تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د پاکستان له متازۍ ځانونه خلاص کړئ !

د پاکستان له متازۍ ځانونه خلاص کړئ !

په پاکستان کې تر يو لړ ترهګريزو بريدونو وروسته چې لس ګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ، يو ځل بيا د حکومت لاسونه افغان مهاجرو او افغانستان ته راوغځېدل . رپوټونه وايي چې هلته د امنيتي ادارو له خوا په يادو مرګونو پېښو کې د لاس لرلو په شک په ډرځنونو افغانان توقيف شوي دي . دغه راز د کونړ او ننګرهار په ځينو سيمو يې د توپونو سل ګونه ګوزارونه هم کړي چې وايي څه اندازه مالي او ځاني زيانونه يې رسولي دي . سربېره پردې د مرکزي حکومت په لارښوونه افغانستان ته ټولې غځېدلې لارې هم تړل شوې چې تورخم ، چمن او نورو سيمو کې يې مسافور او سوداګرو ته بې درکه ډېرې ستونزې جوړې کړې دي .
ښکاره ده چې زموږ د هېواد موجوده وضعيت کې د پاکستان دغه ډول اقدامات زموږ لپاره زښته ډېر زيانمن دي . ځکه يو خو اوس هم له خوراک ، پوښاک ، درملو او سل ګونو مصنوعاتو نيولې تر لويو او درنو توکو موږ د پاکستان هر هر څه ته اړتيا لرو . بل دا چې د ايران د چابهار بندر په هکله د چارواکو له ډېرو غوړو ژمنو سره سره لا هم چين ، هند او عربو سره زموږ ټوله سوداګري د هماغې کراچۍ او ګوادر د بندرو له لارې ترسره کيږي . همدا وجه ده چې د پولو په تړلو سره پاکستان کولای شي موږ تقريباً د محاصرې حالت ته ورسوي . يعنې زموږ او پاکستان د وارداتو او صادراتو کچه هيڅ د پرتلې وړ نه ده .
تر دې چې که تاسې يوه شېبه هم کوم بند رکې د لاريو ننداره وکړئ ، وبه ګورئ چې د پاکستان له خوا يوه لارۍ هم خالي نه را اوړي خو زموږ له خوا بيا سلو کې ايله شل – دېرش که بار وي نورې ټولې تشې روانې وي . دا لا څه چې که د درملنې لپاره هره ورځ پاکستان ته زموږ د ناروغانو ورتګ وګورئ نو حتماً به داسې وګڼئ چې زموږ اصلي ستونزه خو همدا ده . دا رنګه پاکستان کې زموږ د لکونو کډوالو موجوديت او هېواد ته د هغوی تګ راتګ ، غم – ښادي او د روغ رنځور پوښتنه ، لا يوه بله ستونزه ده چې دا وخت پاکستان د پاسپورټ او ويزې په لازمي کولو زموږ هېواد ته جوړه کړې ده .
دغه شان د افغان مهاجرينو لپاره پاکستان کې يو لوی مشکل دا هم دی چې هر کله په هغه هېواد کې چېرته کومه ناوړه پېښه منځ ته راځي نو بيا د پوليسو سملاسي هدف هماغه بې وزله افغانان وي چې په يوه ورځ کې ټولې تاڼې ترې ډکې او بيا ایله که د پرېمانه رشوتو په زور را خلاص شي . البته پاکستان کې دېره افغانانو پورې د هېواد نورې امنيتي مسألې هم تړلې دي . په دې مانا چې هغه ډلې او ګروپونه چې افغانستان کې د ورانکارۍ فعاليتونه او عام جرايم ترسره کوي ، تر ټولو خوندي ځاله يې پاکستان دی .
له همدې امله پاکستان خوښ نه دی څو په کامله توګه يې افغانان له منګولو ووځي او د افغانستان پر حکومت د فشار دغه وسيله له لاسه ورکړي . تر دې ورهاخوا افغان مهاجرو کې ډېری داسې مسلکي کدرونه ، پانګوال ، ديني علماء او نور استادان شته چې د هېواد په ودانۍ او د ټولنې پرمختګ او تنظيم کې خورا ډېره مرسته کولای شي.
په دې بناء اوس نو دا د افغان چارواکو او سياستوالو مکلفيت دی چې که په هر صورت ممکن وي تر هر څه لومړی له پاکستانه خپل لاسونه روغ را خلاص کړي . لکه د سوداګرۍ په هکله د نورو لارو او بديلو مارکېټونو د موندلو هڅه ، خپل هېواد کې د ضرورت وړ توکو توليد او صنعت او له پاکستانه د مهاجرو کډوالو راستنول . يقيناً دا ټول هغه څه دي چې عملي کول يې هيڅکله زموږ د حکومت له وسې پورته نه دي خو اغېز او ګټه يې خامخا دومره ده چې پاکستان زموږ لپاره په يو ښه ګاونډي بدلولای شي . د مثال په ډول د افغان مهاجرو له راستنولو سره خامخا پاکستان ته زموږ د خلکو په تګ راتګ کې کمی راتلی شي . ان لا ښايي د ناروغانو ورتګ هم ډېر کم شي ځکه اوس زياتره هغه ناروغان ورځي چې هلته خپلو خپلوانو کې د شپې تېرولو مناسب ځايونه لري .
په دې توګه بيا د لارو بندول هم پر موږ دومره اغېز نه شي کولای چې دلته زموږ وضعيت د يو بشري ناورين تر حده ورسوي . دغه راز په ختيځو او جنوبي ولاياتو کې د افغانۍ پر ځای د پاکستانۍ روپۍ چلند کې هم کمی راتلای شي او تر ډېره به زموږ د امنيت په ټينګښت کې هم مرسته وکړي . خو ايا د مهاجرينو د راستنولو چاره دومره ګرانه ده چې زموږ حکومت يې نه شي ترسره کولای ؟
حال دا چې تېر کال په خورا غټ شمېر هېواد ته د راستنېدونکو مهاجرو له وضعيته په څرګنده معلوميږي چې دا کار ډېر په اسانۍ سره کېدونکی دی . نو که له راتلونکي پسرلي سره سم حکومت دغې موضوع ته متوجه اوسي ، ښايي د مني تر پايه د ټولو افغانانو لاس له پاکستانه راوخيژي او بالآخره هلته د پام وړ څوک پاتې نه شي . په همدې توګه د بديلو لارو او بازارونو موندنه وګڼئ چې غالباً ځکه دومره نه ده ګرانه چې موږ له پاکستانه پرته هم دېر ګاونډيان لرو . له هغوی سره د ښو اړيکو په جوړولو موږ ته خامخا ډېرې لارې او مارکيټونه په لاس راځي لکه زموږ درې شمالی ګاونډيان او د منځنۍ اسيا نور هېوادونه چې د غلو دانو او انرژي ستونزې مو ډېرې ښې اوارولای شي . همداسې د ايران له لارې هم زموږ ډېرې اړتياوې پوره کېدای شي او که سياستوال له پاکستان سره د ښې ديپلوماسي او حکيمانه چلند لار ونيسي نو بيا هم زموږ ګاونډی دی . خو هغه څه چې زموږ لپاره ډېر زيانمن دي او زر تر زره يې چاره په کار ده ، يوازې پر پاکستان د اتکاء خبره ده .
ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*