تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د جنوبي کوریا په فضا کې 2 امریکایي بم غورځونکې الوتکې لیدل شوې

د جنوبي کوریا په فضا کې 2 امریکایي بم غورځونکې الوتکې لیدل شوې

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د چارشنبې په ورځ دوه بم غورځونکې امریکایي الوتکې ، د جنوبي کوریا په فضا کې لیدل شوې ، د سبتمبر میاشتې په 9 نېټه د شمالي کوریا له اېټمي آزموینې را SKOREA-NKOREA-US-MILITARY-NUCLEARوروسته ، دا دویم ځل دی چې امریکایي الوتکې د جنوبي کوریا په فضا کې په الوتنه لیدل شوې .

رویټرز خبري اژانس ویلي چې یوه الوتکه ، د جنوبي کوریا له پلازمېنې سیول څخه 40 کیلومتره لرې پر یوه هوایي ډګر ناسته کړې .

شمالي کوریا د سبتمبر میاشتې په لومړیو ورځو کې خپله پنځمه او تر ټولو ستره اېټمي ازموینه ترسره کړه او تر هغه نه وړاندې یې د اېټمي سرګولولو لېږدونکو بالیستیکي میزایلو ازموینې هم ترسره کړې وې .

چې دشمالي کوریا دغه ازموینې د نړیوالې ټولنې له لوري په کلکه سره غندل شوې وې او نړیواله ټولنه اوس په پام کې لري چې پر پنګیانګ باندې نوي نړیوال بندیزونه ولګوي .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*