تازه خبرونه
Home / سلایډر / ايا نوی ميلادي کال به رښتيا د تروريزم د ماتې کال وي ؟

ايا نوی ميلادي کال به رښتيا د تروريزم د ماتې کال وي ؟

2017د ولسمشر وياندويان وايي چې نوی دوه زره اوولسم ميلادي کال زموږ هېواد کې د تروريزم د ماتې کال دی . دوی په دې هکله ولس ته ډاډ ورکوي او زياتوي چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به حکومت ښې لاسته راوړنې لري او هر څه به سم دم شي .دا شېبه خلکو دوه زره شپاړسم کال تر شا پرېښود او دادی د نوي کال رابرېدو ته اوس ايله څو ګينټې پاتې دي . خو څرنګه چې د ارګ له دې اعلان سره عموماً د خلکو فکرو توجه تېر څوارلس کلن بهير او بيا خصوصاً د ملي وحدت تېر دوه نيم کلن عمر ته ورستنيږي ، له همدې امله د دوی په خبرو باور کول او دا ډاډ ترلاسه کول چې نوی کال به رښتيا هم د خوشاليو او نېکمرغيو کال وي ، هېوادوالو ته ناشوني ښکاري . دا يوه ډېره مبهمه خبره ده ځکه ارګ دا نه دي ويلي چې حکومت د راتلونکي کال په اوږدو کې خامخا دا اراده لري چې وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې چاره د بري تر پړاوه رسوي . ان دا يې هم نه دي ويلي چې هغوی ته به حتماً د جګړې په ميدان کې ماتې ورکوي چې په دې توګه به ټول هېواد کې خيرو خيرت او کراره کراري شي .
که څه هم دا ډول وينا هم په هيڅ ډول د منلو نه ده . وجه داده چې افغانانو ته ډېره ښه معلومه ده چې په هېواد کې له تېرو څه کم څلوېښټو کلو راهيسې روانه جګړه هيڅکله نه ګټونکی لري او نه دا ډول کشالې د جګړې په ډګر کې حل کېدای شي . د دې شخړو ښکېل اړخونه کورني دي چې له هېواده يې شړل او له منځه وړل ناشوني دي . بلکې خپل منځي تفاهم ، يو بل زغمل او روغه جوړه هغه يوازنۍ لار ده چې زموږ يادې ستونزې هوارولای شي .
پاتې شوه له تروريزم سره جګړه او بيا هغه له منځه وړل او بشپړه ماتې ورکول دا نو خدای خبر څه معنا لري او اصلي مقصد به يې څه وي؟ ځکه د تروريزم پر خلاف جګړه چې يو وخت د امريکې پخواني ولسمشر بوش په ډېرو زور و شور پيل کړې وه، تر ډېره يې واقعي ماهيت خلکو ته په ډاګه شوی او پوهېدلي چې تروريزم يعنې څه؟ تر دې چې اوس د نړۍ نورو هېوادونو هم دا ژبه زده کړې او هر يو پر خپلو وسله والو او ان ځينو سياسي مخالفينو هم دا فتوا ورکړې چې هغوی ترهګر دي او د تروريزم پر خلاف جګړه خو د ګردې نړۍ د اجماع پر اساس جايزه او مقدسه ده! لنډه دا چې امريکايان خپلو ټولو مخالفينو ته چې طبعاً ټول مسلمانان دي، تروريستان وايي، چينايان بيا د ايغور مسلمانان ترهګر بولي، روسان هم په يو کراين، ختيځه اروپا او منځنۍ اسيا کې د خپلو ګټو ګواښونکي ترهګر بولي، پاکستان د خپل هېواد مخالفين ترهګر بولي، د ايران په نظر ټول سنيان تروريستان دي، ترکيه کرديان ترهګر بولي او په دې ترتيب هر حکومت خپل خپل دښمنان تروريستان ګڼي.
په دې اساس د تروريزم پر خلاف د جګړې مأموريت چې له تېرو څوارلسو کلو راهيسې د امريکې له خوا زموږ حکومت ته ورکړی شوی او بيا يې د دې جګړې سرقومانداني ظاهراً د ارګ پر غاړه ور اچولې، فکر نه کيږي چې راتلونکی ميلادي کال يې وروستی کال وي. ځکه دادی وينو چې امريکا او ناټو د همدې جګړې د دوام لپاره زموږ مشرانو ته په کلني ډول څلور ميليارده ډالر لګښت او تنخا ورکوي.
دا لا څه چې د بروکسل په وروستۍ غونډه کې خو يې له هغوی نه دا ډاډ هم تر لاسه کړ چې يادې پيسې به ان تر دوه زره شلم پورې هم ورکول کيږي او که دوی په جګړه کې وړتيا وښيي، د هېواد هر ګوټ کې په بېلا بېلو نومو يرغليز بريدونه وکړي، ترهګرو ته د سر و مال درانه زيانونه ورسوي او له هغو الوتکو هم د خپل هېواد د ترهګرو په وژلو او کور ورانولو کې سم کار واخلي چې همدا اوس يې په لاس کې دي نو خامخا به د هوايي ځواک د پياوړټيا لپاره نورې جنګي الوتکې هم په لاس ورکړی شي او بيا نو افغان پوځ ډېر ښه کولای شي چې په لږو تلفاتو او کم لګښت سره تروريستانو ته خورا زياته مرګ ژوبله ورسوي.
البته اوس مهال زموږ په هېواد کې هم د تروريستانو کوم مشخص تعريف نشته خو د روانې جګړې له قربانيانو ډېره ښه پته لګيږي چې تروريستان څوک دي، کورونه يې چېرته او ځالې يې کومې دي. په دې مانا چې هسې خو هيڅوک نه پوهيږي چې ترهګر څوک دي خو دا ښکاره واقعيت دی چې په دې هېواد کې څوک وژل کيږي، ټپي کيږي، کور يې ورانيږي او بچيان يې خواريږي، هغوی ټول د همدې هېواد بې وزله افغانان دي او بس.
مطلب دا چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې چې زموږ د وزارت دفاع له خوا د تلفاتو کوم لوړ او خطرناک ارقام رسنيو ته اعلانيږي نو رښتيا چې دا ډېره ستره جګړه او هدف يې هم ډېر لوی دی. يعنې د وروستي افغان تر وروستي څاڅکي زموږ په هېواد کې د جګړې دوام ! اوس نو تاسې وواياست چې ايا دغه دېرش ميليونه ترهګر به د راتلونکي دوه زره اوولسم کال په اوږدو کې له منځه يووړل شي؟ او په دې حساب به رښتيا هم دا کال د تروريزم د ماتې کال وي؟
خدای دې وکړي چې له ترهګرۍ سره د جګړې حقيقت ټولو افغانانو ته څرګند او نور له دغه مأموريته په هر صورت لاس واخلي.
استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*