تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د کونړ د ځنګلونو د ستونزو په اړه هغه ولایت ته د ملي شورا پلاوی تللی

د کونړ د ځنګلونو د ستونزو په اړه هغه ولایت ته د ملي شورا پلاوی تللی

ارشيفله تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د کونړ ځنګلونه په یوه نه یوه پلمه د حکومت له خوا او یا د زور واکانو له خوا وهل شوي دي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا د دغو ځنګلونو د وهلو پر سر ستونزې رامنځ ته شوې، مدني فعالان وايي چې: حکومت سیمه ییزو زور واکانو ته اجازه ورکړې، تر څو ځنګلونه ووهي او بې ټیکسه یې ګاونډي هیواد پاکستان ته ولیږدوي، دوی د دغه کار مخنیوی غواړي؛ خو یوه ډله نور خلک بیا د کونړ د امنیه قوماندان هغه اقدام غندي چې له مخې یې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی شوی، دوی وايي: د کونړ ځنګلونه د ملي شورا او اجرائیه ریاست د پریکړې په اساس وهي.
د دغې ستونزې د حل له پاره د ملي شورا یو شپږ کسیز پلاوی کونړ ته تللی، چې هلته یې د ولایتي شورا په تالار کې له حکومتي چارواکو، ولسي خلکو، مدني فعالانو او د لرګیو له سوداګرو سره کتلي، د دغه پلاوی غړی او سناتور محمد هاشم الکوزی وايي: هڅه کوي چې د کونړ د بې چاره ولس ستونزې واوري او بیا یې د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي. دی ډاډ ورکوي چې: د معلوماتو په راټولولو کې به د والي، امنیه قوماندان، چارواکو او زور واکانو څخه ویره نه کوي، بلکې حقیقت او د ولس غږ به تر حکومتي مشرانو رسوي. بل لوري ته د ځنګلونو وهونکي بیا هم وایي چې: دوی د اجرائیه رئیس پر امر ځنګلونه وهي؛ خو په ملي شورا کې د کونړ استازی او د پلاوي غړی استاذ محمد طیب اغا، مدني فعالان او ولسي خلک بیا وايي چې: د اجرائیه رئیس امر د منلو وړ نه دی، ځکه د هغه څوکۍ غیر قانوني ده. ولسي خلک وايي چې: ډاکټر عبدالله عبدالله دې د ځنګل وهلو په اړه فرمانونه نه صادروي. دوی وايي: له حکومتي مشرانو او بهرنیو ځواکونو غواړي چې د داعش او طالب وسلوالو په څير په ځنګل وهونکو هم بمباري وکړي او هغوی له منځه یوسي، دوی زیاتوي: د کونړ ځنګلونه د کونړ د ولسونو جامه ده او دغه جامه به ویستلو ته پرینږدي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*