تازه خبرونه
Home / سلایډر / د سوريې مسلمان ولس لپاره د غم اختر

د سوريې مسلمان ولس لپاره د غم اختر

نن سبا د نړۍ ټولو مسلمانانو د لوی اختر په خوشالیو کې خپل مسلمان سوري ولس ندی هېر کړی ، چېرته چې ډیکټاټور واکمن (بشاراسد) د روسیې ، ایران ، لبناني حزب الله او نورو کرایي ملېشو په مرسته ، د اختر له را رسېدو څخه لا وړاندې د خپل مسلمان ولس بچي د څارویو په څېر قرباني کړل ، د هغوی بورې میندې ، کونډې او یتیمان اوس د اختر د خوشالیو پر ځای د خپلو خپلوانو پر مرګ ویر او ماتم کوي .

دغه مهال مو د روسیې او امریکا تر منځه په سوریه کې ، د 7 ورځیني اوربند خبر وا ورېده چې د سوریې حکومت هم ورسره توافق کړی او ځینو هېوادونو یې تود هرکلی کړی دی ، خو دلته دا پوښتنه را منځته کېږي ، چې آیا ډیکټاټور اسد او د هغه غم خواره ملګري روسیه ، ایران او نورې کرایي ملېشې به د دغه اوربند هم داسې خیال وساتي لکه څرنګه یې چې تر دې نه وړاندې په وییانا کې د ترسره شوی اوربند خیال ساتلی ؤ ؟ .

هسې خو د ټولې سوریې وګړي د سولې او اوربند غږ ته ډېر خوشالېږي او بیا په ځانګړي ډول د حلب او ځینو نورو ښارونو چې شپه و ورځ تر هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې ژوند تېروي ، نه یې مکتب بې بمباره پاتې شوی ، نه کلی کور او نه روغتون او دغه بې یاره و مددګاره وګړي نور د هېڅ ډول بمباریو زور نه لري ، د دغو بمباریو پر وجه یې هر څه له لاسه ورکړي ، نو ځکه اوس ورباندې د اوربند غږ خوږ خوږ لګېږي ، خو بیا چې کله د دغو بې مخو ، ناروا چوټو او ظالمانو وعده خلافي ور په زړه شي ، نو د اسد له دغسې درواغجنو اوربندونو څخه یې زړه مات او د شکونو ښکار و ګرځي چې له دې کبله د مخالفینو ویاندې بسمه قضماني الحیات ورځپاڼې ته ویلي ، چې باید د دغه اوربند د مراعاتولو په غرض څه تضمین کېښودل شوی وای ، تېري کونکو ته هم سزا ټاکل شوې وای او دغه خبره یې د موافقې لپاره د سولې د عالي کمېټۍ له رئيس ریاض حجاب سره شریکه کړې وای .

او بل داچې که چېرې داریا او المعضمیه (الغوطه الغربیه) سیمو ته وکتل شي ، چې لا دوه کاله وړاندې یې د سوریې له رژیم سره د اوربند تړون لاسلیک او په سیي توګه عملي کړی ؤ ، خو اسد بیا هم غواړي چې دغه او داسې نور ښارونه د ځان لپاره خالي او وګړي یې بل ځای ته کډه کړي ، نو اوس به پر دغه نوي اوربند څرنګه عمل وکړي ، چې نه پکې کوم تضمین کېښودل شوی او نه تېري کونکي ته کومه سزا ټاکل شوې .

که چېرې د بشار اسد دغو کړنو او نقشې ته په غور سره وکتل شي ، نو سړي ته دا جوتېږي چې اسد دا خبره ښه درک کړې ، چې په یوه داسې هېواد یې واکمني ناشونې ده ، چې ولس یې ځینې وژلی او ځینې نور یې کډوالۍ ته مجبوره کړی وي ، اوس نوموړی دا کوښښ کوي چې دمشق ته نږدې هغه سیمې ، چې لا تر اوسه پورې پکې د ده واکمني برحاله ده د ځان لپاره بېله او تر خپلې واکمنۍ لاندې یې راولي ، بل دا چې د امریکا او روسیې د اوسني اوربند د تړون تفصیلات تر ډېره بریده پټ پاتې دي ، چې دغه کار د شک کونکو شک نور هم زیاتوي .

او له دې نه پرته د امریکا د سولې ځانګړي استازي د روسیې موقف او دریځ ته سر ټیټ کړی او د پنټاګون مسئولین هم له روسیې سره د استخباراتي مالوماتو له راکړې ورکړي تنګ راغلي ، خو د اوربند په پروسه کې له دومره شکونو سره سره بیا هم ، د سوریې د حکومت مخالفینو د سولې او اوربند هرکلی کړی ، دا ځکه چې د روسیې او حکومتي بمباریو ، محاصرو او تحمیلي لوږې له لاسه تر پوزې راغلي دي ، روسیې تر اوسه پورې لا داسې نوې وسله نده جوړه کړې چې په سوري ولس یې نه وي آزمویلې ، اور بلونکي ، نېپام او کلور کېمیاوي بمونه یې ټول ورباندې وغورځول ، نو دغسې مظلوم ولس که د یوه سات لپاره هم له بمونو بې غمه کېږي ، هغه اوربند به د خپل مجبوریت پر اساس هم قبول او هر کلی به یې وکړي ، خو بیا هم که چېرې په دغه تړون کې امریکا او روسیې ، د اسد پر واک د پاتې کېدو پتي سره پاخه کړي وي ، بیا هم د سوري ولس لپاره له سره د قبول وړ ندی ، ځکه چې د خپل ولس وژونکی او د هېواد ورانونکی هېڅکله هم ، خپل ولس ته سوکالی او هېواد ته ابادي نشي راوړلای او سوري ولس نور په سوریه کې د ده واک نشي زغملای ، که اسد په خپله خوښه له واکه نه لرې کېږي ، نو سوري ولس به یې په زور له واکه ګوښه کړي .

لیکنه : رنده تقی الدین .

ژباړه : سیف الدین صابر په لږ تصرف سره .

المصدر : الحیات ورځپاڼه .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*