تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د محمدي بعثت رڼاوې

د محمدي بعثت رڼاوې

د حضرت عیسی علیه السلام له ولادت، بعثت او پورته اسمان ته ختلو نه وروسته ډېر ژر د هغه راوړی اسماني دین او تر هغه مخکې د حضرت موسی علیه السلام اسماني دین تحریف شوی و، هر څه یې پیروانو په بل مخ اړولي و، دواړه اسماني کتابونه د هغه وخت عالمانو د خپلو غوښتنو موافق برابر کړی و. او دواړه اسماني دینونه په شرک تبدیل شوي و، همداراز د بودا له خیټې راوتلی بودایزم لنډه دا چې اسماني دینونه او همداشان وضعي او د انسانانو له خوسا افکارو مرتب شويو ادیانو خپل اصلیت له لاسه ورکړی و. د ابراهیم خلیل الله لارښوونې هم د هغه پیروانو پریښې وي د ګوتو په شمیر تابعداران یې په مکه مکرمه کې درلودل. نور په ټوله نړۍ کې جهل او تورتم و، د هیچا ژوند هم خوندي نه و، په مکه مکرمه کې هم مشرکانو هر ډول نادودې ترسره کولې.
د جهل او ناپوهۍ له امله هرې خوا ته چور، چپاول و، قتل او قتال و، غلا او زنا اوج ته رسېدلي و، لارې شوکول عام و، چې په پایله کې به یې ازاد او اصیل خلک د غلامۍ په زنځیرونو تړل کېدل استقلال او حریت ترې تروړل کېدل، چې ښه بیلګه یې حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه دی. جاهلو او ناپوه وګړیو د شرم او عار له امله خپلې لوڼه ژوندۍ خښولې او ځينو به د فقر او غریبۍ د ویرې له امله اولادونه وژل. (چې همدا فکر اوس هم شته ډیر ناپوهان وايي: د ډېر اولاد پوهنه، روزنه او پالنه سخته ده). د دې ټولو ناخوالو او نادودو د ختمولو لپاره الله جل جلاله د وروستۍ زمانې د نبي او رسول الله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پيدایښت او ژوکړې وخت رانژدې کړ، د حضرت عیسی علیه السلام د ژوکړې څخه (۵۷۰) کاله تېر شوي، چې د تیارو ختمونکي او د رڼاګانو خپرونکی د ربیع الاول میاشتې په «۱۲» نیټه د دوشنبې په ورځ د سپېده داغ په مهال د عبدالمطلب کره نړۍ ته تشرییف راوړ.
هوکې! هغه رسول چې عیسی علیه السلام یې د ژوکړې بشارت ورکړی و، هغه د عبدالله بن عبدالمطلب او آمنه بنت وهب په کور کې تولد شو، پلار یې د د له ژوکړه وړاندې په مدینه منوره کې وفات شوی؛ خو مور یې د ده د پيدایښت په مهال عجیبې او غریبې رڼاګانې ولېدلې، د خپل نازولي زوی شهادت کلمه لوستل یې هم واوریدل.
د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب په خپل لمسي د بیت الله طواف وکړ، نوم یې محمد پرې کېښود، چې دا نوم پخوا په مکه والو کې دود نه و، د بنو سعد قبیلې حلیمې سعدیې رضی الله عنها ته یې د رضاعت لپاره ورکړ، چې د هغې کور یې له برکتونو ډک کړ، د هغې وچه رمه بیرته په شیدو کولو راغله، هماغلته یې شق الصدر وشو، چې رضاعي مور بیرته خپلې مور ته راوړ، د ده د عمر په شپږ کلنۍ کې هغې مدینې منورې ته یوړ، هلته یې څه وخت تېر کړ او د بیرته راتګ په مهال یې ګرانه مور په (ابوآء) کې وفات او دی (محمد صلی الله علیه وسلم) له ام ایمن سره مکې ته راغی، چې د عمرپه اته کلنۍ کې یې محبوب نیکه عبدالمطلب هم له نړۍ سترګې پټې کړې او پالنه یې تره ابوطالب په غاړه واخیستله. ابوطالب یې له دولسو ترونو څخه یو ګران او محبوب تره و، هغه ډېر نازاو، په دولس کلني کې یې له ځان سره شام ته د سوداګریز سفر لپاره بوتلو، چې د بحیری راهب په وینا یې بیرته مکې مکرمې ته راستون کړ.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دولس کلنۍ کې د مکه والو وزې او میږې څرولې. د خپل ژوند په ۲۵ کلنۍ کې د خدیجې رضی الله عنها مال د تجارت لپاره شام ته یوړ، چې ښه ګټه یې په کې وکړه، کله چې له سوداګریز سفره راستون شو؛ نو خدیجې رضی الله عنها د واده کولو بلنه ورکړه، چې ده له ترونو سره له مشورې کولو وروسته د هغې دعوت قبول او نکاح یې ورسره وکړه، چې له ابراهیم څخه پرته نور ټول اولاد یې له نوموړې څخه وو. د ده عمر (۳۵) کال و، چې قریشو بیت الله شریف دوباره ودانولو، کله یې چې د هغه چارې پای ته ورسولې د (حجر اسود) د ایښودلو په سر یې شخړه ترمنځ راغله، خبره جګړې ته ورسېدله؛ خو د محمد صلی الله علیه وسلم په ښه تدبیر هغه ستونزه حل شوه. همدارنګه په ټولنیزو چارو کې یې برخه اخیستله له خپلو ترونو سره یې د حلف الفضول په تړون کې ګدون وکړ. د هغه مبارک عادت و چې د رمضان میاشت کې به د حراء غار ته تللو او هلته به یې د واحد الله جل جلاله عبادت کولو، کله یې چې عمر (۴۰) کاله شو په نوموړي غار کې جبرائيل علیه السلام ورته راغی او د علق سورت لومړني ایاتونه یې پرې نازل کړل، په دې سره محمد صلی الله علیه وسلم د ټول بشر لپاره د رسول په توګه راولیږل شو؛ څو بشر د جهل له تورتمه د رڼاګانو لور ته راوباسي او هر ډول نارواوې ختمې کړې.
محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې ابوبکر صدیق رضی الله عنه، خدیجة الکبری رضی الله عنها، علی کرم الله وجهه، زید بن حارثه رضی الله عنه او ام ایمن رضی الله عنها ایمان راوړ، وروسته ډېر نارینه او ښځینه د ایمان له خوند او لذته برخمن شول او خپل کورونه یې د اسلام په رڼا وړانګن کړل. اما د جهل او تورتم په ګردونو کې راګیرو مشرکانو له مؤمنو مسلمانانو سره دښمني پيل کړه، د ډول ډول عذابونو او شکنجو باران یې پرې جوړ کړ؛ خو د ایمان په رڼا مستو مسلمانو ټول تعذیبونه ومنل او له ایمانه وانه وښتل.
د مکې مکرمې د مشرکانو له ازار رسولو څخه د رڼاګانو لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم خوندي نه وو، په بیت الله شریف کې د لمانځه په مهال یې د هغه په مبارک څټ باند د اوښ لری ورواچولو. مشرکانو له هغه نه د سازش او معاملې غوښتنه وکړه، د هغه تره ابوطالب ته یې ډول ډول وړاندیزونه وکړل، څو د توحید له بلنې لاس واخلی؛ خو اولو العزم رسول محمد صلی الله علیه وسلم هر څه رد کړل او د توحید دعوت یې جارې وساتلو؛ نو د مکې د مشرکانو له خوا عام شلون ورسره وشو یعنی په بنوهاشم هر اړخیز بندیز ولګیده. اما پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام د ظالمانو ظلمونو ته تسلیم نشول.
هوکې! د مشرکانو د ظلمونو په نتیجه کې مسلمانانو دوه ځله حبشې ته هجرت وکړ چې د هغه هېواد د پاچا له ښه برخورد سره مخامخ شول، یعنی ښه ژوند یې په برخه شو، چې په دې سره د مشرکانو غیظ او غضب څو چنده شو؛ خو هوډیالي ابوطالب او حضرت خدیجې رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره هر ډول مرسته او خواخوږي کوله، څو د بعثت په لسم کال هغو دواړو له نړۍ سترګې پټې کړې، په رسول الله صلی الله علیه وسلم د غمونو امبار جوړ شو، د دې کال نوم یې عام الحزن (د عام کال) کېښود، طائف ته د دعوت لپاره لاړ. اما د طایف وګړیو بد چلن ورسره کړ. خو ده له خپل هدفه لاس وانه خیست، د دې بد چلن په مقابل کې الله جل جلاله د معراج په سفر ونازولو او پنځه وخته لمونځونه یې پرې فرض کړل.
مدینه منوره چې پخوا یې یثرب باله هلته انصار او یهود میشت وو، یهودو به ویل چې د وروستۍ زمانې نبي راتلونکی دی، هغه څوک بریالی دی چې پیروي یې وکړي؛ نو انصار په دې انتظار چې د هغه ظهور وشي او پيروی یې وکړي، هماغه و چې د مکې مکرمې په غرونو کې د محمدي بعثت څرک وواهه او په لږ وخت کې تر مدینې منورې او حبشې پورې ورسیده. د حج او عمرې لپاره بیت الله ته خلک راتلل رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغو ته ورتللو او د توحید دعوت به یې ورکولو، د بعثت په لسم کال له مدینې منورې څو تنه د بیت الله زیارت ته راغلل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې لیده کاته وشول، ورپسې کلونو کې نور کسان د بیت الله حج ته راغلل، په اسلام مشرف شول، نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې بیعتونه وکړل، مدینې منورې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرام رضی الله عنه ور مهاجر شول. هلته د مسلمانانو ــ مهاجرینو او انصارو ــ ترمنځ د اخوت او ورورولۍ تړون وشو، له یهودو سره هم یوه معاهده وشوه. مسلمانانو د اسلام د خدمت لپاره ملاوې وتړلې.
د مکې مشرکان هم ارام نه و ناست، خو مسلمانان هم تل د تیارسئ په حال کې وو، د مکه والو قافله شام ته لاړه چې بیرته له هغه ځایه راوګرځيده مسلمانان د هغه د راتاوولو لپاره ورووتل؛ خو ابو سفیان رضی الله عنه قافلې ته نجات ورکړ، د مشرکانو او مسلمانانو ترمنځ د بدر په میدان کې جګړه وشوه، (۷۰) مشرکان مړه او (۷۰) تنه د مسلمانانو په لاس بندیان شول، غزا د مسلمانانو په بری سره پای ته ورسیدله. د هجرت په (۳) کال د احد په میدان کې جګړه وشوه، چې د حمزه رضی الله عنه په ګډون (۷۰) تنه مسلمانان په کې شهیدان شول. همداشان د هجرت په پنځم کال د خندق غزا پېښه شوه چې د مسلمانانو په فتح پای ته ورسیده، د هجرت په شپږم کال د حدیبې د سولې تړون له قریشو سره لاسلیک شو، مسلمانانو سخت شرایط ومنل خو تر شا یې الله جل جلاله د فتحې او بري زیری ورکړ. إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا.
د هجرت په اووم کال د یهودانو خلاف د خیبر غزا وشوه، له دې مخکې د بنو نضیر، بنو قریظه او بنو قینقاع غزاګانې وشوې او د یهودانو په ماتې تمامې شوې. د هجرت په اتم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام رضی الله عنهم مخ په مکه وخوځېدل؛ خو مشرکانو یې مقابله ونشوه کړای، مکه فتحه شوه او بیت الله د بوتانو له نجاسته پاک شو، په بیت الله کې د توحید اواز پورته شو او د مشرکانو زړونه یې ولړزول. له هغه وروسته د حنین، طایف او اوطاس غزاګانې وشوې او مسلمانانو ښکاره فتوحات وکړل. همداشان یې د اسلام بلنه تر تبوکه ورسوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الهی دعوت رسولو نه وروسته د حجة الوداع حج وکړ، هلته یې مشهوره خطبه وویله او د راتلونکو واکمنانو لپاره یې اصول په کې واضح کړل. له حجة الوداع چې ستون شو، د صفرې میاشت کې ناروغ او د ربیع الاول میاشت کې یې له نړۍ کوچ وکړ. د رحلت په مهال یې عمر ۶۳ کاله و، د عایشې رضی الله عنها په کوټه کې خاورو ته وسپارل شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه صفات او ښکلي خویونه او عادات درلودل، ښایسته ویناوې ترې پاتې دي چې د اسلام سپيڅلي دین اساس، قواعد او اصول دي.
مسلمان هغه دي چې نور مسلمانان یې له ازاره په امن کې وي. غوره د تاسو هغه څوک دی، چې قران یې زده کړ او نورو ته یې وروښود.
صلی الله علیه وسلم کله چې وفات کېده نو نهه بیبیانې ترې پاتې شوې.
لیکنه: عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*