تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د داعش پر خلاف د ايتلاف لويې غونډې په اړه:

د داعش پر خلاف د ايتلاف لويې غونډې په اړه:

ټاکل شوې ده واشنګټن به د چار شنبې په ورځ د هغې غونډې کوربه وي چې د داعش پر خلاف ايتلاف (۶۸) غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران پکې ګډون کوي . د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وار له مخه لا واشنګټن په لور خوځېدلی او غواړي چې د غونډې ګډون وال خپل هېواد کې د داعش له خطرناکو فعاليتونو په تفصيلي ډول خبر کړي . هېره دې نه وي چې امريکا او نور لويديځ ملګري يې دا مهال د داعش پر خلاف مبارزې ته په جدي ډول را وړاندې شوي او ډېره هڅه کوي چې دا جنګي پروسه په ټول ختيځ کې په داسې ډول اداره کړي چې لګښت کم پرې وشي خو د دوی ستراژيکې ګټې ښې خوندي کړي . ښايي د لويديځ د دغه جديت يو لامل دا وي چې په دې ورځو کې يو شمېر ختيځ هېوادونه لکه روسيه، چين، ايران، پاکستان، ترکيه او د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونه تر يو بريده د امريکې پر خلاف را پارېدلي او د امريکايانو له متابعته يې څه نا څه سرغړونې پیل کړې دي .
د همدغو سرغړونکو د ځپلو او بوختولو لپاره لويديځوال اړ دي څو له داسې ډلو کار واخلي چې په هر صورت يې ګټه بيرته هغوی ته ور ګرځي . يعنې که هر لوري ته زيان رسيږي چې د لويديځ په ګټه وي . داسې ښکاري چې داعش ډله د همدې موخې لپاره انتخاب شوې وي . ځکه په دې سره به له يوې خوا چين ، روسيه ، ترکيه ، پاکستان او داسې نور هېوادونه بې ثباته شي او له بلې خوا به په همدې پلمه په ټوله نړۍ کې هغه سخت دريځي اسلامپالي وځپل شي چې د امريکې د تابعدارۍ جوګه نه دي .
هېره دې نه وي چې لويديځوالو د روسيې په مشرۍ ختيځ بلاک د ماتولو لپاره پخوا هم له ورته تدبيره کار اخيستی خو هغه مهال يې په ښکاره جهادي ډلو سره مرستې کولې او په دې توګه يې د روسانو ماتولو هدف ترسره کړ . خو دا ځل د داعش ډلې ظهور او بيا يې د ګواښونو او فعاليت لپاره په دې کچه تبليغات د دې موضوع د لا پېچلتيا لامل ګرځېدلي . اوس مهال امريکا او ناټو په خورا مهارت له يوه پلوه د يادې ډلې غندنه کوي او له بل لوري غواړي چې د ختيځ په ټولو هېوادو کې د فعاليت موقع ورته چمتو کړي .
راځئ په دې لړ کې تر ټولو مخکې د خپل هېواد موجوده وضعيټ تر څېړنې لاندې ونيسو . موږ دلته وليدل چې امريکايانو او ناټو هېوادونو د وسلو او بمباريو په زور د طالبانو واک را نسکور کړ او له هماغې ورځې راهيسې دلته د امريکايانو پر خلاف جګړه هم پيل شوه . په دې کې برابر پنځلس کاله تېر شول تر دې چې امريکايانو دلته خپلې پوځي اډې ښې محکمې او په دې وپوهېدل چې اوس له همدې ځايه د نورو هېوادو د بې ثباتۍ لپاره له کومو ډلو کار واخلي . په همدې ترڅ کې له عراق نه د خراسان ولايټ په نامه د خلافت مسؤلين راوټاکل شول او د غربي رسنيو د تبليغاتي ماشين پر مټ يې ګرد هېواد کې اوازه خپره شوه .
خو د طالبانو پر خلاف چې تر ډېره يې افغاني او ملي بڼه درلوده ، داعش د افغاني دود پر کچ مېچ هيڅ برابرښت نه درلود . بل دا چې طالبانو د خپل هېواد افغانستان پولې او سرحدونه ډېر ښه پېژندل ، دوی نه غوښتل چې له خپلو پولو ور هاخوا نورو هېوادو کې ګوتې ووهي . خو د داعش ناره دا وه چې پر ټوله نړۍ د اسلامي خلافت قايمول غواړي او د بېلابېلو هېوادو پولو ته پر کوم اهميت قايل نه دي .
خو د غربيانو لپاره د داعش په وجود کې د کا رټکی همدا ؤ . هغوی له خدايه همداسې يوه دله غوښته . اوس دادی وينو چې د لويديځ له پراخو تبليغاتو سره سره داعش په افغانستان کې ان پر يوې ولسوالۍ هم حاکميت نه لري . دا يوازې ننګرهار دی چې دوه دريو ولسواليو کې يې څو کلي دوی ته ورکړی شوي . دغه کلي له تېرو دو کلو راهيسې د داعش په لاس کې دي چې هلته د دوی راډيو ، روزنيز مرکزونه او خپلې محکمې فعالې دي . خو د هغوی پر خلاف د حکومت يا بهرنيو ځواکونو د عملياتو خبرې که څه هم تل روانې وي . مګر حقيقت دادی چې د يادو سيمو د تصفيې لپاره تر اوسه هيڅ ډول اقدامات نه دي ترسره شوي . البته دا يقيني ده چې وخت پر وخت هلته بې پيلوټه الوتکې بمبارۍ کوي چې د ځينو جنګياليو په ګډون د ښځو او ماشومانو پراخه مرګ ژوبله هم ځان سره لري . خو څرنګه چې يوازې د بمبارۍ په زور د هغوی حاکمیت نه ختميږي ، همدا وجه ده چې د لسو په وژل کېدو د هېواد له بېلابېلو سيمو شل – دېرش نور ورځي . ځکه يوازې راډيو يې هم دومره جلب و جذب کولای شي چې کافي شمېر جنګيالي ور مات شي .
په دې مانا چې ښايي امريکايان غواړي د داعش د واک سيمې تل د دوی په لاس کې وي څو د سيمې د موجوديت په واسطه داعشيانو ته ممکنه وي له هر لوري د جنګياليو د ورتلو چانس ولري . په دې ډول به هم د داعشيانو شهرت پر ځای پاتې وي او هم به امريکايان کولای شي وخت پر وخت خپل بمونه پرې واچوي او په دې پلمه يو شمېر مسلمانان په شهادت ورسوي . دا چې اوس افغانستان هم د داعش پر خلاف د هغه لوی ايتلاف غړی دی چې مشري يې امريکا کوي او دادی زموږ خارجه وزير هم په ياد مجلس کې د ګډون لپاره امريکې ته روان شوی ، ګورو به چې په دغه ناسته کې زموږ د هېواد لپاره د کومو نورو بدمرغيو زېری اورول کيږي .
په هر صورت هغه څه چې د افغانانو لپاره ډېر مهم ګڼل کيږي ، دادي چې دوی بايد په ډېر اخلاص يو بل ته لاسونه ورکړي او د يو ښه تدبير ، حکمت او معقوليت پر مټ د دښمن له دغسې انډيوالۍ ځان روغ وباسي او د جګړو د دوام ټولې دسیسې شنډې کړي .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*