تازه خبرونه
Home / تازه خبر / جیمي کارټر : امریکا یو ځل بیا د توکمیزو اختلافاتو پر لور روانه ده !

جیمي کارټر : امریکا یو ځل بیا د توکمیزو اختلافاتو پر لور روانه ده !

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د امریکا پخواني ولسمشر ښاغلي جیمي کارټر ویلي ، داسې ښکاري چې امریکا یو ځل بیا د توکمیزو اختلافاتو پر لوري حرکت کړی او له دیني شخصیتونو څخه یې غوښتنه کړې تر څو د دغې فتنې مخه و نیسي .

پخواني ولسمشر دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ هغې غونډې ته وکړې ، کومه چې د تورپوستو او سپین پوستو کلیساؤ د یو والي پر موخه په اتلانتا کې جوړه Former US President Jimmy Carter Deliver A Lecture on Guinea Worm Eradicationشوې وه .

ښاغلي کارټر ویلی ، چې ځینې سپین پوستي مشران د توکمیزو اختلافاتو پېښو د لیدو پر مهال د دې لپاره خاموشي غوره کوي ، تر څو په ټولنه کې خپل حیثیت له لاسه ور نکړي .

نوموړی په خپلو خبرو کې هر وخت د سیاسي بریاؤ اساسي عامل عقیده بولي ، جیمي کارټر اوس 91 کاله عمر لري او د امریکا د جورجیا آیالت په خپل پلرني پلینز ښار کې ، د کلیسا لخوا په جوړو شویو ښوونځیو کې د ښوونکي دنده ترسره کوي .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*