تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۲۸ کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۲۸ کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام

mutasem

قدرمنو هیوادوالو! نن چې موږ افغانان د خپل هیواد د تاریخ یوه له ویاړه ډکه ورځ لمانځو.
پوره ۲۸ کاله وړاندې په همدې ورځ د سره پوځ یرغلګر ځواکونه په ټیټو سرونو له افغانستان څخه وتلو ته اړ ایستل شول.
هغوی د دې لپاره زموږ پرهیواد یرغل کړی و چې په لاندې کولو سره یې دا هیواد د خپل قلمرو برخه وګرځوي ، خو د افغانانو د ویاړلي جهاد له برکته نه دا چې شوروي اتحاد افغانستان لاندې نه کړای شو ؛ بلکې د هغه ترڅنګ یې ټوله سره امپراتوري د ځمکې له مخې هم ټوله شوه.
هو! ریښتیاهم چې نن د افغانانو د ویاړونو او حماسو ورځ ، او د هغوئ د قهرمانیو او عظمتونو ورځ ده .
که واقعیت ته وکتل شي دا ورځ یواځې د افغانانو لپاره نه ، بلکې د ټولې نړۍ د اسکیرلیو او مستضعفو ولسونو د نجات ورځ ده ، د همدې ورځې په برکت د منځنۍ آسیا ټول مسلمان محکوم ولسونه د کمونیسټي امپراتوري له شره وژغورل شول، د ختیځي اروپا هیوادونو له شوروي بربریت څخه آزاد او د برلین د دیوال په نړیدو سره بیل شوي المانیان بیرته د یووالي له نعمت نه برخمن شول.
د ۱۳۶۷ کال د سلواغې د میاشتې ۲۶ ورځ د افغانانو په لاس د کمونیزم له وحشت څخه د ټول بشریت د نجات او ژغورنې ورځ ده ، دا د تاریخي قهرمانانو په لاس د تاریخي قهرمانیو یوه تاریخي ورځ ده چې ډیر څه له ځانه سره لري.
خو راځئ چې د دې تاریخي ورځې له ځینو مهمو تاریخي پېښو او درسونو څخه هم څه زده کړو.
دا ورځ افغانانو ته دا درس ورکوي چې کله هم هغوی د بهرني دښمن په مقابل کې یو شوي او په یووالي سره یې د هغوی شړلو ته ملاتړلې تل یې همداسې تاریخي بریاوي په برخه شوي دی.
دا ورځ ټولو بهرنیو یرغلګرو ته دا عبرت ورکوي چې د هغوی یرغل کله هم په افغانستان کې بریالیتوب ته نه دی رسیدلی ، دا یرغلګر که هرڅومره ځواکمن او ډیر وي، که هرڅومره مجهز او پر مختللي وي ، که هاغه بله ورځني انګریزان وي که پروني شورویان وي او که نني امریکایان او که بل هرڅوک وي.
دا چې په اوسنیو وختونو کې امریکايان د خپل غرور او سرزوري له مخې د افغانستان څخه تر عقب نشیني وروسته یوځل بیا دلته د پوځي ځواکونو د رالیږلو خبري کوي هغوی باید له دې ورځې څخه دا بشپړ عبرت واخلي چې په تیر ۱۶ کلن بهیر کې چې له تاسو سره د ناټو ترعنوان لاندې د نړۍ د لسګونو هیوادونو بې شمېره پوځیان موجود وو بیاهم تاسو نه په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېدلاست او نه مو د افغانانو مقاومت له منځه یووړلای شوای.
اوس چې بیا د پوځې زور آزمایلو هرڅومره کوښښ کوئ په افغانستان کې مو بریالیتوب په یقیني ډول ناشونی دی.
همدا راز هغه افغانان چې په خپل هیواد کې د ثبات او د امنیت د تأمین هیله له بهرنیو ځواکونو څخه کوي هغوی باید دا په یاد ولري چې بهرنیان نه زموږ د امنیت د ټینګښت په غم کې دي او نه هم د هغوي د پوځي زور په وسیله په افغانستان کې امنیت ټینګیدای شي.
افغانستان د ټولو افغانانو کور دی ، او د دې کور ساتنه او ابادي خپله د افغانانو ملي او اسلامي وجیبه او دنده ده.
اړینه خبره دا ده چې د بهرنیانو د وسلو او غولونکو وعدو پر ځای پر خپل منځي ، افغاني تفاهم غور او کار وشي ، لارې چاري یې وسنجول شي او له دې لارې کور ورانوونکې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کښېښودل شي.
زه په داسې حال کې چې د دې تاریخې ورځې په مناسبت خپل مسلمان او میړني ولس ته خپلي نیکي هیلي او مبارکي وړاندې کوم د هیواد د قضیې له ټولو داخلي اړخونو څخه دا غوښتنه کوم چې افغانان تل د تاریخ په اوږدو کې کارنامه او حماسه جوړونکي پاتې شوي، راځئ چې د همدې تاریخي ورځې په مناسبت په خپل منځي تفاهم سره یوه داسې کارنامه جوړه او تر سره کړو چې په ترڅ کې یې ټول په یوه خوله ، یوه زړه او کلکې ارادې سره نور خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی کښېږدو، په اسلامي او افغاني وحدت سره د اجنبیانو ټولې هغه دسیسې شنډې کړو کومې چې یې زموږ د واحد ملت د جنګولو او یوه موټي هیواد د تخریبولو لپاره په کار اچولې دي.
دا به ریښتیا هم یوه داسي تاریخي کارنامه وي چې د شوروي اشغالګرو په خلاف د ټولو شهیدانو د کورنیو ویر به مو ورباندې په خوښۍ بدل کړی وي او له ننیو ټولو را پیښو ستونزو څخه به مو د نجات اساسي لاره موندلې وي.
دې اسلامي ،تاریخي او ملي آرمان ته د رسیدو په هیله

والسلام

ملا اغاجان معتصم د طالبانو د شورا پخوانی سیاسي مشر

۱۴۳۸/۵/۱۶هـ ق

۱۳۹۵/۱۱/۲۵هـ ش

 2017/2/13ـ م

comments

65 comments

  1. هو اغا صیب محترمه …لکه څرنګه چي تاسو ورته اشاره کړې … هسي رښتیاهم باید امریکایان دنورو پوځيان راوستلو ګواښ ونه کړي چي دابه یې نور تیروتنه وي اوله روسي یرغله دي عبرت والي.

  2. روسي خو مجاهدینو په ګونډو کړ خو اوس دادي طالبان بیرته دهغو دوې اومدې په اړه کندز کې نوې نخرې پیل کړې.

  3. جمالي ارغند

    دروسانو دوتلو لمانځنه دطالبانو لپاره عجیبه او دانګریزانو دوتلو دورځې لمانځنه بیا د دولت لپاره عجیبه ده …خبره مې وړه مه شماري په کې ښه فکر کولو ته اړتیاده.

  4. شهاب لغماني

    الله مو ونازوه …چي دهیواد دخپلواکۍ په یادو مو ونازولو.

  5. ډاکټر رحمت هشمي

    محترمه ملااغان صيب … زه ستاسوپه همدې ټکو اکتفا کوم چي تاسولیکلي: دا چې په اوسنیو وختونو کې امریکايان د خپل غرور او سرزوري له مخې د افغانستان څخه تر عقب نشیني وروسته یوځل بیا دلته د پوځي ځواکونو د رالیږلو خبرې کوې هغوی باید له دې ورځې څخه دا بشپړ عبرت واخلي چې په تیر ۱۶ کلن بهیر کې چې له تاسو سره ناټو ترعنوان لاندې د نړۍ د لسګونو هیوادونو بي شمیره پوځیان موجود وو بیاهم تاسو نه په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېدلاست او نه مو د افغانانو مقاومت له منځه یووړلای شوای.

  6. رښتیا هم چي دا ورځ دستایلو او لمانځلو اومنلو ده ،مګر اوس لا موږ هغه زاړه زخمونه نه دي مرهم شوې روسانو دیوځل بیا تابیا تړلې ده …دې ځل چین اوپاکستان دواړه له ځان سره جوړه راولي،خوتاسو ښاغلي دیوون او اتحاد خبره باید عملي شي اونور افغانان ونه ځورول شی.

  7. موږ دکوم اشغال ورځ ولمانځو هر واکمن یو ملي تیروتنه کړې اوله ځان سره یې یو درجن کفري هیوادونه راسم کړي اودهیواد زیرمو دکښولو لارې چارې ورته ښودلې ،تردافغانانو بنیادي ریښې هم وباسي….مننه ښاغلی اغاصیب خوتاسو هم باید لومړی خپل طالبان وپوهوی …

  8. بریال بزګر

    روسان چاراوستل اوچا ویستل …ډاکټرنجیب دروسانو دوتل لپاره موقع برابره کړه اوبیاووتل اوس ولي مجاهدین وايي چي دوی وایستل اوهمدې نحیب ناري کړي چي اخوانیان به یوه ورځ په دې پارلمان کې له امریکايي جنرالانو سره ناست وي.

  9. بزګر صیب زما په خیال له زړو یانو څخه پاته شوی اوس به نو زړو هم یې هغه وخت به دمسلمانانو په وینو زړه یخ شوی وی اوس پریږده چي افغانان دا دویاړ ورځ ولمانځي .
    مبارک دي ټولو افغانانوته دروسي یرغل دماتي ورځ اودافغانانو دویاړ اوبری ورځ.

  10. ما ايم روز متجاوزین کشور افغان راخاک خود بیرون کردیم ولې ایم روز یک اشغال عیسوي ویهودي هم تاحال دوام دارد .

  11. حاجي کاکا ارغنداوي

    اغاصاحب محترم …رانه ورکي الله دي ډیر ژوند درکړي ،تاسو ته هم ددې ویاړلې ورځې مبارکي وایو !

  12. دافغانستان کشاله یوه نه ده که یو وځي بل راځي موږ به کوم یو وستایو؟

  13. ښاغلی اغاصیب تاسو دامریکا په اړه باید یوڅه ولیکۍ تیر هیر اودانوی تیری کونکی اهم ده ،چي غوبل یې له یوه کاله بل ته اوږدیږي. اودا زموږ زاړه دښمنان دي.

  14. جنرال هشم ګل وردګ

    جګړې تاسو پیل کړي اوتاسو ورته لمن وهئ ،ولي سوله نه کوي هیوادوال ټول تاسو دغم په ټغر کینولې ،نور دخدای په خاطر سولې ته غاړه کیښږدۍ دځان دګټوپه خاطر نور افغان اولس دویر اوغم په ګډۍ مه کښېنوئ روسان مو ښه وکړ او دامریکا سبب څوک دي، او ولې جګړه اوږدیږي او سولې ناشوني کیږي.

  15. رحمت دلشاد

    دیوې پوښتنې ځواب چا سره شته کنه ؟
    مجاهدینو په ۱۲کاله کې روسان له یوې شرمیدلې ماتې سره مخ کړل او وې شړل ،خوطالبانو اوس ۱۶کاله کیږي چي په یوه ولایت باندې حاکم نه دي ځینې ولسوالۍ په لاس کې لري ،خوکه دولت په رښتنې ډول ورباندې برګ شي ،نوپه هغه ورځ باندې یې ورخوشې کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  16. مجاهدعنبر

    روس ته نو مو پلرونو ماتې ورکړه امریکا ته به موږ دهغوی بچان ماتې ورکؤ.

  17. مولوي عبدالقادر جهاد مل

    الله مو بريالي لره ستاسو پاڼه تل موږ ته دهیواد ،ملت او دینې مضامینو په وړاندې کولو سره زموږ هیلې زرغوني کوي ،اودمحترم اغاصیب لیکنې ټولې موږ یوه په بله پسې ګورؤ چي ټولې یې دهیواد په یوه مجموعي خواخوږۍ اونړۍ وال اسلامې نظر راچورلیځ وي …تاسو ته یې هم مبارکي وایو الله ساتندوی شه ښې خپرونې اوښه پروخت اوپه زړه پورې مطالب مو راته وړاندې کړي.

  18. محبوب محبت

    دا روس او امریکا ولې پاکستان نه اشغالوي داټولې ستونزې په موږ کې دي چي خپله لاړو شودخپل قدرت په خاطر پردۍ کفري لښکرې له ځانه سره راوړ خپل ملت په وژنو اوخپل کورپه نړو.

  19. وحید پنجشیري

    ما اكر شرم داشته باشم کشور باز چیرا ازبیرون کردن روس امریکا را مغلوب میسازد .
    ما در مرحله شکست روس به غلمانی داخي هیچ نوع سزا نه دادیم حال تا از انها بدتر بی ناموس پیدا شودند کی ازکجا به کشوما یهودیها را اوردند…لعنت به غلامها افغانستان.

  20. بریال کندهار

    په دې اګو بکو خو موږ نه پوهیږو ملګرو څه لیکلی ،صرف همدا ورځ دهیواد لپاره دویاړ ورځ ده .

  21. داتوري مې خوښ شو؛هغه افغانان چې په خپل هیواد کې د ثبات او د امنیت د تأمین هیله له بهرنیو ځواکونو څخه کوي هغوی باید دا په یاد ولري چې بهرنیان نه زموږ د امنیت د ټینګښت په غم کې دي او نه هم د هغوي د پوځي زور په وسیله په افغانستان کې امنیت ټینګیدای شي

  22. مستان سلیمانخیل

    هههههه تاسو څه وایاست هغوی خو اوس بیاراغلو خودې ځلې یې ډیره پخه قباله ورسره را اخیستې.

  23. شفیق خوګياڼیوال

    ((زه په داسې حال کې چې د دې تاریخې ورځې په مناسبت خپل مسلمان او میړني ولس ته خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کوم د هیواد د قضیې له ټولو داخلي اړخونو څخه دا غوښتنه کوم چې افغانان تل د تاریخ په اوږدو کې کارنامه او حماسه جوړونکي پاتې شوي، راځئ چې د همدې تاریخي ورځې په مناسبت په خپل منځي تفاهم سره یوه داسې کارنامه جوړه او تر سره کړو چې په ترڅ کې یې ټول په یوه خوله ، یوه زړه او کلکې ارادې سره نور خپل منځي اختلافانو ته د پاي ټکي کښېږدو، په اسلامي او افغاني وحدت سره د اجنبیانو ټولې هغه دسیسې شنډې کړو کومې چې یې زموږ د واحد ملت د جنګولو او یوه موټي هیواد د تخریبولو لپاره په کار اچولې دي.))
    د کار خلګ د کار نظر ورکوي .
    ریښتیاهم چې پورتنۍ خبرې د هیواد د لانجي اساسي حل دی . خدای دې د قضیې ښکیلو اړخونو ته د همدې خبرو د عملي کولو توفیق ورکړي .

  24. الخیرخپرندویه ټولنه

    الله موبريالي لري داستاسو دمټو زور دی چي یو یرغل په بل پسي دماتې په درشل کې لیدل کیږي.

  25. مرهم هراتي

    تاسو مجاهدینو خو دجهاد رنګه بده کړه ،خوځینې یې رښتیامجاهدینو چي اوس لا هم اسلامي فعالیت کوي

  26. الله دي دا وطن نور جوړ کړي ویاړونه مو هغه زاړه بس دي ،خو امن او سولې ته کار وکړي داسي څوک شته چي هلمند کې یې لس ورځې ژوند کړی وي اوهغوی کورنۍ یې لیدلې چي څومره زوریدلې اوهمداسي نور افغانستان.

  27. ډګروال کابل

    دا طالب نیو ز ماشاء الله ښه موضوعات نشر کوي ،چي ډیره موخه یې یوالې ته میلان کوي.

  28. ها ښاغلی اغاصیب منو چي له نن څخه شپږ ويشت کاله وړاندې (د ۱۳۶۷ لمريز کال د دلوې په ۲۶ مه) د پخواني شوروي اتحاد داشغالګرو ځواکونو دماتې ورځ ده، په دې ورځ شوروي سرو لښکرو زموږ په هېواد کې له لس کلن کرغیړن حضور څخه وروسته په ټيټ سر ماتې وخوړه او خپل ټول عسکر يې زموږ له خاورې څخه وايستل.

  29. سز كال طالبان خارجان او دولت درې واړه دیوې خونړۍ راتلونکي په حال کې دي ،خو دولسي مرګ ژوبله به ګورؤ.

  30. هلمندمجاهد

    زموږ نظر بیا داده چي موږ باوري یو چې هغه افغانما ځيره خواره چې نن د امریکايي اشغالګرو په څنګ کې ولاړ دي او د پخوانيو کمونستانو له شرمیدلي او ذليل برخلیک څخه يې هيڅ عبرت نه ده اخيستي، ډير ژربه پخپلو کړونو پيښيمانه شي او د افغان مظوم ولس په مخکې به په ټيټو سترګو دخپلو څوارلس کلنو جنایاتو په اړه ځواب ووايي. ان شاءالله

  31. احمدزی لوګري

    تاسو طالبان خپلو مدرسو ته مخه کړي وطن به دتل لپاره ارامه شي.

  32. مفتي عادل مجاهد

    الله دي خیرکړي اوتاسو محترمه ښه مهرباني کړي چي یواځني حل لاره ملي تفاهم اوسوله ده ،خو دقدرت تږي به چرته ستاسو دامبارک نظر ومني هغوی اوس په نشو اوپیسو مستی شوي دښه ژوند خوند کله په سوی تفاهم ورکوي

  33. مفتون شملزی

    دا یو څرګند حقیقت دی چې زمونږ ګران هیواد کې د بدبختۍ، جنګسالارۍ، ظلم بلکې د هر اړخیزو ناخوالو پيلامه د روسي یرغلګرو له لوري له نن څخه پوره اته دیرش کاله وړاندې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د جدۍ په شپږمه باندې پیل شوې ده، که څه هم روسي یرغل شاوخوا یوه لسیزه دوام وکړ مګر زمونږ هیواد ته یې دومره ضربه رسولې ده چې تراوسه پورې افغانان ورنه کړیږي.

  34. اغاصیب الله دي وکړي چي همداسي وشي ،خود روسانو له ماتې څخه وروسته مجاهدینو(!) خپلمنځي جګړو ته کش ورکړ، د روسانو پر وړاندې ترسره شوی جهاد ثمره یې په سیند لاهو کړه، پر ځای د دې چې یو متحد اسلامي او افغان شموله نظام قائم کړي، د بهرنیو کړیو په لمسون یې خپلو کې د واک په سر سره ووژل، چې په ټول هیواد کې یو بشري ناورین رامنځته شو، بالآخره د ګوتو په شمیر طالبان را جګ شول د وخت په تیریدو سره یې ټول افغانستان ونیوه او پنځه کاله حکومت یې وکړ.

  35. افغانانوته اوس یواځې دا ورپاته دا راغلو او دا وباسه …اخیرترڅو داویاړونه ؟

  36. که چرته داغاصیب جوړشوې مساله یقیني ډول عملي شي ،نو لیرې نه ده چي ۴لسیزه جګړه به دتل لپاره خپله لمن ورټوله کړي.

  37. ياره داخلقیانو اوطالبانو دیوه هدف لپاره جګړه کوله خو د اوسني دولت چارواکي یواځې شتمني پيژني او وسنۍ طالبان هم هغه زاړه یاران نه دي.

  38. عبداللطیف

    ځینې بیاعجیبه منطقي استدلال وړاندي کوي، د روسانو پر وړاندې مبارزین مجاهدین دي او د امریکایانو پر وړاندې مبارزین بیا دهشتګر دي، د روسانو پر وړاندې ترسره شوې جګړه سپيڅلې وه مګر د امریکا پر وړاندې جګړه بیا د هیواد ورانول دي.

  39. عبداللطیف

    د ۱۳۵۸ کال د مرغومى ۶مه نیټه هغه توره ورځ ده چی روسي یرغلګرو زمونږ هیواد د ریښتیني جنګیالیو او تنکيو ځوانانو په وینو رنګ ګر. کله چی د روسې سوسیال امپریالیزم ولید چی خلقی او پرچمی چوپړان یی نشی کولای د هغوی نقشی او پلانونه په افغانستان کی پلی کړی نو سم د لاسه یی په مستقیمه توګه افغانستان تر یرغل لاندی رواست او هر مخالف غږ یی د ټوپک او ربړونې په زور وځاپه. ددی ځناورو د یرغل وروسته ددوی ګوډګیان لا هم داړه‎مار شول او په بی‎رحمانه توګه یی له یو میلیون څخه زیات پرهیواد مین خلک په کابل او نورو ولایتونو کی ووژل. بندخونې له روڼ‎اندو او مبارزانو ډکې شوې، هر شپه به یی په سلګونه ځوانان او سپین‎ږیری چی ددوی غلامۍ ته نه تسلیمیدل په پولیګون کی په ډله‎یزو قبرونو کی ژوندي ښخ وول او یا یی تر هغه ربړول چی ساه ورکړي.

  40. طالبانو پخپله اعلامیه کې ويلي چې «موږ په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد دوحشي لښکرو د ماتې د ورځې په مناسبت خپل مسلمان، مجاهد اوغیرتي ولس ته مبارکي وايو، اوسنيو يرغلګرو امریکایانو او د هغو کورنیو مزدورانوته هم ورپه زړه کوو چې افغانستان لاهم د امپراطوریو د هدېرې په توګه هر سرکښه او تيري ګر ته دمناسب ځواب ورکولو توان لري.»

  41. اومحترم اغاصیب بیا لیکلي: دا چې په اوسنیو وختونو کې امریکايان د خپل غرور او سرزوري له مخې د افغانستان څخه تر عقب نشیني وروسته یوځل بیا دلته د پوځي ځواکونو د رالیږلو خبرې کوې هغوی باید له دې ورځې څخه دا بشپړ عبرت واخلي چې په تیر ۱۶ کلن بهیر کې چې له تاسو سره ناټو ترعنوان لاندې د نړۍ د لسګونو هیوادونو بي شمیره پوځیان موجود وو بیاهم تاسو نه په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېدلاست او نه مو د افغانانو مقاومت له منځه یووړلای شوای.

  42. اوس به دا وړۍ څنګه شړۍ شي چي بهرنیان وايي ترڅو طالبان ،القاعده اوداعش وي موږ نه غواړو چي افغانستان پریږدو ،خو طالبان بیاوايي : یو ځل بیا خپل زوړ هوډ تکرار وو او ویلي چې تر هغو به خپل «جهاد» ته ادامه ورکوي، تر څو په هیواد کې یو تن امریکايي اشغالګر هم پاته وي.

  43. هو اغاصيب محترم تاسو خو ښه یادونه او لازم هدایت وړاندې کړې ،خو چي په دې کوم څوک پوی اویا پرې عمل وکړي یوه ډیره په زړه پورې فارموله ده.تاسوته هم ددې ورځې مبارکي وايو ستاسو ملګری .محمود اند

  44. نورالله کندزي

    وروره طالبان هم په شل لارو دي دوی لومړی په یوه واحد میکانیزم یوه سلا شي اوبیادي دامریکا ایستل دروسانوپه ډول وغواړي ،همداسي بې سرنویشت ډول به یې خوند نه وي چي دامیدان ټکنی کوي.

  45. مانه مي فهمیم شما طالبا اخرچي میخواهی ؟
    تا ۱۶سال شود نه شمال ازادی کشور را بردی اونه هم به سراقدار امدی ،۲۳سال شمال جنک کردی کتی کی جنکیدی ،بلي که راکشتی ؟ بس برادرها دیکه مردوم تنک امد.

  46. مفتي نصرالله کوټي وال

    الله دي رحم وکړي ،الله دي نور افغانستان دکفار دناستې پاستي او تمریناتو ډګر نه ګرځوي.
    تاسو ته دې هم الله خیر درکړي چي په دې مورد ځانګړې پاملرنه لري ،ترڅو له هیوادوالوسره خواله وکړي اوهغوی په غم اوخوښي ورسره شریک یاست.

  47. خاکریزوال

    دطالب نیوز چلونکو ته سلامونه وړاندې کو…ماشاء الله ډیراعلی مظامین او په زړه پورې مطالب خپوري …لوی څښتن دي دایرغل هم تیر په ډول نابود کړي او اغاصیب ته دي الله خیر ورکړي چي په همدې موضوع یې خپل قلم راڅرخولی ،اوپه کې یې ډیرو اهم نکتوته اشاره کړې ،خوالله دي وکړي ،چي زموږ چارواکي يې ومنی.

  48. دوخت ستر یرغلګرځواک یا روسیې ،چې کله په کال ۱۳۵۸ دجدي میاشتې په ۶ مه نیټه د لئونید برژنف په امر خپل وحشي لښکر دافغانستان خارې ته داخل کړل ؛ نو هغه وخت دافغانستان ریښتني بچیانو ددغو وحشي لښکرو دماتولو لپاره په سترجهاد پیل وکړ.

    دروسې وحشي لښکرو په مقابل کې دغه ستر جهاد تقریباً ترلسوکلونو زیات دوام وکړ او دوخت دغه ستر زبرځواک ، افغان شازلمیو د تن په وینو او داسلامي هیوادونو په مالي ملاتړ سره راوپرځولو او دافغانستان په شمول، پاکستان ، هندوستان او ډیر نور هیوادونه یې هم د روسي وحشي لښکرو د شر څخه وژغورل.

  49. عبدالبصیرزابلي

    نن مي په خبریال کې دمحترم اغاصیب خبر ولیدخورا خوښ شوم چي نومړی دسولې اوملي تفاهم هیلي لري.

  50. داؤد خروټی

    دمحترم اغاصیب څخه پوښتنه :
    دروس سره په شوې ستر جهاد کې تقریباً دري میلیونه افغانان شهیدان او ټپیان شول او تر پنځه میلیونو زیات افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول او هغه مهال دافغانستان اقتصادي حالت له صفر سره صفر وو ،ځکه، چې کرنې ،مالدارۍ ، باغدارۍ او ډیر نور… څه له منځه لاړل.
    نو محترم اغاصیب دپورتنې زیان جبیره ولې له روسانو په بین المللي ټولنه کې نه کیږي؟
    باید همدې موضوع ته ستاسو توجه هم وي اویایې په دې اړه جدې اقدام وکړي.
    ډیره مننه …داؤد خروټي

  51. د مجاهدینو دغه پنځه کلنه دوره ډیره توره او خطرناکه دوره وه، ځکه چې ځیني سپیڅلي مجاهدین په کورونو کښیناستل او ځیني ووژل شول او ځینوته واک نه ورکول کیدلو؛ هرچابه دمجاهد له نوم څخه استفاده کوله او سترجنایت به یې ترسره کولو، دغل او مل پیژندنه پکې سخته وه.
    خير كه یی روسان وشړل خو خپل ګټلی برم یې په خپله له لاس ورکړ.

  52. مننه ملا اغاجان معتصم خدای ج دی نور په افغانستان کې سوله راولي،که د روسيې سره دطالبانو اړيکې نورې هم پراخې شي دا به دطالبانو دبدنامۍ او د ولس سره د واټن سبب شي

  53. ه افغانستان کې د روسانو پالیسې د نورو هیوادونو په څیر ښکاره وه لکه نن چې د امریکا پالیسي په مخ روانه ده څنګه چې نن د امریکا او د طالبانو جنګ په افغانستان کې روان ده. همداسې روس هم په افغانستان کې د جګړې دوره تیره کړې د روسانو په وخت کې چې مجاهدینو په پاکستان کې تربیوي ځایونه درلودل روسانو هیڅکله د هغوې په مرکزونو حملې نه کولې پاکستان ته یې نه ویل چې دغه تروریستي مرکزونه بند کړه بلکې د نن په څیر مجاهدین په ډاډه زړونو پاکستان کې حمایه کیدل. څنګه چې امریکا د روسیې خلاف د افغانستان مجاهد ولس استعمال کړو نن به روسیه همداسې د امریکا خلاف مجاهد ولس استعمال کړي. څنګه چې د روسانو له وتلو وروسته پاکستان هرڅه کباړ کړل خپل هیواد ته یې یوړل همداسې به امریکا هم ووزي. روسیه به طالبان او نور مجاهدین رامخته کړي څه چې لرو یا نه. بیرته به یې پاکستان یوسي

  54. او زه خو حیران دې ته یم چې زمونږ دا ړوند ملت به کله راویښیږي؟ نن د هماغه ورانکارانو او قاتلانو سره د روسانو وتل لمانځي. کله چې روسان وتل مونږ خو ونه لیدل چې د مجاهدینو لخوا د دوئ وژل شوي وي. جهادی رهبران مو وايي چې دا هرڅه مو د خدائ د رضا په خاطر وکړل چې سره کفار مو له هیواده وشړل. برعکس د روسانو له وتلو وروسته په میلیونونو افغانان قتل عام شول په میلیونونو افغانان یې له هیواد وشړل. یعنې د افغانستان ورانول او افغانانو وژل د خدائ رضا بولي او هغه هم د ځانونو په شان قاتل او بی رحمه معرفي کوي.

    معتصیم صیب تاسو ته دې الله پاک خیردي کړې تاسو ښه ویلي چی ملي یووالي له لارې سولې ته راشي ،ناممکنه ده .

  55. سردار محمد

    د ۱۳۶۷ د سلواغې شپږويشتمه د پخواني شوروي اتحاد پوځ خپله ماتې ومنله، په افغانستان کې تر نهه کاله تېرولو وروسته په ګونډو سول او دا هېواد يې پرېښود.
    د روسانو په راتګ سره يوازې افغانستان هدف نه و، دوی د سيمې ډېر هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډيان لکه: ايران، پاکستان او غوښتل يې د هندوستان تر تودو اوبو پورې ورسيږي، په دې وخت کې روس د سيمې يو داسې لوی ښامار جوړ سوی و، چې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربايجان، ارمنستان او ماورالنهر هېوادونه يې تر ستوني تېر کړي و.

  56. هلمندي جان

    رښتیا چي هغه مهال ټوله نړۍ له روس څخه په ډار وه دا سور ښامار داسې عافي سوی و چې يوازې اسيا نه بلکې غوښتل يې چې په نړۍ باندې خپله لويه امپراطوري جوړه کړي، دوی د خپل وخت موډرنې سلاوې، قوي نظامي او تخنیکي وسايل، زميني او هوايي ځواک په درلودلو سره داسې لوی قوت و چې په نړۍ کې بل داسې قوت نه و چې د دوی مخه دې ونيسي.
    نورو کوچنيو قووتونو لکه امريکا او برتانيه په خپلو کورونو کې له دې ښامار څخه بېرېدل او حتی ټولې نړۍ ځان خوندي نه باله.
    مبارک دي وي ښاغلی اغاصیب …مننه کور ودان ښه په ځای ننګونې ،توصیې او غوښتنې مودې .

  57. مولوي شكورهوتك

    مننه اغاصيب معتصيم … روسي لښکرو پر وړاندې د افغانانو بې سارې قربانۍ کې يو ميليون افغانان شهيدان، يو ميليون معلول او اوه ميليونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر سول چې په دومره لويه کچه د افغانانو قرباني به همېشه په نړيواله کچه د تاريخ په پاڼو کې ثبت وي.

  58. قاصد نورستاني

    بلې اغاجان صیب تاسو ښه مهرباني کړې ،خو دروسانو له شکست وروسته پوهیږي چي بیا هم د دوی جګړه اوکینه لا ژوندی پاته ده دغه سره لښکر غوښتل چې افغانان د ځمکې له سره ختم کړي چې د پلټنو له مخې د هرو دوه افغانانو په سر دوی يو ماين زموږ په هېواد کې ښخ کړی دی، کله چې دغه سره لښکر زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه نو دا يې هم وويل چې زموږ ماينونه به زموږ له ماتې کلونه وروسته هم له افغانانو سره جنګيږي.

  59. انجینر معصوم ښالم

    تيره ورځ مو په ازادۍ راډیو کې دحبیب الله رفع مرکه واوریده چي ویل یې د روس وتونکو مرستندویانو دخپلې لارې اوراتلولپاره روس زموږ سره وشړلو .فغانانو دغه سره ښکېلاک ته په ماتې ورکولو سره هغه پياوړي قوتونه چې له روس څخه بېرېدل د هغوی پر وړاندې يې د روسي لښکرو قوت مات کړ او هغوی ته يې هم لار هواره کړه چې د روس پر وړاندې په پوره جرآت راپورته سي.

  60. کاکاجان میانوال

    بلې صیب د روسانو په افغانستان کې ټول ټال دیرغل ۹ کاله او۵۳ ورځې وې بیابه هیڅکله په دې خوا رانه شي خو لاسپوځې به نو ډیر ولري.

  61. حاجي ابراهیم اڅک

    په داسې حال کې چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل و امريکا او نړۍ ته پکار نه وه چې، د روس له ماتې وروسته افغانستان يوازې پرېږدي، کله چې روس په ګونډو سو؛ امريکا په خپله مخه ولاړه او افغانستان يې د داسې ګاونډيو لومو ته ورپرېښود چې، هغوی له خدایه دا غوښتل چې افغانستان د دوی په لاسو کې کښېوزي.

  62. جلال الدین کوچي

    اغاصيب ښې خبرې دې کړې ،خو تاسو خپله هم توپک کښیږدئ ،نور هم دځان په وړه کړئ ،چي دسولې بهیرسره یوځای شی او پوی شي چي ګټې مو پردی وړې .

  63. مؤمن سرحدي

    پر ځای ددې چې د افغانستان د ولسونو قدردانی سوی وای د نړۍ ډېرو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيانو د افغانستانو په کورنيو چارو کې لاس وهنې وکړې.
    ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ايران له وخت ګټه واخيسته او افغانان يې په تنظيمونو او ډلو ووېشل او د افغانانو هغه متحدوالی چې د روس په څېر قوت يې مات کړ له منځه يوړو او په کورنيو جګړو اخته سول.
    معتصيم اغاصيب تاسو باید دګاونډیانو هرڅومره چي کولای شي حقائق وویاست چي طالبان ستاسو خبرې منې .

  64. مفتي عنایت الله توخي

    ورته وخت کې د افغانستان هغه رهبران چې د جهاد او مقاومت دروند مسؤليت ورتر غاړې و، متاسفانه په دې ونه توانېدل چې دا با ارزښتنه بريا وساتي؛ دوی په خپلو منځونو کې د قدرت پر سر داسې شخړې وکړې چې، د جهاد سپېڅلی نوم يې تر خاورو لاندې کړ او هر مشر په دې نوم چې ګواکې جهاد يې کړی دی ځانته يې د واک او امتياز غوښتنه کوله، د دغه رهبرانو خپل منځي شخړې او د قدرت پر سر اختلافات دې حد ته را ورسېدل چې هر مشر په خپله سيمه کې ځانته حکومت کاوه، پاټکونه يې جوړ کړل، غلاوې، چپاو او نور ظلمونه خپل وروستي حد ته ورسېدل، بالاخره چې د دغه مشرانو به هر څه خوښه وه هغه به يې کول، د دوی دغه کړنو د سپېڅلو او رښتينو مجاهدينو ارمانونه تر خاورو لاندې کړل او په ټوله کې يې د جهاد نوم بدنام کړ

خپله تبصره ولیکې

. *

*