تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / نوروز لمانځنه ښکاره باطل پرستي ده

نوروز لمانځنه ښکاره باطل پرستي ده

ډېره د تأسف خبره ده چې د افغانستان په شان يو سوچه اسلامي هېواد کې لا هم د يو شمېر جاهلو عوامو او پردي پالو چارواکو له خوا د نوي لمريز کال لومړۍ ورځ هماغه د پخوانيو مجوسيانو په شان لمانځل کيږي . په دې لړ کې يو بل افسوس دادی چې دلته خو له بده مرغه او س زموږ پر دماغونو او ذهنونه تر ډېره بريده خارجي رسنۍ واک و اغېز لري . نو څرنګه چې يادې رسنۍ – راډيوګانې او ټي وي چينلونه شپه ورځ لګيا دي ، د اسلامي شعايرو د کمرنګه کولو او باطلو رسومو د ځلولو هڅه هاند کوي ، همدا وجه ده چې اوس يې د نوروز لمانځنې په څېر ناروا او مشرکانه عمل هم پر موږ داسې لازم کړی چې بايد هیڅوک يې مخالفت ونه کړي .
په دې کې شک نشته چې نوروز د پخوانيو مجوسيانو اختر ؤ ، هغوی يو دغه شان اختر د ميزان په لومړۍ نېټه هم درلود چې له نېکه مرغه اوس يې دلته کوم څرک نه ليدل کيږي . د نوروز لمانځنې د حرمت په هکله د ټول امت د علماؤ اقوال او نظريات د فقه او عقايدو په کتابو کې تفصيلي بيان شوې چې اصل يې هماغه د حضرت انس رضي الله عنه حدیث دی . نوموړی جليل القدره صحابي وايی: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو هلته په خلکو کې دوه مېلې رواج وې ، يوه د مهرجان او بله د نوروز . په دې کې به خلکو مېله ، خوښي او ساتېری کاوو . نبي عليه السلام وويل ښه نو الله تعالی ستاسې لپاره دغه دوه ورځې پر دوو نورو ورځو بدلې کړې چې د کوچني او لوی اختر ورځې دي . دا مبارک حديث امام احمد او ابو داؤد رحمه الله په صحيحو اسنادو روايت کړی او د حدیثو کره کتونکو علماؤ هم په معيار پوره بللی .
اوس نو کله چې د وروستۍ زمانې امت ته له همداسې يوې باوري لارې د خپل ستر لارښود مبارک حديث رسېدلی ، ايا د هر خاص و عام مسلمان لپاره کافي نه ده چې پر همدې ځای راتم شي . يعنې هر مسلمان دې وپوهيږي چې کله الله عزوجل د دوی لپاره د پخواني جاهليت د مېلو او خوښۍ ورځې په نورو ورځو بدلې کړې دي ، بيا نو کله مناسب ده چې څوک پر هماغو ورځو لا هم ټينګ پاتې شي او هماغسې خپلو جشنو ته دوام ورکړي . اوس بايد د يو مسلمان فرد او مسلمانې ټولنې په حيث هيڅوک ځان ته دا حق ورنه کړي چې د الله عزوجل له خوا بدله شوې ورځ ، نه بدلوي او په دې فکر چې دا يې د نيکونو پخوانی دود دی ، نور هم ټينګار پرې کوي . د نوروز لمانځنې د حرمت په اړه له څېړنو معلوميږي چې حنفي علماؤ يې ډېر شديد مخالفت کړی . د دې لامل ښايي دا وي چې په حقیقت کې د نوروز اختر هم د ايران ، عراق ، افغانستان او خواوشا سيمو کې رواج ؤ چې حنفي مسلک هم بيا همدلته ډېر نفوذ وموند. کېدای شي حنفي علماء د عوامو له دغه جاهلي دود نه ډېر په تنګ راغلی وي او له همدې کبله يې خپلو فتاواؤ کې په کلکه د نوروز لمانځنې غندنه هم کړې ده .
په دغو کې ستر فقيه او د شام لوی عالم ابن عابدين خپل مشهور کتاب الدر المختار کې داسې ويلي: د مهرجان او نوروز د ورځو په نامه چاته سوغات ورکول نه دي روا . يعنې د دغو دوو ورځو په نامه سوغات ورکول حرام دي . او که د يادې ورځې درناوی يې مقصد وي لکه چې نور کافران او مشرکان يې کوي ، بيا خو کافر کيږي هم . همدارنګه په تبيين الحقايق کې وايي: د دغو دوو ورځو په نامه چاته سوغات ورکول حرام بلکې ښکاره کفر دی . دغه ډول فتواګانې زښته ډېرې دي چې دا يې ځای نه دی .
لنډه دا چې اوس دا د چارواکو ذمه واري ده چې که رښتيا هم خپل دين او مذهب ته ژمن وي نو لازمه ده چې په خورا جديت د دغه شان مېلو او جشنونو له سرپرستۍ او پالنې ډډه او تر وسه وسه يې په مخنيوي کې هڅه هاند وکړي . دغه راز ديني علماء هم مسؤليت لري څو په دې برخه کې خبل ايماني مکلفیت اداء او خپل مسلمان ولس وپوهوي چې له دغسې جاهلي رسومو په کلکه ځان وساتي .
د يادونې وړ ده چې زموږ زياتره چارواکي سره له دې چې ښايي د نوروز په هکله به يې څه ناڅه شرعي معلومات ترلاسه کړي وي خو له دې وېرې چې هسې نه پر بنسټ بالنې تورن شي ، تکلفاً د نوروز مراسمو کې ګډون کوي . خو دا نو واقعاً ډېره زياته د افسوس خبره ده چې يو مسلمان د کفارو او بيا يرغلګرو صليبيانو د خوشالولو په اراده دغسې ناروا مجالسو ته نور هم شور و زوږ او رونق ورکوي .
له بلې خوا زموږ په هېواد کې د دې مجوسي اختر تر څنګ يوه بله ناروا هغه مراسم دي چې په بلخ ولايت کې د هغه جعلي قبر خواته جوړيږي کوم چې حضرت علي کرم الله وجهه ته يې منسوب کړی . د نوروز په ورځ نو په دغه ځای کې هغه مشرکانه څرګندونې ، رسوم او نارواوې ليدل کيږي چې د مسلمان په حيث هيڅ يو عام کس ته هم د زغملو نه وي . الله عزوجل دې ټولو ته د نيکۍ هدايت او توفیق نصيب کړي .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*