تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / سرمقاله : د سولې چیغه که څوک یې واوري !

سرمقاله : د سولې چیغه که څوک یې واوري !

raziq

د تیرې یکشنبې ورځ د لیندۍ د میاشتې پر ۲۸ ویشتمه نېټه  د لوی کندهار په کچه د کندهار  په تاریخي ښار کې د سهیل لویدیځې حوزې یو زیات شمیر قومي مشران ، علماء ، سیاست پوهان ، مدني فعالان او ژورنا لیستان د دې لپاره راټول شوي وو تر څو د هیواد د روانې معضلې د حل په اړه خپل منځي مشورې او خبرې وکړي.

په ملي کچه د هیواد د ملي مشرانو لخوا د دغه ډول غونډو جوړول بي له شکه چې یو مهم اقدام دی .

په تیره د جنوب لویدیځ زون په سطحه چیرته چې تر ټولو ډیر د جګړې او د جګړې له ناخوالو څخه متضرر شوي ، ځوانان يي تلف شوي ، کلي او کورونه يي وران شوي او لا هم د جګړې په لمبو کې سوځیږي.

د سولې د چیغې په غونډه کې د ولسي مشرانو تر څنګ دولتي چارواکي هم موجود وو.

د کندهار ولایت حکومتي مسئولینو په خپلو ویناوو کې د غونډې برخوالو ته وویل چې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره په جهاني سطحه کوښښونه وشول ، سیاست پوهان ، د ملګرو ملتونو استازي او په افغانستان کې میشت بهرني سفیران ټول دلته د سولې په راوستو کې ناکامه  شول.

اوس وار د افغاني منورینو او په داخلي کچه د قومي مشرانو علماوو او مخورو دی چې هغوي د جنګ په بندولو او سولې د ټینګښت به لاره کې خپل رول اداء کړي.

 ځکه افغاني مشران او منورین د خپل هیواد په ستونزو او مشکلاتو ښه خبر دي ، هغوی ته د خپلې ټولنې نزاکتونه ښه ور معلوم دي ، هغوی تر بل هرچا په دې ښه پوهیږي چې د جګړې عوامل څه او د هغوي له منځه وړل په څه ډول ممکن دی.د سولې چیغه چې په حقیقت کې د افغان مظلوم ولس د یتیمانو، کونډو او ټولو جګړه ځپلیو چیغه ده باید د جګړې ښکیلې خواوې یې په غور واوري.

په دې چیغې کې د جنګ ځپلي ولس د زړه فریاد او درد پټ دی.

د سولې چیغه د ولس د آرمانونه چیغه او د افغانانو په خوله د افغانانو د غوښتونو ترجمانه ده .

دسولې چیغه د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي رامنځته کوونکي تر ټولو ښه وسیله ده .

دې چیغې ته باید لومړی په داخلي کچه د جګړې د ښکیلیو لوریو لخوا لبیک وویل شي.

په دوهم قدم کې که نړیوال ریښتیاهم په افغانستان کې د سولې په ټینګښت باور لري هغوی باید دسولې د چیغې حمایت وکړي او د هغې پریکړو او فیصلو ته درناوی ولري .

د سولې د چیغې منتظمین  باید کوښښ وکړي د جګړې د ښکیلو غاړو مسؤلین د هغې راتلونکو غونډو ته حاضر کړي.

د ښکیلو غاړو د مسؤلو چارواکو مصؤنیت او خوندیتوب دي د غونډې برخوال قومي او ولسي مشران په غاړه واخلي، هغوي ته دې په غونډې کې د خپلو غوښتنو او شرائطو مطرح کولو خپلواکه فضا مساعده کړي.

د سولې چیغې د سوله ییزو غونډو تسلسل باید یواځې په لوی کندهار پوري محدود نشي پاته بلکې هغه باید د بین الافغاني تفاهم د منځته راتلو لپاره د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغزول شي.

امید شته د جګړه ځپلیو افغانانو د سولې چیغې اوکریږي بالاخره د جګړې د ښکیلو خواوو په جنګي ماغزو مثبت اثر وکړي ، جګړه ییز پلانونه يې بدل او ځوریدلي ولس ته نور د نیابتي جګړې له شره نجات ورکړي.

په ګران هیواد افغانستان کې د تل پاتې او دائمې سولې په هیله

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته …………….

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*