تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / حضرت ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه

حضرت ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه

Ashaba د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم (۱۲) ترونه وو، چې دوو یې عباس رضی الله عنه او حمزه رضی الله عنه ایمان راوړی و، ابو طالب ایمان رانه وړ خو د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مرسته او ملګرتیا کوله، اما دریو زامنو یې د ایمان خوند څکلی و او لوڼه یې هم په اسلام مشرفي شوي وي. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو تره حارث نومېده هغه ایمان رانه وړ، د هغه یو زوی و چې ابو سفیان یې باله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي ورور و، چې دواړو د حلیمې سعدیې رضی الله عنها شیدې رودلې وې. او له ورورلي پرته یې هم ډېر خوږ او نژدې ملګری و.
کله چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په نبوت مبعوث شو، لومړی یې پټه بلنه او بیا ښکاره بلنه پیل کړه، خو له ابو سفیان بن حارث سره بخت یاري ونه کړه او له ایمان راوړلو څخه پاتې شو، ډېرو خلکو ایمان راوړ؛ خو د ده نصیب تر ډېره مهال ویده و. رسول الله صلی الله علیه وسلم (۱۳) کاله په مکه مکرمه کې تبلیغ وکړ، ډېر کسان د ایمان له خونده برخمن شول، بیا یې مدینې منورې ته هجرت وکړ، چې هلته هم ګڼو انسانانو اسلام راوړ، د مکې د مشرکانو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر منځ درې مشهورې غزاګانې هم وشوې، په لومړۍ غزا (بدر) کې مسلمانانو ستره سوبه وګټله ډېر غنیمتونه یې ونیول اویا مشرکان یې ووژل او اویا یې بندیان کړل. ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه هم د مشرکانو په صف کې یادې غزا ته راغلی و.
د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځ هم څو غزاګانې وشوې، چې ټولې د یهودیانو په ماته پای ته ورسیدلې. د هجرت په اتم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې د فتح کولو هوډ وکړ، هلته مکه مکرمه کې مکه وال هم خبر شول چې: مسلمانان مخ په مکه مکرمه رادرومي، نو ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه خپلې میرمنې ته وویل: «ما در رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره ډېره سخته دښمني کړې، هغوی مکې ته راننوزي ما به هیڅکله پرېنږدي غوره داده چې له خپلې کورنۍ سره کوم لور ته وتښتم». نو میرمنې یې ورته کړه: «ټول خلک ډلې ډلې په اسلام کې داخل شول او ته لا تر اوسه پورې بې برخې ګرځې؛ ورځه او ایمان راوړه» دې خبرې اوریدو سره د نوموړي په ژوند کې ژور بدلون راغی له خپل زوی جعفر رضی الله عنه سره مخ په مدینه منوره روان شو ابوآء نومي ځای ته چې ورسیده، له لس زریز نبوي لښکر سره مخامخ شو، په مخ یې نقاب راکش کړ، ویل یې هسې نه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له رسېدو مخکې مې څوک ووژني!!! ابو سفیان او زوی یې (جعفر) دواړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور مخامخ شول، خو هغه مخ ترې واړاو، بیا مخ ته ورغی، هغه بیا مبارک مخ ترې وګرځولو درې ځله یې داسې وکړل، بیا یې د شهادت کلمه په زوره وویله، نو مخ یې ورته راواړولو او علي رضی الله عنه ته یې وویل چې په شرعي طریقه اودس پرې وکړه، هغه اودس ورباندې وکړ او رایې وست نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علی رضی الله عنه ته وویل اعلان وکړه چې: زه له ابو سفیانه راضی یم، تاسې هم ترې خوښ شئ! دا اعلان د نوموړي په هکله تر هر څه ستر اعلان و، ځکه هغه څوک ترې راضي شو، چې ټول عمر یې د هغه په دښمنۍ کې تېر کړی و، اوس یې د الله جل جلاله طاعت او عبادت ته یې ملا وتړله، تر هر چا مخکې به په جومات کې ناست و، ټول وخت یې د الله جل جلاله په عبادت کې تېرولو.
ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه هم له نبوي لښکر سره مکې ته ننوت، له هغه وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حنین غزا ته لاړ، په یاده غزا کې یو ځل داسې وخت راغی چې: د مالک بن عوف نضري تر قوماندې لاندې مشرکانو په مسلمانانو د غیشو باران جوړ کړ، چې مسلمانانو په دې مهال ابو سفیان بن حارث رضی الله عنه د ابوبکر، عمر، علي، عباس رضی الله عنهم او نورو څو تنو سره یو ځای د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ پاتې شول. د الله جل جلاله نبي صلی الله علیه وسلم په لوړ اواز وویل:
انا نبی لا کذب انا ابن عبدالمطلب
زه نبي یم درواغ نه دي، زه د عبدالمطلب زوی یم.
زما خواته راشئ نو صحابه کرام رضی الله عنهم د ده لور ته راغلل، صفونه منظم شول، د مشرکانو خلاف غزا پيل شوه، مسلمانانو سوبه وګټله او هغوی ماتې وخوړه. مسلمانانو په دې غزا کې بې شمیره غنیمتونه تر لاسه کړل.
حضرت ابو سفیان رضی الله عنه له اسلام راوړلو وروسته د الله جل جلاله د دین احکامو عملي کولو ته ملا وتړله، له خپل مرګ درې ورځې وړاندې یې د ځان لپاره قبر جوړ کړ، کله چې وفات کېده خپلوانو یې ژړل نو ده ورته وویل: مه راپسې ژاړئ له اسلام راوړلو وروسته مې داسې کار نه دی کړی، چې الله جل جلاله پرې خپه شي. د هجرت په شلم کال وفات شو او عمر رضی الله عنه د ده د جنازې لمونځ وکړ.
رضی الله تعالی عنه
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*