تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / تذکية النفس

تذکية النفس

تذکيه په لغت کې پاکوالي، نمو او زياتوالي ته وايي.
خو په عامه اصطلاح تذکية النفس له خپل ځان سره محاسبې او خپل نفس د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) پر لاره برابرولو ته وايي.
نفس عموماً په درې قسمه دی:
۱ – نفس مطمئنه: دا هغه نفس دی چې په ښو کارونو عادت وي. يعنې خپل حقيقي مالک يې پېژندلی وي، له ګناهونو څخه ډېر لرې او تل د خپل رب پر عبادت مشغول وي. احياناً که چېرې کومه ګناه ترې وشي، نو د ژوند تر پايه له خپل ربه بښنه غواړي، څو الله تعالی معافي ورته وکړي. دغه ډول نفس خپل ټول ګناهونه په دنيا کې لا د رښتينې توبې له لارې رژولي وي او د قيامت په ورځ له خپل رب سره يوازې د ښو اعمالو درلودلو سره مخ کيږي. چې بيا به الله تعالی – جل جلاله – ورته فرمايي: (( يَـــــأَيَّتُها النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ () ارْجِعِیْ اِلی رَبِّكَ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً () فَادْخُلِی فِی عِبَـــادِی () وَ ادْخُلِیْ جَنَّتِی )) سورة الفجر
ژباړه: « اې ډاډه نفسه، د خپل رب په لور ور ستون شه په داسې حال کې چې ته له هغه (ج) او هغه له تا راضي اوسي، بيا زما بنده ګانو کې داخل شه، او زما جنت ته ننوځه».
۲ – نفس لوّامه: دا هغه نفس دی چې له نفس مطمئنه څخه يې درجه لږ ښکته ده، ښه کارونه هم کوي او بد هم. خو له کولو وروسته پر خپلو ښېګڼو او نېکو کارونو خوشالي احساسوي او پر خپلو بدو چارو يا ګناهونو خفه او پښېمانه وي. دغه ډول نفس هم د الله تعالی د رحمت تر سيوري لاندې راځي.
۳ – نفس امارة: دا هغه پليت نفس دی چې د ښو او بدو هيڅ توپير نه پيژني. هر څه چې پر مخه ورځي لاس نيوی نه کوي. زياتره اعمال يې ناوړه وي، کېدای شي کوم يو ښه کار وکړي نه پرې خوشحاليږي او نه يې نيت د الله – جل جلاله – رضا وي. دغه ډول نفسونه په دنيا کې کوم ارمان ( چې په وس يې پوره وي) پر زړه نه پرېږدی، که هر څومره لويه ګناه او ضرر ولري؛ بې له څه ځنډه يې په ډاګه تر سره کوي. خو د قيامت په ورځ داسې نفسونو ته د الله په رحمت کې ځای نشته.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: ( کلُّ أُمّتِی مُعَافی الّا الْمُجَاهِرِيْنَ…) يعنې: زما ټول امت ته بښنه کېدای شي پرته له مجاهرينو، مجاهرين ښکاره ګناه کوونکو، يا هغو کسانو ته وايي چې يوه ګناه تر سره کړي او څوک ترې خبر نه شي، خو بيا دی خپله خلکو ته د خپلې ګناه اعلانونه کوي. اسلام کې ځکه د داسې اشخاصو په هکله ډېر وعيدونه راغلي چې دغه خلک نه يوازې خپله په ګناهونو اخته دي، بلکې د دوی دغه ډول اعلانونه په نورو خلکو کې هم فحشا خوروي او ځان سره يې پر غلطه لاره برابروي.
د تذکية النفس اړتيا:
يو روايت کې راغلي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ايا تاسو ته د انسان په بدن کې داسې ټوټه ونه ښايم چې که هغه اصلاح وي ټول ځان به اصلاح وي او که هغه فاسده وي ټول ځان به ورسره فاسد وي!، صحابه کرامو – رضی الله عنهم – ورته وويل: ولې نه، ووايئ!. رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: خبردار! هغه (ټوټه) زړه دی!.
همداراز د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايلي: مخکې له دې چې الله تعالی له تاسو سره محاسبه وکړي، خپله له خپلو نفسونو سره محاسبه وکړئ.
په يو بل حديث کې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي : ( اِنَّ الله لَا يَنْظُرُ اِلی اجسامِکُمْ وَ لَا اِلی صُوَرِکُم، وَلکِنْ يَنْظُرُ اِلی قُلُوبِکُم وَ اَعْمَالِکُمْ. رواه مسلم.
ژباړه: نبي عليه السلام فرمايلي: الله تعالی هيڅکله ستاسو جسمونو او شکلونو ته نه ګوري، بلکې الله تعالی ستاسې زړونو او اعمالو ته ګوري.
نور بيا ….
سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*