تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت / د تزکية النفس څلورمه برخه – د الله «ج» ذکر

د تزکية النفس څلورمه برخه – د الله «ج» ذکر

د تزکية النفس لارې چارې
د الله (ج) ذکر:
يو له هغو کارونو چې الله تعالی ته د نزيکت، ډاډ او اطمنان سبب ګرځي، د الله (ج) ذکر هم دی. په دې هکله الله تعالی جل جلاله په خپل مبارک کلام کې فرمايي: (( أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ )) سورة الرعد – ۲۸ آية .
ژباړه: « خبر دار اوسئ! همدغه د الله (جل جلاله) ياد هغه شی دی چې زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي» .
له (ډاډينې) مطلب دا چې ذکر د الله (ج) او د هغه د بنده ګانو تر منځ اړيکې رغوي، بنده ګانو ته د خپل رب لار روښانوي او د ژوند اصلي هدف ور پېژني. کله چې کوم بنده له الله تعالی سره خپل تعلقات سم کړي، د هغه (ج) اوامرو ته غاړه کيږي او له هغو کارونو ځان وساتي چې ترې منع شوی، نو الله تعالی خپل دغه بنده ته د نورو عباداتو توفيق هم وربښي او زړه يې پر خپل نور لا روښانوي. چې پايله کې يې بيا دغه بنده د دنيا له هر قسم ازميښتونو سره د خپلې ژورې عقيدې پر مټ مقابله کولای شي.
مطلب دا چې د الله تعالی ذکر هغه وسيله ده چې د نورو عباداتو او اجتماعي ژوندانه په رغولو کې هم ډېره مرسته او قوي سهم لري. له همدې امله په مختلفو احاديثو کې له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه ځينې خاص اذکار هم رانقل شوي. لکه ابو هريرة رضی الله عنه چې له نبي عليه السلام نه روايت نقل کړی، وايي: ( کلمتان خفيفَتانِ علی اللِّسَانِ، ثَقِيْلَتَانِ فی المِيْزَانِ، حَبِيْبَتَانِ اِلی الرَّحْمَانِ: سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْم ) متفق عليه.
ژباړه: دوه کلمې دي چې سپکې دي په ژبه، درنې دي په تله د ميزان کې او عزتمندې دي الله تعالی لره: سبحان اللهِ وَ بِحَمْدِهِ، سُبْحَان اللهِ الْعَظِيْم.
په يو بل حديث کې نبي عليه السلام د ذکر د اهميت په اړه فرمايلي: ( لا يَقْعُدُ قَوْمٌ يَذْکُرُوْنَ اللهَ «عزوجل» اِلّا حَفَّتْهُمُ الْمَلَائِکَةٌ وَ غَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ وَ نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّکِيْنَةُ ؛ وَ ذَکَرَ هُمُ اللهُ فِيْ مَنْ عِنْدَهُ ) رواه مسلم.
ژباړه : « هر هغه ډله چې سره کېني، الله يادوي نو خامخا به ملائکې پرې راغونډې، رحمت به پرې راخپور، ډاډ به پرې نازل او الله به يې هغه چا سره ياد کړي چې هغه سره دي».
همداراز يو بل حديث کې د ذاکرينو او غير ذاکرينو په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: ( مَثَلُ الَّذِی يَذْکُرُ رَبَّهُ والَّذِی لَا يَذْکُرُهُ مَثَلُ الحَيِّ وَ الْمَيِّتِ) رواه البخاري.
يعنې : مثال د هغه چا چې د خپل رب (ج) ذکر کوي او د هغه شخص چې ذکر يې نه کوي، په شان د مړي او ژوني دی.
کله چې يو کس خپل رب په حقيقي توګه وپېژني او هغه هر ځای او هر وخت په ياد ولري، نو بيا يې په زړه کې له خپل رب څخه وېره پيدا کيږي او له ګناهونو څخه د نجات يوازنۍ وسيله له خپل رب څخه وېره ده.
نور بيا …
سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*