تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د منهاټن په چاودنه کې تورن کس افغان توکمه امریکایي دی

د منهاټن په چاودنه کې تورن کس افغان توکمه امریکایي دی

ابو ظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د امریکا د څېړنو فیډرالي ټولنې ( اف بي آی ) د دوشنبې په ورځ د منهاټن په چاودنه کې د تورن کس تصویر خپور کړی او ویلي یې دي چې نوموړی محکمې ته مطلوب دی .

د منهاټن چیلسي سیمې په چاودنه کې شکمن کس افغان توکمه امریکایي دی ، نوم یې احمد خان رحامي ، عمر یې 28 کاله اود نیوجیرسي ایالت د الیزابت ښار %d8%af-%d9%85%d9%86%d9%87%d8%a7%d9%bc%d9%86-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%db%90-%d8%b4%da%a9%d9%85%d9%86-%da%a9%d8%b3اوسېدونکی دی ، چېرته چې د دوشنبې ورځې سهر مهال د رېل ګاډي په تم ځای کې ، په یوه کڅوړه کې چاودېدونکي توکي موندل شوي ؤ .

د اف بي آی ادارې په بیان کې راغلي چې دغه موندل شوي چاودېدونکي توکي ، د  منهاټن په چاودنه  کې له کارول شویو توکو سره مشابهت  او ورته والی لري .

د نیویارک پولیس د رحامي د نیولو هڅه کوي او د څېړنو فیډرالي ادارې پر دغه اړه په نیوجیرسي ایالت کې یو کور هم تلاشي کړی ؤ .

څه موده وړاندې د نیویارک مسئول ښاغلی پیل ډپلوسي ویلي ؤ ، چې د شنبې ورځې د منهاټن چلسي سیمې ماښامنۍ چاودنې له وېره اچونې سره تړاو درلود .

همدارنګه نوموړي د ټوېټر پر خپله پاڼه لیکلي چې څېړونکو په پېښه کې شکمن کس مالوم کړی ، چې هغه احمد خان رحامي دی .

په یاده چاودنه کې تقریباً 29 کسه ټپیان شوي ؤ .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*