تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا : پولیسو د واشنګټن د بریدګر تصویر خپور او هویت یې اعلان کړ

امریکا : پولیسو د واشنګټن د بریدګر تصویر خپور او هویت یې اعلان کړ

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د واشنګټن ایالات پیرلنګټن ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ ، د هغه بریدګر تصویر او د هویت تفاصیل خپاره کړل ، چې د دغه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې یې په خلکو ډزې برسېره کړې وې .

د سکای نیوز خبریال د را پور له مخې ، بریدګر ارکان جیتین 20 کلن ترک توکمه امریکایي دی .

%d8%af-%d9%88%d8%a7%d8%b4%d9%86%da%ab%d9%bc%d9%86-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af%da%ab%d8%b1د واشنګټن فیډرالي محکمې دفتر اعلان وکړ ، چې نوموړی د پیرلنګټن ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د امریکایي پولیسو له لوري نیول شوی دی .

پولیسو تر دغه وړاندې ویلي ؤ ، چې نوموړي بریدګر د جمعې ورځې ماښام مهال په یوه سوداګریز مرکز کې ، 4 مېرمنې په ډزو وژلې وې او یو کس یې ټپي کړی ؤ .

پولیسو ویلي ؤ چې د برید په لومړیو مرحلو کې 3 مېرمنې وژل شوې وې او دوه کسه ټپیان ؤ خو یوه مېرمن څه موده وروسته د ټپونو پر وجه مړه شوه او د مړو شمېره 4 کسانو ته پورته شوه .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*