تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / اسلام ښيګڼې د ښېګڼو دین دی

اسلام ښيګڼې د ښېګڼو دین دی

په دې کې هیڅ شک نشته چې اسلام یو اسماني دین دی، د هیڅ یو امت لپاره داسې کامل او شامل دین نه و او نه به پيدا شي، نه په مخکینیو انبیاؤ علیهم السلام باندې د دې په شان دین نازل شوی، سبب یې دا دی چې اسلام د ټولنې لپاره یو عام دین دی؛ بلکې د ټولو بشري او انساني ټولنو د غوره نظام جوړولو او په مخه وړلو صلاحیتونه الله جل جلاله په کې ایښي. او د ټول عالم لپاره داسې شامل او پوره دی چې اجتماعي او اخلاقي مصالح په پوره معنی په کې موجود دي، دلته د اسلام ځينې ښېګڼو ته اشاره کوو:
اول: د اسلام سپيڅلي دین د غوروالي راز په نورو دا دی، په دې دین کې خالق لایزال هر څه په پوره ډول بیان کړي، لکه: هغه حالات چې د الله جل جلاله او انسان په منځ کې دي، بیلګه یې په لمانځه، روژه، زکات او حج کې لېدل کیږي. او یا عام شیان چې د بنده په ګټه وي لکه دا چې: د بنده د نظافت او پاکوالي په منظور الله جل جلاله د جنابت، جمعې او اخترونو په غسل باندې امر وکړ. یا یې د اوداسه په اړه یوازې د ځينې اندامونو وینځلو باندې امر وکړ. دا په هغه وخت کې چې یو انسان د پنځه وخته لمنځو اداء کولو اراده وکړي.
اسلام پوره او بشپړ دین دی، د ګوتې ایښودلو (انتقاد) ځای نه شته پکې، ځکه الله (ج) د مسلمانانو لپاره خوښ کړی، الله عزوجل وايي: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا). یعنی: نن ما ستاسې دین، ستاسې لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ. او ستاسې لپاره مې اسلام ستاسې د دین په توګه منظور کړ. د مایده سورت (۳) ایت.
دوهم: اسلام د هغه کارونو کول روا او شریعت وګرځولو کوم چې د انسان فطرت د هغه کول غواړي لکه: ختنه (سنتول)، د بریتو اخیستل، د نوکانو غوڅول، د تخرګ ویښتان لرې کول، مسواک وهل، د شرمګاه ویښتل خریل. الله عزوجل انسانان په فطري ایمان سره پيداکړي دي.
دریم: اسلام په جمعو او اخترونو کې د ښایسته جامو اغوستل او په ښه هیئت او شکل ګرځيدل یو ښه کار بللی. (د شرعي اصولو مطابق ښایسته کالي اغوستل نه د کفري لباس غوندې).
څلورم: اسلام د انسانانو اخلاق، خوی او کړه وړه برابر کړي دي؛ نو په معاملاتو کې یې په رښتیا ویلو، په عقدو او وعدو کې یې په وفا امر کړی دی. د زنا، شراب څښل، غیت، قذف، جاسوسي، په درواغو ګواهي ورکول او په احکامو کې تحریف کول د دې پریښودل یې واجب کړي. اسلام انسانان ښو خویونو ته رابولي او له بدو یې ایساروي. له عایشې رضی الله عنها څخه چا وپوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق څه شی و؟ هغې ورته وویل: «قران کریم یې اخلاق و» یعنی په قراني احکامو یې ځان ښایسته کړی و.
پنځم: اسلام د مسلمانانو لپاره لوی ویاړ او د خوښۍ لامل دی؛ ځکه پخوانیو امتونو ته زمونږ د دین په څير دین نه و رالیږل شوی، که چیرې مسلمانان د اسلام احکام، لارښوونې، اوامر (امرونه) او نواهي (بندیزونه) د خپلو پخوانیو غوندې ټينګ پلي کړي، نو خامخا به ډيره ترقي او پرمختګ وکړي. او د نیکمرغو وګړیو له ډلې به شمیر شي. ځکه ترقي او پرمختګ په اسلام کې دی په اسلام پرېښودنه او ډيموکراسي پلي کونه کې نشته. ولې چې اسلامي نظام د ژوندانه په هر ډګر کې الهي لارښوونې لري. نن چې مسلمانان وروسته پاتې دي خپلو اسلامي اصولو ته یې شا کړې ده. ترقي او پرمختګ، نیکمرغي او خوښي په وضعي قوانینو کې لټوي.
شپږم: اسلام د شتمنو او غنیانو خلک په مالونو کې د فقیرانو او مسکینانو لپاره په زکاتونو او کفاراتو کې برخه ټاکلې ده. اسلام یو ښکلی اقتصادي نظام لري. چې د نړۍ یو اقتصادي نظام او ازم هم نشي پسې رسېدای، نور ازمونه ټول ناقص او نیمګړي دی. مونږ په اقتصادي چارواکي بل یوه نظام ته هم اړتیا نه لرو. کله چې عشر، زکات، خراج او جزیه په سم ډول راټولېدل او تقسمیدل نو په یوه ولایت کې هیچا هم د زکات مال ته لاس نه اوږدولو. یعنی د ټول ولایت هستوګن شتمن وو او زکات یې نه اخیست.
اووم: اسلام حج د دې لپاره فرض کړی چې تر څو د اسلامي امت مسلمانان په مکه مکرمه او مدینه کې راغونډ شي، د حج مناسک ادا کړي او د خپلو ستونزو څخه یو بل خبر کړي. یو له بله ثقافتي، علمي، اخلاقي او دنیوي ګټې ترلاسه کړي. یو تر بله پېژندګلوي سره وکړي، اسلام نور واړه واړه اجتماعات هم روا او جایز کړي دي، لکه د جمعې او اخترونو د لمونځونو په مهال راټولېدل.
اسلام ټولنیز او اجتماعي دین دی، په غارونو، سمڅو او نورو سوړو کې د پټ کیناستو دین نه دی. کوم رهبانیت چې یهودو او عیسویانو دود کړی اسلام د هغه غندنه کوي او مسلمانان مساجدو ته رابولي.
اتم: اسلام د معاملاتو احکام هم په بشپړه توګه بیان کړي، د اخیستلو، خرڅولو احکام یې روښانه دی څه غموض نشته په کې، د سود، ګروي، قرض، اجاري، شراکت، حوالي او عاريي احکام او قوانین اسلام په واضح ډول بیان کړي سود یې حرام کړی، په قرض، ګروبي، اجاره او نورو کې چې سود شبه وي هغه یې هم منع کړی دی، الله انبیاؤ علیهم السلام او مسلمانانو ته د پاکو خوړو امر کړی دی. اسلام د قرض ورکولو لور ته هڅونه کوي، څو وګړي له سوده پاکه روزي وخوري او پور ورکونکی هم اجر ترلاسه کړي.
نهم: اسلام د کورونو او کورنیو د جوړیدو څرنګوالی او کیفیت په وضاحت سره ښودلی چې د کورونو او کورنیو د ګټور کېدو لپاره کوم بنسټونه په کار دي، له دې امله یې نکاح او واده کولو ته انسانان هڅولي، بلکې امر یې ورته کړی. د نکاح د تړلو او ماتیدلو او ماتولو قوانین او شرطونه یې ښه تشریح کړي، دا یې هم څرګنده کړې که چیرې هغه مطلوب شرطونه په ځای نشي نکاح باطلیږي، په ځينو حالاتو کې زنا او په بعضو کې زنا ته نژدې شي. په نکاح کولو کې د دواړو لوریو (هلک ــ پيغلې) رضا لازمه ده له هغه پرته نکاح نه صحیح کیږي. اسلام په حجاب او پرده باندې امر کوي. تر څو د نسل حفاظت وشي، بدګوماني له منځه لاړه شي او د انسان زړه او ضیمر په راحت شي.
اسلام د حیا دین دی ځکه بې ستري غندي، ستر او حجاب د مسلمانانو ګاڼه او زیور ګڼي، د وروسته پاتې کېدا لامل او سبب یې نه بولي.
لسم: اسلام د جنایاتو (یو پر بل تیري کولو) هم بشپړ وضاحت کړی، لکه: قصاص اخیستل، که د یو نفس وژلو کې وي یا د یو اندام په تلفولو کې وي. د دې اړوند ټول ضروري او اړین شرطونه یې بیان کړي.
الله عزوجل په قصاص اخیستلو کې د انسانانو ژوند پټ کړی، که یو قاتل د حکومت له اړخه د ټولو شرایطو په پوره کولو سره قصاص شي، یعنی ټول اسلامي اصول په پام کې ونیسي او بیا قاتل قصاص شي، نو له هغه وروسته څوک د قتل اراده نه کوي، بلکې وایې چې زه هم د هغه پلاني په څير قصاصیږم. اسلام د بې ځایه وینې تویولو مخه نیسي.
نور بیا …
لېکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*