تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د امریکا او اسرائیل ترمنځه د نظامي وسایلو د مرستو ستر تړون لاسلیک شو

د امریکا او اسرائیل ترمنځه د نظامي وسایلو د مرستو ستر تړون لاسلیک شو

واشنګټن ـ فرانس پرس ، العربیه . نت :

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړی ، چې امریکا او اسرائیل پر یوه لوزنامه اتفاق کړی ، چې د 2019 او 2028 کلونو تر منځه به امریکا اسرائیلو ته د ملیاردونو ډالرو په قېمت نظامي وسایل ورکوي او نن د چهارشنبې  په ورځ به دواړه هېوادونه په رسمي توګه دغه تړون لاسلیک کړي .

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر خپل خپاره شوي بیان کې ویلي ، چې د دغه تړون پر اړه پر ټولو خبرو توافق شوی او ویل شوي چې د امریکا په تاریخ کې به دغه تر ټولو نه زیاته پوځي مرسته وي چې امریکا یې له اسرائیل سره کوي ، د مرستو د قېمت پر اړه څه تفصیلات ندي ورکړل شوي ، خو داسې ښکاري %d9%84%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d8%b1%d8%a7%d8%a6%db%8c%d9%84%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%85%d8%b1%d8%b3%d8%aa%d9%88-%d8%aa%da%93%d9%88%d9%86چې د ملیاردونو ډالرو په قېمت به وي .

د مرستو پر اوسني تړون به تر 2018 کال څخه وروسته عمل پیل شي ، د اسرائیلو لومړی وزیر له امریکا څخه غوښتنه کوي چې تر لسو کلونو پورې باید هر کال امریکا اسرائیلو ته د 3 ملیاردو پر ځای د 5 ملیاردو ډالرو پوځي مرستې ورکړي .

نتنیاهو پر دې خبره تاکید کړی چې د ایران نړیوال ایټمي تړون د تنفیذ له پیل سره سم ، باید امریکا اسرائیلو ته په پوځي مرستو کې ډېر زیاتوالی راولي ، د ایران نړیوال ایټمي تړون تنفیذ به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشتې کې پیلېږي .

د دغه تړون پر اړه د نتنیاهو او اوباما د حکومت ترمنځه د کمزورو او سړو اړیکو پر مهال خبرې اترې ترسره شوېدي .

ویل کېږي چې د 2007 کال د مرستو دهغه تړون له قېمت څخه چې له 2009 کال څخه تر 2018 کال پورې ټاکل شوی ؤ ، د دغه تړون د مرستو قېمت له هغه نه له 24 ملیاردو نه تر 30 ملیاردو پورې زیات دی .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*