تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا : د جاسوسي الوتکې غورځېدو پېښه کې 1 پیلوټ ټپي او بل وژل شوی

امریکا : د جاسوسي الوتکې غورځېدو پېښه کې 1 پیلوټ ټپي او بل وژل شوی

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې ، د امریکا هوایي ځواک ویلي چې د دوی یوه « یو 2 » جاسوسه الوتکه ، د تمریناتو پر مهال د سه شنبې ورځې سهر Iraq To Allow U-2 Spy Plane Surveillanceمهال په کالفورنیا کې غورځېدلې ، چې په پایله کې یې پیلوټ ټپي او بل وژل شوی دی .

د امریکا هوایي ځواک وایي ، چې پیلوټانو له الوتکې د سټر کاونټي په غیر مسکونه سیمه کې ځانونه غورځولي ، دغې ادارې د پېښې پر اړه له نورو تفصیلاتو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې د پېښې پر اړه څېړنې روانې دي .

الوتکه یو ماشین لری او د لوکېډ مارټن کمپنۍ جوړه ده .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*