تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د عاشوراء ورځې دیني او تاریځي حیثیت !

د عاشوراء ورځې دیني او تاریځي حیثیت !

ان الحمد لله نحمده و نستعینه و نستغفره و نستهدیه و نعوذ بالله من شرور انفسنا و من سیئات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له و من یضلله فلا هادی له و نشهد ان سیدنا و مولانا محمد و علی آله وصحبه و من دعا بدعوته و نصح لأمته و جاهد فی الله حق جهاده أما بعد :

عاشوراء کومې ورځې ته ویل کېږي او له تاریخي حیثیته څه اهمیت لري ؟

قال الامام النووي رحمه الله : عاشوراء و تاسوعاء اسمان ممدودان ، هذا هو المشهور في کتب اللغة ، قال اصحابنا : عاشوراء هو الیوم العاشر من المحرم ، و تاسوعاء هوالتاسع منه و به قال جمهور العلماء … و هو ظاهر الأحادیث و مقتضی اطلاق اللفظ ، و هو المعروف عند أهل اللغة (المجموع) .

امام نووي رحمة الله علیه فرمایلي ، چې عاشوراء او تاسوعاء د ژبپوهانو پر اند ، په الف ممودوده اوږده شوي دوه نومونه دي ، چې عاشوراء د محرم میاشتې لسمې او تاسوعاء د همدغې میاشتې نهمې نېټې ته ویل کېږي ، په همدې خبرې جمهورو علماؤ اتفاق کړی ، له احادیثو نه هم همداسې مالومېږي ، د لفظ یا کلیمې اطلاق ورباندې سیي کېږي او د ټولو ژبپوهانو په اند هم همدغه مانا ورڅخه اخیستل کېږي .

او دا یو داسې اسلامي نوم دی ، چې په جاهلیت کې په دغه نامه نه و مشهور (کشاف القناع 2 ج صوم المحرم) .

و قال ابن قدامه رحمه الله : عاشوراء هو الیوم العاشر من المحرم و هذا قول سعید بن المسیب و الحسن لما روی ابن عباس ، قال « امر رسول الله صلی الله علیه وسلم بصوم یوم عاشوراء العاشر من المحرم » رواه الترمذي و قال حدیث حسن صحیح .

ابن قدامه رحمه الله فرمایلي : چې عاشوراء د محرم الحرام میاشتې لسمې نېټې ته ویل کېږي ، چې د سعید ابن المسیب او حسن هم همدا رایه ده ، لکه څرنګه چې له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې : پیغمبرعلیه السلام د عاشورې ورځې په روزه امر کړی یعنې د محرم الحرام میاشتې د لسمې نېټې .

د دغې ورځې د روزې غوروالي پر اړه هم ډېر نبوي احادیث راغلي ، عن ابن عباس رضی الله عنهما قال : « مارأیت النبی صلی الله علیه وسلم یتحرّی صیام یوم فضله علی غیره الا هذا الیوم یوم عاشوراء و هذا الشهر یعني شهر رمضان » رواه البخاري 1867 و معنی یتحری أی : یقصد صومه لتحصیل %d8%b9%d8%a7%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7%d8%a1-%d9%88%d8%b1%da%81ثوابه و الرغبة فیه .

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی ، ما پیغمبر علیه السلام ندی لیدلی چې د یوې ورځې روزه یې د بلې ورځې پر روزه غوره ګڼلې وي ، مګر د عاشوراء ورځې او یا یې هم د یوې میاشتې روزه د بلې میاشتې پر روزه غوره ګڼلې وي ، مګر د رمضان میاشتې روزه .

همدارنګه په یوه بل حدیث پاک کې راغلي ، قال النبي صلی الله علیه وسلم « صیام یوم عاشوراء اني احتسب علی الله أن یکفِّر السنة التي قبله » رواه مسلم 1976 ؛ پیغمبرعلیه السلام فرمایلي زه له الله جل جلاله څخه هیله او امید لرم ، چې د عاشورې ورځې په روزه به د تېر کال ټول ګناهونه راته معاف او وبښي .

هغه مهمې او تاریخي پېښې چې د عاشوراء په ورځ رامنځته شوېدي :

1 ـ په دې ورځ الله پاک جل جلاله ادم علیه السلام ته بښنه او معافي کړې ، الله پاک فرمایلي : « وعصی ءادمُ ربه …» د شیطان اشارو او لارښونو له ادم علیه السلام څخه هغه وعده هېره کړه چې له الله پاک سره یې کړې وه ، چې دغه بوټی به نه خورئ ، شیطان په خپل وسواس ادم علیه السلام دوکه کړ او الله تعالی له جنت څخه را و اېستل ، بیا ورته الله پاک دغه ذکر ور وښوده «ربنا ظلمنا أنفسنا و ان لم تغفر لنا و ترحمنا لنکونن من الخاسرین » ای پرودګاره مونږ په دغه کار له خپل ځان سره ظلم او زیاتی وکړ ، که ته مو و نه بښې او رحم راباندې ونکړې ، نو مونږ به تاوانیان شو ، په بل آیت کې الله پاک فرمایي : « فتلقی ءادم من ربه کلماتٍ فتاب علیه انَّه هو التَّوَّابُ الرَّحیم » ادم علیه السلام له الله پاک څخه څو کلیمې زده کړې او د هغو پر ذریعه ورته الله پاک بښنه وکړه ، بې شکه الله پاک توبه قبلونکی او رحیم ذات دی .

2 ـ په همدغه ورځ الله پاک د نوح علیه السلام کښتۍ له ډوبېدو څخه خوندي وساتله :

نوح علیه السلام لومړی پیغمبر دی ، چې الله پاک یوه کافر قوم ته را استولی ؤ او تر 950 کاله وعظ و تبلیغ وروسته ، د دغه قوم له ایمان راوړو څخه ناهیلی شو ، نو الله پاک ته یې دعا وکړه چې ما نور له دغه کافر قوم څخه خلاص کړه ، نوح علیه السلام د الله پاک د وحیې او لارښونې په رڼا کې یوه ستره کښتۍ جوړه ، د ځمکې پر سر یې له ټولو ژوندي سرو څخه یوه یوه جوړه پکې سپاره کړل او تر توپان ختمېدو وروسته ، د نوح علیه السلام کښتۍ پر جودي غره و درېدله ، لکه څرنګه چې الله پاک په ډېرو مختصرو ټکو کې دغه کیسه بیان کړې او فرمایلي یې دي « و قیل یا ارض ابلعي ماءکِ و یا سماء اقلعي و غیضَ الماءُ و قُضِیَ الأمر و استوت علی الجودیِّ و قیل بعدا للقوم الظالمین » هود سورت 44 آیت ، ځمکې او اسمان ته و ویل شو چې خپلې اوبه را خوشې کړئ ، څه موده وروسته اوبه بېرته کمې شوې ، د کفارو د ورکولو قضیه پای ته و رسېده ، کښتۍ پر جودي غره و درېدله ، نوح علیه السلام شکر و اېسته او ویې ویل چې لرېوالی دې وي کافر قوم ته .

3 ـ په دغه ورځ الله پاک موسی علیه السلام او بني اسرائیل ، د فرعو پر ډوبولو د ده له ظلمونو څخه خلاص کړل :

کله چې په مصر کې د فرعون سرکشي خپلې وروستۍ اندازې ته و رسېدله ، الله پاک جل جلاله ورته موسی او هارون علیهما السلام را واستول ، له ډېر وعظ او بلنې سره سره د نوموړي کبر او لویې ورځ تر بلې نوره هم زیاتېده ، تر دې پورې چې د خدایي دعوی یې وکړه ، موسی علیه السلام ورته نهه معجزې وښودلې له هغه سره یې بیا هم ایمان ورباندې را نه وړ ، بالاخره موسی علیه السلام دا پرېکړه وکړه ، ترڅو له ټولو بني اسرائیلو سره یوځای له مصر څخه هجرت وکړي ، مګر فرعون له خپلو پوځونو سره په هغوی پسې تر شا ورغی ، خو کله چې نیل سمندر ته و رسېدل الله پاک ورته حکم وکړ ، چې په خپلې کونټۍ سره نیل ته ټس ورکړه ، د موسی علیه السلام د کونټۍ په ټک سره په سمندر کې 12 کوڅې جوړې شوې او ټول بني اسرائیل روغ رمټ له دغه سمندر څخه پورېوتل ، فرعون هم د دوی تر شا او هغو لارو کوڅو کې په سمندر ور ګډ شو ، خو کله چې نیمایي ته ور و رسېده الله پاک ورباندې سمندر را روان ، دی یې پکې ډوب او بني اسرائیل یې د تل لپاره د ده له شره په امان کړل .

4 ـ په دغه ورځ الله پاک جل جلاله یونس علیه السلام ته د ماهي له خېټې څخه نجات ورکړ:

یونس علیه السلام الله پاک د عراق موصل ته نږدې ، د نینوی سیمې استوګنو ته چې شمېر یې یو لک یا تر هغه لږ زیات ؤ را واستا ؤ ، یونس علیه السلام دغه قوم ته 33 کاله تبلیغ وکړ ، تر دغې مودې تبلیغ او وعظ نه وروسته ، د الله پاک جل جلاله له حکم څخه پرته او مخکې له دغه کلي څخه و وت ، خو کله چې په کښتۍ کې کېناست ، کښتۍ چې کله له ساحل څخه ښه لرې شوه ، هماغلته و درېده او پر یوه لوري یې هم حرکت نه کا ؤ ، کښتۍ چلونکي و ویل : زما په کښتۍ کې چې کله د بادار له اجازې څخه پرته کوم غلام د تېښتې سفر کوي ، دا چل ورباندې کېږي او پر وړاندې نه ځي ، یونس علیه السلام پر ځان پوه شو ، چې زه د بادار له اجازې پرته را وتلی یم ، سپرلۍ ته یې و ویل : چې ما سمندر ته ور خطا کړئ ، هغو ته خو د ده صلاح او ښه والی مالوم ؤ ، نو یونس علیه السلام ته یې و ویل ، چې نه تاسو نه یاست خو ځه پچه به واچوو چې د چا را وختله هغه به اوبو ته وغورځوو ، پرله پسې 3 کرته د یونس علیه السلام پچه را وختله او اوبو ته یې وغورځاؤ او ماهي تېر کړ ، یونس علیه السلام له دباندې څخه ډول ډول اوازونه اورېدل ، د الله پاک له لوري وحیې ورته وشوه چې دا د ماهیانو د ذکر اوازونه دي ، دغه مهال نوموړي الله پاک ته رجوع وکړه او د دغې دعاء پر لوستو یې پیل وکړ : « … لا اله الاَّ انت سبحانک اني کنت من الظالمین » او تر څه مودې ځنډه وروسته الله پاک د نوموړي دعاء قبوله کړه او ماهي ته یې امر وکړ ، چې په وچه ځمکه یې وغورځوي او په دې ډول الله پاک ورته د ماهي له خېټې څخه نجات ورکړ .

5 ـ په دغه ورځ د یونس علیه السلام د قوم توبه قبوله شوې :

یونس علیه السلام الله پاک په عراق کې نینوی سیمې ته را استولی ؤ ، په دغه کلي کې څه د پاسه یولک خلک اوسېدل او د یوه بت عبادت به یې کا ؤ چې نوم غشار ؤ ، یونس علیه السلام دغه قوم ته دعوت ورکړ ، چې د بتانو عبادت پرېږدي او د یوه خدای چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي د هغه عبادت وکړئ ، خو د هغوی غوږ ته چندان د یونس علیه السلام خبره نه ټېټېدله ، یوه ورځ ورته یونس علیه السلام وفرمایل ، چې په ډېره نرمۍ مې 33 کاله تبلیغ درته وکړ ، خو ستاسو غوږ ته خبره نه ټېټېږي او که چېرې مو زما دعوت و نه مانه ، نو 40 ورځې باد به الله پاک درباندې عذاب راولي ، هغوی د یونس علیه السلام په خبرو مسخرې وکړې او ورته ویې ویل : که چېرې مو د عذاب نښې نښانې ولیدې بیا به ایمان راوړو .

تر دې خبرې نه وروسته هم یونس علیه السلام 35 ورځې خپل قوم ته تبلیغ وکړ ، یوه شپه د یونس علیه السلام قوم په خپلو کې مصلحت سره وکړ ، چې یونس علیه السلام ډېر صالح انسان دی او هېڅکله یې هم دروغ ندي ویلي که چېرې دی و تښتېده ، نو بیا د عذاب راتګ حتمي او لازمي دی او که پاتې شو نو بیا عذاب نه راځي ، کله چې شپه شوه یونس علیه السلام دا خبره ښه او غوره وګڼله چې له نینوی څخه و وځي ، خو نوموړي د الله پاک امر ته انتظار ونکړ او له نینوی څخه و وت ،  یونس علیه السلام له نینوی کلي څخه لا دومره نه و لرې شوی ، چې پر کلي د عذاب نښې نښانې ، تورې ورځې او ګردونه را ښکاره شول ، خلکو چې کله د عذاب نښې نښانې ولیدې ، یقین یې راغی چې عذاب راتلونکی دی ، د یونس علیه السلام په لټه کې شول خو هغه یې پیدا نکړ ، ټول نر ، ښځې ، واړه ، زاړه او حیوانات یې ټول دښتې ته را و اېستل ، ټول یې جدا جدا سره و درول او الله پاک ته په زاریو شول ، الله پاک ته یې خپله عاجزي ښکاره کړه او د یونس علیه السلام له یوه مخلص امتي څخه یې پوښتنه وکړه چې عذاب را نږدې شو ، مونږ ته څه په کار دي چې ویې وکړو تر څو الله پاک را څخه دغه را روان عذاب بند او مونږ ته نجات را کړي ، هغه ورته و ویل : ءامِنوا بالله و رسوله و توبوا ، و قولوا : « اللهم انَّ ذنوبنا قد عظمت و جلَّت ، و انت أعظم منها و أجل ، افعل بنا ما انت أهله و لا تفعل بنا ما نحن اهله » ای پرودرګاره زمونږه ګناهونه ډېر درانه او ستر شول ، خو ته زمونږ تر ګناهونو ډېر عظیم او ستر یې ، له مونږ سره هغه معامله وکړه ، د کومې چه ته اهل یې او هغه معامله مه را سره کوه ، د کوم چې مونږه اهل یو ، د یونس علیه السلام قوم پر یوه الله پاک ایمان راوړ د خپل پیغمبر (یونس علیه السلام) تصدیق یې وکړ او الله پاک را استول شوی عذاب ورڅخه بېرته ستون کړ او دغه ورځ د عاشورې مبارکه ورځ وه .

6 ـ په دغه ورځ الله پاک جل جلاله سلیمان علیه السلام ته د ټولې نړۍ پاچایي ورکړې :

سلیمان علیه السلام ته الله پاک داسې پاچایي ورکړې وه ، چې د ځمکې پر سر ټول مخلوق د ده تابع ؤ ، خو بیا یې هم یوه ذره کبر او لویي نه کوله ، د اوربشو ډوډۍ به یې خوړله ، خپل رعیت یې ټول ښه خوشاله ساتلی ؤ او داسې نه ؤ لکه د نن سبا پاچایان چې د کبر ښکرې یې په اسمان لګېږي ، خپل رعیت او ولس ته د یوه مېږي هومره اهمیت هم نه ورکوي ، د ولس سوکالي او خوشالي له خپلې سوکالۍ او خوشالۍ څخه قربانوي ، چې دی ښه موړ وي د ولس پروا هم نه کوي ، چې دی په ښه کور بنګله کې ژوند کوي د ولس په کیسه کې هم نه وي ، ځینې خو پاچایان هم نه وي ، خو بیا یې هم له پاچا څخه پاس ځوړندوي او د 28000 ډالرو په قېمت خو یوازې دریشي اغوندي .

7 ـ په دغه ورځ الله پاک ایوب علیه السلام ته شفا ورکړې وه :

د عاشوراء په همدغه ورځ باندې الله پاک د ایوب علیه السلام ناروغي ختمه کړې وه او ور څخه اخیستي نعمتونه یې ټول بېرته ورکړي ؤ .

8 ـ په دغه ورځ د ذات الرقاع غزوه ترسره شوې او پیغمبر علیه السلام په کفارو بری ترلاسه کړی ؤ .

د هجرت په څلورم کال پیغمبر علیه السلام له خپلو 700 جنګیالیو ملګرو سره ، د نجد سیمې له بنو محارب ، بنو ثعلبة او بني غطفان قبیلو څخه ، د غچ اخیستنې پر موخه له مدینې منورې څخه و وت ، کومو چې له پیغمبر علیه السلام سره خیانت کړی ؤ او 70 کسه دعاة او حافظان یې قتل کړي ؤ ، کله چې کفار د پیغمبر علیه السلام په راوتو خبر شول ، خپل کورونه ښځې او ماشومان یې تر شاه پرېښودل او غرونو په تېښته و تښتېدل ، له جنګ نښتلو پرته الله پاک خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته بریا ور په برخه کړه او له فتحې و بریا سره بېرته مدینې منورې ته را وګرځېده .

9 ـ د پیغمبرعلیه السلام د زړه ټوټه حسین رضی الله عنه په همدغه ورځ شهید شوی:

د هجرت په 61 کال د محرم الحرام میاشتې په لسمه نېټه ، د جمعې په ورځ د عراق په کربلا سیمه کې ، یوه ستره غمګینه ، زړه بوګونونکې ، خپه کونکې واقعه او ستر مصیبت پر مسلمان امت را نازل شو ، چې هغه د پیغمبر علیه السلام د خواږه لمسي او زړه ټوټې حسین رضی الله عنه د شهادت واقعه وه ، نوموړی د 56 کالو په عمر د شهادت لوړ مقام ته و رسېده ، د فضیلت پر اړه یې ډېر زیات نبوي احادیث راغلي ، پیغمبر علیه السلام فرمایلي : «الحسن و الحسین سیدا شباب اهل الجنة» راوه الترمذي ، و احمد و الطبراني ، حسن او حسین رضی الله عنهما د جنتي ځوانانو مشران اوسیدان دي ؛ پیغمبرعلیه السلام ورته دعا کړې «اللهم اني احبهما فأحِبَّهما» ای پروردګاره زه له دوی سره مینه کوم ته هم له دوی سره مینه وکړه ، په بل حدیث پاک کې راځي « هما ریحانتای من الدنیا » رواه البخاري ، دوی دواړه زما لپاره په دنیا کې د ریحان ګلونه دي .

د پیغمبر علیه السلام نازولي د شهادت کیسه ډېره اوږده او له غمه ډکه ده ، چې د ټولې کیسې لیکل به موضوع ډېره اوږده کړي ، نو ځکه مو مختصره یادونه وکړه .

لیکنه : سیف الدین صابر

مصادر : دارالفتوی.اورګ . عربي ؛ طریق الاسلام . نت ؛ قصة الاسلام او الاهرام وېبپاڼې .

comments

One comment

  1. ماشاءالله الله پاک دی آجر عظیم درکری گرانه
    دیر په زره پوری معلومات مو وراندی کری

خپله تبصره ولیکې

. *

*