تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / پر افغانستان د شوروي یرغل د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان  معتصم اعلامیه

پر افغانستان د شوروي یرغل د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان  معتصم اعلامیه

mutasim-aelami

پوره اووه دیرش کاله وړاندې په همدې ورځ د سره پوځ ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ.

نن له هغه یرغل نه څه کم څلور لسیزې تیري شوي ، خو کوم  مادي او معنوي زیانونه چې د همدې یرغل له امله افغانانو ته اوښتي تر اوسه هم تازه او دوام  لري.

که څه هم چې یاد یرغل مستقیما د سره پوځ د قطعاتو په وسیله پر افغانستان تر سره شو خو مشري یې د یوه شخص لخوا کیده چې هغه هم افغان او همدې خاورې ته منسوب و.

هو! شورویانو خپل تیری د ببرک کارمل په مشرۍ تر سره کړ، مخکې تر دې چې نوموړی کابل ته راشي د ازبکستان له پلازمینې تاشکند څخه یې د افغانستان راډیو په فریکانسیو په افغانستان کې د حفیظ الله امین د حکومت پر خلاف وینا وکړه او بیا هغو شوروي ځواکونوله ځان سره یو ځای د خپلو سرو لښکرو د ټانکونو او نظامي قطعاتو په بدرګه سره  کابل ته راوست کومو چې کابل ته له رسیدوسره سم یې د کابل په تاج بیک ماڼۍ کې د حفیظ الله امین هستوګنځی تر برید لاندې ونیو او هغه يي وواژه.

د ۱۳۵۸هجري لمریزکال د مرغومي د میاشتې په شپږمه پر افغانستان د سره پوځ یرغل د افغان ولس د یوې داسې اوږدې غمیزې پیلامه بلل کیږي چې تر څلورو لسیزو تیریدو وروسته هم لا ادامه لري.

په دې غمیزه کې د افغان مسلمان ولس ډیر ویاړونه تر پښو لاندې شول ، هیواد یې په کنډواله بدل او په میلینونو افغانان هیواد پریښودوته مجبور شول.

شورویانو په ډیره بې رحمۍ پر افغانستان یرغل وکړ او مسلمانو افغانانو يي په مقابل کې په ډیره میړانه مقاومت وکړ ، داسې مقاومت چې په نړیواله کچه ستر نظامي ځواک یې په ګونډو کړ او کمونستي امپراتوري یې د نړۍ له مخې نابود کړه.

د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته هم هغه غمیزه چې د یرغل له امله پیل شوې وه پایته و نه رسیده ؛ بلکې نوره هم  اوږده شوه او د افغانانو لپاره يې ډول ډول ناورینونه او کړاونه وزیږول.

ځکه چې د شورویانو تر وتو وروسته د افغانانو ترمنځ د واک د تر لاسه کولو په مقصد خپل منځي جنګونه شروع شول،  داسې بدمرغه جنګونه چې له شورویانو سره د مقاومت په مهال کې ګټلي ویاړونه یې ټول په کښې له لاسه ورکړل او افغانستان له زیاتې تباهي او بربادۍ سره مخ شو.

د شوروي یرغل ۳۷ مه کلیزه مو په داسې حال کې یوځل بیا پر هیواد راځي چې افغان ولس تازه د امریکايي اشغال څخه خلاص شوی او یوځل بیا  د خپل منځي اختلافاتو له کبله متاسفانه د هر افغان پر کور داسې د غم او ویر ټغر هوار دی لکه د شوروي تیري کوونکو د تیرې پر مهال چې د هیواد د هرې سیمې په هره کورنۍ کې د ویر ټغرونه هوار وو.

اوس هم د افغانانو له کورونو د نیمه خوا ځوانانو جنازې وزي ، ویرجنې میندې او خوندي یې په ویرونو ژاړي او بیوزله یتیمان يي په مایوسي او بیوزلي کې تر شاپاتي کیږي.

ای کاش!  چې د روانې غمیزې ښکیلو لوریو له تیرو ترخو تجربو څخه په درس اخیستو سره نور داسې یوه لاره غوره کړې وای چې په هغې کې د هیواد دې اوږدې غمیزې ته د پای ټکی ښودل شوی وای او ځوریدلی ولس مو نور د سولې او آرامي په فضاء کې د سوکاله ژوند خوند څکلی وای.

والسلام

ملا اغاجان معتصم د طالبانو د سیاسي کمیسیون پخوانی مشر

۱۴۳۸/۳/۲۶ هـ ق
۱۳۹۵/۱۰/۶هـ ش ــ

 2016/12/26م

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*