی ها و بی ثباتی ها حمایت و با موضع گیریهای ظاهراً مسالمت آمیز شان تلاش دارند تا با نقش آفرینی وحمایت از مخالفین امتیازوسهم خویش را ازجامعهء بین المللی دریافت نمایند. بنأ توقع مردم ودولت افغانستان ازكشورهای همسایه اینست كه به مداخلات استیلاگرانه وخصمانهء خود درمورد كشورما نقطهء پایان دهند وباید به اساس حسن روابط همجواری ،داشتن روابط نیك همسایگی، داشتن دین، معتقدات وارزشهای كلی مشترك رامدنظرگرفته درآوردن صلح وامنیت دركشورما صادقانه گام برداشته وهمكاری نمایند. در غیر آن پیوسته حمایت ازتروریزم، دهشت افگنی وایجاد بی ثباتی دراین كشور به هیچ وجه به نفع آنها تمام نه خواهد شد. به این دلیل كه حالا همه پی برده اند ومیدانند كه بانی اصلی نا امنی های ا افغانستان كشور مذبور است وآن كشورتا اكنون هیچگاهی به این ساده گی ها نخواسته در افغانستان صلح و ثبات پایداربیاید و گرنه مشكل تأمین امنیت، ثبات و آوردن صلح دركشور ما این قدر پیچیده و عمیق نمی گردید. از این رو بر مردم ما نیزاست كه با محور قرار دادن مصالح و منافع ملی در یك همكاری مشترك با تلاش های كمیسون شورای عالی صلح در آوردن صلح وامنیت دایمی در كشورخویش نقش فعال و دوامداری را ایفأ نموده و نگذارند دشمنان حسود شان بار دیگرروند آوردن صلح وآشتی ملی را كه زمینه سازحیات اجتماعی تمامی اقشاركشوراست خدشه دار نمایند.

  34. مننه محترم اغا صیب اختر دې تاسو ته هم مبارک وي او الله پاک دې وکړي چې نور زمونږ ملت د غفلت له خوبه را بیدار او د ځان طلبۍ او خپل غرضۍ نه د ولس غم خورۍ او وطن دوستۍ پر لوري را وا وړوي او د هېواد ورانولو منفي سوچ او فکر یې د هېواد جوړولو پر مثبت سوچ بدل شي ، تر څو افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبولي او ودانولو ته یې په شریکه مټې را ونغاړي او بالآخره یې د سیالانو په صف کې و دروي .

خپله تبصره ولیکې

. *

*