تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د تذکية النفس دوهمه برخه – توبه

د تذکية النفس دوهمه برخه – توبه

د تذکية النفس لارې چارې
توبه اېستل :
څرنګه چې له تحليې وړاندې تخليه ضرور ده ، نو همداراز د تذکية النفس لپاره تر هر څه وړاندې پر خپلو تېرو ګناهونو پښېماني او توبه اېستل مهم دي. د دې خبرې ښه مثال د پاکو يا نويو جامو اغوستل دي، يعنې هيڅوک له ځان مينځلو مخکې پر خيرن بدن پاکې جامې نه اغوندي . همدغه شان توبه هم د تېرو ګناهونو او غلطيو لپاره ډېر غوره صابون او کفاره ده .
علماء وايي: له هرې ګناه وروسته توبه واجب ده. که چېرې دغه ګناه په حقوقو د بندګانو کې وه؛ نو له الله تعالی څخه وړاندې به له هغوی بښنه غوښتل کيږي او که څه حق ترې اخيستل شوی وي بيرته به ورسپارل کيږي. او که چېرې دغه ګناه په حق د الله تعالی کې وه نو د بښنې لپاره يې درې شرائط دي:
الف – دغه ګناه پرېښودل، يعنې داسې ونه شي چې هم ګناه کې مبتلاء وي او هم بښنه غواړي.
ب – په خپلې ګناه به د زړه له تله پښېمانه وي او هيڅکله به خپله ګناه په فخر نه يادوي.
ج – د بيا لپاره به د دې ګناه نه کولو کلک عزم کوي. البته که بيا هم پکې واقع شو نو په کلکه به بښنه غواړي.
څرنګه چې له مکلف کېدلو ( بالغ کېدو ) سره سم د انسان پر پاک او معصوم زړه له هرې ګناه سره يو يو تور خاپی پيدا کيږي ، چې د وخت په تېرېدو د ډېرو ګناهونو له امله بالآخره همدغه صفا زړه پر يوې تورې خيرنې ټوټې بدليږي. بيا د دې زړه پاکول ډېر سخت دي ، خو بيا هم ناشوني نه دي . همدغه تور زړه چې اوس د شيطان ځاله ده ، پر رښتينې او مخلصانه توبې سره خامخا اصلاح کېدای شي .
الله تعالی (ج) په خپل کلام کې فرمايي : (( يَــأيُهَا الَّذِينَ ‌‌‌‌ءَامَنوا تُوبُوآ أِلَی اللهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسی رَبُّکُم أَنْ يُکَفِّرَ عَنْکُم سَيِّئَاتِکُمْ وَ يُدْخِلَکُمْ جَنّتٍ تَجْری مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهرُ…)) سورة التحريم .
ژباړه: اې مؤمنانو! الله تعالی ته توبه وباسئ ، خالصه توبه ؛ کېدای شي چې رب مو له تاسو څخه بدي لرې کړي او داسې جنتونو ته مو ننباسي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي .
بل ځای فرمايي : (( وَ هُوَ الذی يَقْبَلُ التَوْبَةَ عُنْ عِبَادِه وَ يَعْفُوا عَنِ السَّيِّئَاتِ وَ يَعْلَمُ مَا تَفْعُلُوْن…)) سورة الشوری .
ژباړه : « الله هماغه ذات دی چې له خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او له ګناهونو څخه تيريږي ، په داسې حال کې چې ستاسې ټولې کړنې هغه ته معلومې دي.
همداراز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : ( يا أيها الناس توبوا ألی الله و استغفروه، فأني أتوب فاليوم مأتة مرة) رواه مسلم.
ژباړه : اې خلکو! توبه وباسئ او له الله تعالی څخه بښنه وغواړئ، يقيناً زه هره ورځ سل ځله بښنه غواړم .
انبياء ټول معصوم دي او زموږ د پېغمبر صلي الله عليه وسلم درجه خو ډېره اوچته ده، نو بيا هم چې نبي عليه السلام هره ورځ سل ځله بښنه غواړي؛ دې کې اصلاً خپل امت ته درس ورکوي او توبې ته يې رابلي .
هر مسلمان ته لازمه ده چې تر ويده کېدو مخکې ځان سره د ورځې په ټولو چارو فکر وکړي، په بدو پښېمانه شي او بښنه وغواړي ؛ همداراز پر خپلو نېکو کارونو خوشحاله شي او دوام ورکړي . که هر ماسخوتن موږ له ځان سره په خپله حساب وکړو، نو تر ډېره به له ګناهونو وژغورل شو او الله جل جلاله به هم په حساب کې ډېره اساني راسره وکړي .
لکه څنګه چې د يو بل حديث مفهوم دی: کله چې په ښه کار خوشحاله شوې او په بدو پښېمانه او خفه شوې، نو ډاډه شه چې ستا په زړه کې ايمان شته.
نور بيا…

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*