تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د داعش په اړه ډېر تبليغات د هېواد لپاره خطرناک دي

د داعش په اړه ډېر تبليغات د هېواد لپاره خطرناک دي

زموږ چارواکي چې په حقيقت کې له يوه پلوه د خپلو درغليو ، اداري فساد او اخلاقي کمزوريو له لاسه په هېوادوالو کې شرمېدلي او مختوري دي او له بل لوري يې همدغه خپل بهرني باداران هم پرله پسې د بې اعتباره کولو هلې ځلې کوي ، له همدې کبله غواړي چې د خپلې بې کفايتۍ د توجيه لپاره داسې نوې پلمې وکاروي چې هم خپل اصلي مخالفين يعنې وسلوال طالبان نړيوالو ته کمزوري وښيي او هم د داعش په نامه ډېر پروپاګند کولو پر مټ د نړيوالو پام را واړوي او په دې ډول غربي هېوادونه وهڅوي چې نازولو او پالنې ته نور هم دوام ورکړي . دا ډېره د افسوس خبره ده چې د حکومت مشران په يوه خوله هم د هېواد پالنې قسمونه خوري او نړيوالو ته عذر و زارۍ کوي چې زموږ له هېواد سره مرسته ، ملګرتيا ، کاروبار او دلته پانګونه وکړي او هم بيا وايي چې هلئ داعشيانو مو ټول هېواد په سر واخيست ! په داسې حال کې چې دلته موجود ځمکني واقعيتونه هيڅکله داسې نه دي . دلته ټول هېوادوال په خپلو سترګو ويني چې داعش ته يوازې په ننګرهار کې څو کلي ورکړي شوي . په دې توګه چې څو څو ځله سرکاري لښکرې ورځي ، هغه ټولې سيمې تصفيه کوي بيا په ناڅاپي ډول هغه ګرده سيمه ورته خوشې کوي او خپل ډېر جنګي وسايل هم هغوی ته قصداً پرېږدي . څو که په دې توګه وکړای شي طالبانو ته ستونزې را پيدا کړي او د همدې داعش په واسطه طالبان وځپي.
د همدې موخو لپاره د ټول هېواد واليانو ، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته لارښوونه شوې چې په اړوندو سيمو کې يې د جنګي پېښو مسؤليت پر داعش ور وتپي او نور هم ډېر سر وټکوي چې که د مرکز توجه نه وي نو ډېر ژر به داعشيان پلانۍ او بستانۍ سةيه تر خپلې ولکې لاندې راولي . حال دا چې داعش زموږ په هېواد کې هيڅ ډول مقبوليت نه لري ځکه د دې هېواد له خلکو سره له نظرياتي ، کلتوري او سليقوي پلوه ډېر نا اشنا دي او د افغانستان حنفي مسلکه مسلمانان ښايي له يادې ډلې سره چندان ملګرتيا ونه کړی شي . خو زموږ حاکمان له دې سره سره شپه ورځ داعش يادوي . د دغه شان پروپاګنديو سبب ښايي د بهرنيانو تلقين هم وي . ځکه بهرنيان هم غواړي چې افغانستان کې د جګړې يو لوری داعشيان وښيي . په دې سره به يو خو له مخالفو وسلوالو سره د خبل ولس خواخوږي کمه شي ځکه وايي به چې داعشيان دي نو خدای خبر د کوم قوم او هېواد خلک او څوک يې مشران دي او بل دا چې په دوی سره د افغانستان خواوشا نور هېوادونه هم ښه تهديدولای شي . وجه داده چې داعش هسې هم له ګردې نړۍ سره غرضي دي . مګر طالبان يوازې خپل هېواد پورې محدود دي .
په هر صورت دا مهال سره له دې چې افغان چارواکو د داعش يادښت زيات کړی خو داسې نه ښکاري چې نړيوال به د افغان پوځ له اکمال او تجهيز سره څه لېوالتيا وښيي . بلکې د هغوی لپاره به يوازنی انتخاب دا وي چې زمږ پر هېواد خبلو هوايي بمباريو ته زور ورکړي . ځکه د مسلمانانو د وژلو لپاره دوی سره تر ټولو ارزانه طريقه همدا ده . ښايي شپاړس کاله نور هم تېر شي خو افغان پوځ په خپلو پښو ونه دريږي او دا حقيقت اوس ډېری افغانانو ته څرګند شوی هم دی . د ډېرې خواشينۍ خبهر ده چې زموږ حاکمان په داعش داعش ويلو سره د ټولې نړۍ کفارو ته په لوی لاس د خپلو مظلومو هېوادوالو د وژلو او تبا کولو جوازونه ورکوي . په داسې حال کې به څرنګه نړيوال موږ سره اقتصادي اړیکې ورغوي او دا به څوک وي چې موږ سره کومې راکړې ورکړط او معاملې ته زړه ښه کړي . موږ باوري يو چې که حکومت په دې هکله خپله تګلاره سمه نه کړي ، ډېر ژر به دلته د نړۍ ځواکمن هېوادونه خپل زورونه سره وازمويي او ډېر هېوادونه به دلته د بمباريو او يرغلیزو بريدونو موقع ترلاسه کړي . بيا دلته هر افغان داعشي او د هر يوه وژل بلا شکه روا او يوه غټه توره وي .
خو له بده مرغه دلته به د پنجابي ، چيچنيايي ، چينايي ، اوزبک او عرب په نامه همدغه مظلوم پښتانه وژل کيږي ، هر بم او توغندی به د يو بې چاره افغان پر کور غورځيږي او همدغه بې وزله ولس به له خپلو مېنو تښتي او کلي به يې شاړيږي .
په دې اساس لازمه ده چې افغان چارواکي خپل مسؤليت احساس او دغه منفي سياست اصلاح کړي . دوی بايد له بهرنيانو سره نرو د دغې سندرې له تکراره په کلکه ډډه وکړي . څو له يوې خوا د خپلو ګاونډيانو د تشويش مخه ونيسي او له بلې خوا خپل در په دره هېوادوال د پرديو له يرغلونو وژغوري . څومره به ښه وای چې د حکومت مشرانو نړيوالو ته د خپلې اقتصادي کمزورۍ عريضه وړاندې کړې او له هغوی نه د خپل هېواد د رغونې لپاره مرستې غوښتې وای . دوی ته لازمه ده چې په روغتيايي ، تعليمي ، زراعتي او داسې نورو برخو کې له نړيوالو مرسته وغواړي او بیا کله چې له هرې ممکنې لارې څه نا څه سپما وشي ، هماه دې پر خپل پوځ ولګوي .
راځئ نور د ترهګرو ، داعشيانو او يا شلو نورو خطرناکو ګروپونو پوچو اوازو ته هوا مه ورکوئ او خپل هېواد په لوی لاس په جهنم مه بدلوئ . يقيناً په دې اه موجوده منفی سياست به زښته خطرناکې پايلې ولري .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*