تازه خبرونه
Home / تازه خبر / فلپیني ولسمشر یو ځل بیا اوباما ته بد رد ویلي

فلپیني ولسمشر یو ځل بیا اوباما ته بد رد ویلي

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه :

د فلپین ولسمشر ښاغلي « روډ ریګو ډوټیرتي » یو ځل بیا امریکایي ولسمشر اوباما ته سپکې سپورې ویلې او هغه یې جهنمي بللی دی .

واشنګټن د فلپیني حکومت پر هغو کړنو او قانون نیوکې کړې ، کومې چې دغه حکومت د نشیي توکو پر استعمالونکو او قاچاق کې ښکېلو کسانو پر ضد ترسره PHILIPPINES-MILITARY-DIPLOMACY-DUTERTEکړې وې او پر دغه وجه فلپیني ولسمشر یو ځل بیا په اوباما پسې خوله خلاصه او سپکې سپورې یې ورته و ویل .

ښاغلي ډوټیرتي د سه شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې په اروپایي ټولنه هم نیوکې وکړې او زیاته کړه ، چې اروپایي ټولنه باید تر مرګ نه وروسته د خپلې پاکونې پر غرض جهنم ته ولاړه شي او جهنم تر خولې پورې ډک کړي .

څه موده وړاندې هم فلپیني ولسمشر اوباما ته ولد زنا او حرامي ویلي ؤ ، چې وروسته یې بیا بښنه وغوښته .

فلپیني چارواکو په نشیي توکو کې د ښکېلو کسانو پر خلاف پراخ عملیات پیل کړي ؤ ، چې تر 300 نه زیات کسان پکې و وژل شو او د فلپین دغه کار په لوېديځه ټولنه کې د بشري حقونو پر اړه اندېښنې را ولاړې کړې .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*