تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي عوامل:

د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي عوامل:

لويديځوالو په اسلامي نړۍ کې د خپلو لاس وهنو او ناروا مداخلو لپاره دا مهال يو څو داسې موضوعات مطرح کړي چې په حقيقت کې يې ټوله ګرمه بېرته پر همدوی ور اچول کيږي . د مثال په ډول په دغو کې يوه د ښځو موضوع ده چې زموږ پر هېواد تر امريکايي يرغله مخکې به د دوی رسنيو په دې هکله زښته ډېر شورو فرياد کاوو . خو اوس چې د دوی له راتګ او په کابل کې يې د خوښې نظام له جوړېدو راهيسې شپاړسم کال روان دی ، لا هم ډېر شکايتونه اورېدل کيږي. دا مهال د ښځو د حقونو په نامه افغانستان کې سل ګونه داسې شبکې ، ډلې او شخصي يا سرکاري ادارې په کار لګيا دي چې ټولې له غربي استخباراتي کړيو سره تړلې او د هماغو له خوا يې تمويل ، تنظيم او لارښوونه کيږي .
د داسې ټولنو فعاليت ته ځکه دا وخت د کار او فعاليت ښه موقع په لاس ورغلې چې افغان ولس د تېرو څلورو لسيزو جنګ جګړو او پرديو مداخلو له لاسه هم د خپل منځي اختلاف او بې باورۍ په وروستۍ پوله ولاړ دی او هم د فقر او بې وزلۍ . همدا وجه ده چې نن سبا ان ځينې مشهورې کورنۍ ، اشخاص او حتی سرکاري اړوندې ادارې د يادو بهرنيو غرضي تحرکاتو پر وړاندې چوپه خوله او پټې سترګې ناست دي . اوس د ښځو شبکې ان تر ولاياتو او ولسواليو غځېدلې او د غرب د هر اړخيز سياسي ، نظامي او مالي ملاتړ پر مټ په ډېر جديت سره بهرنۍ لارښوونې تطبيقوي . د نوموړو شبکو مهم کار دادی چې افغان مېرمنې په غربي کلتور ، عاداتو او رسم و رواج روږدې کړي .
دوی هڅه کوي ښځې د هغو ديني او کلتوري التزاماتو پر خلاف بغاوت ته وهڅوي چې زموږ په ټولنو کې سل په سلو کې منل شوی ځای لري . په دې لړ کې هغوی افغان مېرمنې تشجيع کوي او د زړورتيا په نامه ستوري او سوغاتونه ورکوي . غربي ټولنې شپه ورځ لګيا ډي افغان مېرمنو ته په لويديځو هېوادو کې د ښځو غير فطري ازادي، له نارينه ؤ سره اوږه په اوږه شريک اقتصادي ، سياسي او نظامي فعاليتونه او په دغو ډګرونو کې د هغوی پراخ حضور په ډېرو غوړو الفاظو تشريح کوي چې بيا د دوی مخاطبې افغان مېرمنې طبعاً نه له خپلو ديني لارښوونو چندان برخمنې دي او نه يې چا په دې سر ور خلاص کړی چې په همدې غربي هېوادو کې ښځې له څومره ستونزو سره مخ دي ، هلته د کورني ژوند وضعيت څرنګه دی او ښځې له څومره ډاډ او خوشالۍ برخمنې دي .
يو خو همدا هغه اساب او عوامل دي چې يو شمېر افغان ښځمنو ته يې په خپلو ټولنو او کورنيو کې ګڼې ستونزې پيدا کړې او هغوی يې له خپلو خاوندانو ، پلرونو ، وروڼو او نورو خپلوانو سره په مخالف دريځ کې واقع کړې چې ښايي په همدې ترڅ کې دوی له مرګ ، شکنجې او شړلو سره مخامخ شوې وې . ځکه په هغې چټکۍ سره چې غربيان يې غواړي د افغانانو په کورني او ټولنيز ژوندانه کې تغير او بدلون نه شي راتلای . مانا دا چې زموږ ښځمنو ته د غربيانو له خوا د خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو پر وړاندې د ښکاره مقابلې دنده ور سپارل شوې چې طبعاً ډېر ګران کار دی او خامخا د سر په بيه تماميږي .
همدارنګه د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي پېښو زيات ګڼل کېدو يوه بله وجه ښايي دا وي چې د ټول هېواد په ګوټ ګوټ کې په منظم او دقيق ډول د داسې پېښو ثبت او سجل روان دی . يعنې زموږ په دېرش ميليوني نفوس کې چې د ښځو په هکله هر چېرته داسې کومه پېښه منځ ته راځي نو د غربي رسنيو له لوري په تکرار سره خپريږي او دا خو حتمي ده چې په دغه کچه انساني ټولنه کې خو به هره ورځ ضرور يو څه پېښيږي.
په دې اساس هم حکومت او هم نور مدني او ټولنيز بنسټونه مسؤليت لري چې د غربي کړيو دغو شيطاني لومو کې را ګير نه شي بلکې هڅه وکړي چې په هر صورت خپل هېواد کې د ښځو په هکله د خپل سپېڅلي او جامع دين معقولې او فطري لارښوونې په نظر کې ونيسي ځکه هغه حقوق او وجايب چې اسلامي شريعت د ښځو لپاره ټاکلي يقيناً د ښځو د دنيا او آخرت د بريا او نېکمرغۍ ضمانت کوي . د همدغو بختورو لارښوونو په تطبيق او مراعاتولو سره هم ټوله کورنۍ او انساڼي ټولنه نېکمرغي او خوشالي ترلاسه کوي او هم ښځې کولی شي ډېر دروند او ښاغلی مقام وګټي . اسلامي لارښوونې په قطعي توګه د ښځو له فطرت او بدنی جوړښت سره سمون لري او د همدغو لارښوونو په برکت يوه مسلمانه ښځه تر ټولو ډېره غوره مېرمن او مور جوړېدای شي .
موږ افغانان بايد پردې حقيقت پوخ ايمان او باور ولرو چې د ښځو په هکله د اسلامي هداياتو خيال ساتل د ښځو پر خلاف د ناروا تاوتريخوالي هر ډول احتمال له منځه وړي او ښځو ته په ټولنه کې ډېر دروند ، پتمن ، ښاغلی او ډاډه ژوند او مقام ورکوي .
هيله ده افغان مسلمان ملت به د بې دينه کړيو او هغوی د غرضي رسنيو او پوچو تبليغاتو پر ځای د خپل سپېڅلي قرآن او نبوي سنتو په رڼا کې د خپلو ميندو ، خويندو ، مېرمنو او لوڼو حقوق او د فعاليت مجال وپېژني او عملي کولو ته به يې په کلکه ژمن اوسي .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*