تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د تزکية النفس دريمه برخه – لمونځ

د تزکية النفس دريمه برخه – لمونځ

د تزکية النفس لارې چارې
۲ – په سمه توګه لمونځ کول:
الله تعالی جل جلاله فرمايي: (( إِنَّما يَعْمُرُ مَساجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الْآخِرِ وَ أَقامَ الصَّلاةَ وَ آتَى الزَّكاةَ وَ لَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللَّهَ فَعَسى أُولئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ )) سورة التوبه – ۱۸ اية .
ژباړه: د الله د مسجدونو ودانونکي خو هماغه خلک کېدای شي چې الله او د اخرت ورځ ومني، او لمونځ قائم کړي، زکات ورکړي او له الله پرته له بل هيچا څخه نه وېريږي. له هماغوی څخه دا توقع ده، چې سمه لار به وموندي.
همداراز بل ځای فرمايي: (( إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهى عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنْكَرِ )) سورة العنکبوت – ۴۵ آية .
يعنې: يقيناً لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه «خلک» منع کوي.
له پورته ايتونو څرګنديږي چې الله جل جلاله هيڅکله هغه کسان په ګمراهۍ کې نه پرېږدي چې يوازې د هغه له وېرې په سمه توګه لمونځ اداء کوي، بلکې خامخا به خپله لار ورته روښانه او هدايت ورنصيب کړي. په لمانځه باندې الله تعالی ډېر زيات تأکيد کړی او په لسګونو ځايه يې په خپل مبارک کلام کې ذکر کړی، دا ځکه چې لمونځ د الله تعالی يو داسې اهم عبادت دی چې د نورو عباداتو په نسبت عاجزي پکې زياته ده او څومره چې په انسان کې عاجزي راشي هماغومره الله تعالی ته نژدې کيږي او ټول اعمال يې رغيږي.
لکه څنګه چې له عبدالله بن قُرط رضی الله عنه څخه روايت دی؛ وايي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل : (( أوّلُ ما يُحاسَبُ بِهِ الْعَبْدُ يُومَ الْقِيَامَةِ، الصَّلاةُ فَاِنْ صَلَحَتْ، صَلَحَ سائِرُ عَمَلِهِ وَ اِنْ فَسَدَتْ، فَسَدَ سَائِرُ عَمَلِهِ )) رواه الطبراني.
ژباړه: د قيامت په ورځ تر ټولو لومړۍ پوښتنه له بنده څخه د لمانځه کيږي، که لمونځ يې سم ؤ ټول اعمال به يې سم وي او که فاسد ؤ ټول اعمال به يې فاسد وي.
بل حديث عُبَادة بن الصّامت رضی الله عنه رانقل کړی، دی وايي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي: (( خَمْسُ صَلَوَاتٍ افْتَرَضَهُنَّ اللهُ تَعَالی، مَنْ أَحْسَنَ وُضُوءَهُنَّ وَ صَلَاهُنَّ لِوَقْتِهِنَّ و أتَمَّ رُکُوْعَهُنَّ وَ خُشُوْعَهُنَّ کَانَ لَهُ عَلَی اللهِ عَهْدٌ أنْ يَغْفِرَ لَهُ وَ مَنْ لَّمْ يَفْعَلْ فَلَيْسَ لَهُ عَلَی اللهِ عَهْدٌ أِنْ شَاءَ غَفَرَ لَهُ وَ أِنْ شَاءَ عَذَّبَهُ)) رواه ابوداود.
پورته حديث کې نبي عليه السلام فرمايلي: « الله تعالی پنځه لمنځونه فرض کړي. نو چا چې په ښه توګه اودس وکړ او بيا يې په خپل وخت لمونځ وکړ، داسې چې رکوع يې په ښه شان وکړه او لمونځ يې په خشوع تر سره کړ، نو دې کس سره د الله تعالی ژمنه ده چې بښنه به ورته کوي او چا چې داسې ونه کړل؛ نو بيا د الله تعالی ژمنه نشته، که خوښه يې وه بښنه به ورته وکړي او که خوښه يې وه عذاب به ورکړي».
همداراز حضرت جابر رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه السلام وفرمايل: ژباړه « د پنځو لمونځونو مثال داسې دی لکه تاسې کې د يو چا د کور مخې ته چې وياله بهيږي او هره ورځ پنځه ځله پکې لامبي».
له دغو ټولو ايتونو او احاديثو معلومه شوه چې لمونځ د مسلمان د کاميابۍ يوه کيلي ده، که چا تر لاسه کړه نو د اسلام نور احکام هم په ښه توګه تر سره کولای شي، خو که ترې نادرکه شوه نو ټول اسلام به ترې ورک وي، يعنې نه به يې روژه د روژې په څېر وي، نه به يې صدقه د الله لپاره وي، نه به يې حج د خدای لپاره وي او نه به يې نور ټولنيز ژوند د اسلام له اصولو سره سم وي. نو د دې لپاره چې خپل زړه ته د اسلام نور ښکته کړو او خپل سيرت او صورت له اسلام سره سم عيار کړو، راځئ خپل لمنځونه سم کړو!
نور بيا…

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*