تازه خبرونه
Home / تازه خبر / له ګوانتانامو زندان څخه د را خلاصو شوو جهادي مشرانو د خلاصون په اړه د طالبانو دسترمشر عاليقدرداسلام خادم ملا محمدعمر مجاهد حفظه الله ورعاه… د مبارکۍ پيغام

له ګوانتانامو زندان څخه د را خلاصو شوو جهادي مشرانو د خلاصون په اړه د طالبانو دسترمشر عاليقدرداسلام خادم ملا محمدعمر مجاهد حفظه الله ورعاه… د مبارکۍ پيغام

له ګوانتانامو زندان څخه داسلامي تحريک د پنځو تنو مهمو مجاهدو مشرانو د خلاصون په تړاو، ټول افغان غيورملت ، سرسپارلو مجاهدینو او د بندیانو خپلوانو او کورنیو ته د دغې ستر ې فتحې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وايمnnnnnnnnnnnnnnnn.

الحمدلله ثم الحمدلله چې دمجاهدینودبې ساري قربانیوپه برکت او د اسلامي تحريک دمدبرانه سياسي هلوځلوپه نتیجه کې داسلامي تحريک پنځه تنه لوړپوړي مشران له ګوانتانامو زندان څخه دالله جل جلاله په نصرت په سالمه توګه راخلاص شول.

دغه لوی بری او ښکاره فتحه له ټولو مجاهدینو څخه رب منان ته د شکر سجدې غواړې چې زموږ د مجاهد ولس په قربانیو باندې يې اثر مرتب کړ او د دښمن له پنجوڅخه یې زمونږ مجاهدینو ته نجات ور په برخه کړ.

د دغو مهمو مجاهدینو د راخوشې کیدوپه لاره کې د ټولو ستړیو شوو مجاهدینو، د اسلامي تحريک د رهبری شوری، د امریکايي بندي بريګډال د نیونکو او ساتونکو مجاهدینو او مشرانو او د ټول ملت چې په دغه لویه سوبه کې يې ونډه لرله سعې او هڅې د ستایلو وړ دي او الله جل جلاله نه د لازیات توفیق غوښتنه ورته کوم.

باید ووایم چې په دې اړه د قطر هېواد او د هغه له امیر ښاغلي شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني څخه هم مننه کوم چې د نوموړو مشرانو په را خلاصولو کې یې مخلصانه هلې ځلې، منځګړیتوب او کوربتوب وکړ. له الله جل جلاله څخه دوی ته په دنیا کې عوضونه او په آخرت کې اجرونه غواړم.

الله تعالی دې د دغو مشرانو په څېر زموږ ټول مظلوم بندي هيوادوال چې د خپل هېواد د آزادۍ او د دين د خدمت په لاره کې بنديان دي، را خوشي کړي.

دغه ستر بری موږ ته د ټول هېواد د آزادۍ زیری راکوي او لا مو په دې ډاډه کوي چې ان شاءالله د افغان مجاهد ولس له آرمانونو ډکه بیړۍ نوره د خپل ساحل خواته لنډه شوې. ان شاءالله وما ذلک علی الله بعزیز . ستاسو ورور

د اسلام خادم ملا محمد عمر مجاهد

comments

2 comments

  1. ډيرخوشحاله شوم چې دمشر ملاصاحب پیغام می وموت. مشر ملاصاحب او دهغه ټولو ملګرو مجاهدینو او دبندیانوکورنیوته دزړه له کومی مبارکی وایم ، الله دی ددی بندیانو خلاصون زموږ په وطن کې دصلحی او آرامی سبب وګرځوی

  2. نوراحمد

    ماشاالله داڅونه دخوشحالی خبره ده چی دخپل مشرامیرالمومنین ملامحمدعمرصاحب خوږ بیغام موولیدل الله دی زنده بادلری

خپله تبصره ولیکې

. *

*