تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / حدیث / د مسئوليت احساس

د مسئوليت احساس

عن عبدالله بن عمَرَ يَقولُ سَمْعتُ رسول الله صلّی الله عليه وسلّم يقول کلّکم مسئول عن رعيّته، الامامُ راعٍ وَ مسئُول عن رعيّته و الرّجل راعٍ في أهله و هُوَ مسئُوْل عن رَعِيَّته والْمَرأَة راعِيَة في بيتِ زوجها وَ مَسْئُولةٌ عن رعِيَّتها والخادِمُ راعٍ في مال سيِّده وَ مَسْئُول عن رَعِيَّته قال و حَسِبْتُ أن قد قال و الرَّجُل راعٍ في مال أبيه و مَسْئُول عن رعيّته و کُلُّکم راعٍ و مسْئُول عن رَعِيَّته. رواه البخاری و مسلم.

ژباړه: له حضرت عبدالله ابن عمر – رضي الله عنه – څخه روايت دی چې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې: هر يو له تاسو څخه مسؤول دی او هر څوک د خپل لاس لاندې خلکو په اړه مسئول دی، امام (واکمن) د خپل رعيت په اړه مسئول دی، سړی په خپل کور کې مسئول دی، هغه د خپل عيال په اړه مسئول دی؛ ښځه د خاوند د کور په اړه مسئوله ده، او د خپل عيال مسئوله ده؛ نوکر د خپل بادار د مال په لاړه مسئول دی او د خپل لاس لاندې چارو مسئول دی؛ (ابن عمر) فرمايي: ګومان کوم چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دا هم وويل: سړی د خپل پلار د مال په اړه مسئول دی او د خپل رعيت مسئول دی او هر يو له تاسې څخه د خپل رعيت په اړه مسئول دی.
سليمان *غلجی*

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*