تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / نوی تعليمي کال او يو شمېر ننګونې

نوی تعليمي کال او يو شمېر ننګونې

نن د حمل په دريمه نېټه په ټول هېواد کې د سړو سيمو تعليمي کال پيل او زرګونو ښوونځيو کې زده کونکو په درس پيل وکړ . دا حقيقت پر خپل ځای د منلو دی چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې رښتيا هم په انقلابي ډول زښته ډېر ښوونځي او ديني مدرسې پرانيستل شوې . په ټولو ولاياتو کې ګڼ پوهنتونونه په سرکاري او شخصي بڼه په کار لګيا دي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي . دغه راز په لکونو درسي کتابونه هم چاپ شوي چې په وړيا توګه پر ټولو زده کونکو وېشل کيږي او همداسې د پوهنې وزارت اړوند مأمورين او استادان دي چې شمېر يې تر لس ګونو زرو هم اوړي معلومه ده چې طبعاً د دوی ټولو مياشتنۍ تنخا هم سرو کال د حکومت پر غاړه ده . د ښوونځيو تر څنګ په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه يوه ديني مدرسه هم له ياد وزارت سره رسميت او د معاشاتو برخه لري . د وزارت تشکيلات دومره پراخ دي چې همدا تېره اونۍ يې ښکاره اعلان وکړ چې معارف اوس هم څلوېښت زره مسلکي استادانو ته شديده اړتيا لري .
د دې تر څنګ زرګونه خصوصي ښوونځي هم د هېواد په لروبر کې فعال دي . دا که څه هم تر ډېره تجارتي بڼه لري خو پرته له شکه چې بيا هم د هېوادوالو په ګټه دي . ځکه ښايي ځينې يې يوازې د خپلو پانګو په غم کې وي خو ځينې پکې معياري هم دي چې تعليمي خدمتونه يې د ستاينې وړ دي . په عمومي ډول د افغانانو د ژوند سياسي ، اداري او اقتصادي وضعيت ته په کتو تعليمي دا يې تر ډېره ښه بللی شو خو له دې سره سره د يوې انساني ټولنې په حيث موږ حق لرو څو په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړو . موږ بايد د ښوونې او روزنې په برخه کې شته ستونزې او خنډونه په نښه او د حل او سمون لپاره يې اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړو .
حتمي ده چې له همدې ډېر برمختګ او کار سره سره ستونزې او نيمګړتيا،ې هم شته چې که د حل په برخه کې يې هڅه وشي ، هيله ده روان پرمختګ مو نور هم ګړندی شي . په دې برخه کې تر ټولو مخکې امنيتي ستونزې دي . دا ستونزه که څه هم ډېره ژوره او تقريباً د افغانانو له واک و اختياره وتلي ښکاري خو بيا هم يو څو داسې ټکي شته چې که دواړه جنګي لوري يې خيال وساتي ، څه نا څه به حل شي . د مثال په ډول که حکومت او وسلوال مخالفين دواړه له مدرسو او ښوونځيو ازاد وګرځي او د سنګر او مورچې کار ترې وانخلي ، غالباً تر يو بريده به يې امنيت په برخه شي . دغه شان کله کله داسې پېښې منځ ته راځي چې امنيتي ځواکونه پرته له اړتيا پر ديني مدرسو ور بلوسي ، پلټنې کوي او طالبان وېروي . دا ستونزه هم بايد رفع شي څو ديني زده کونکي په ډاډه زړه خپلو درسونو ته دوام ورکړی .
تر دې ور هاخوا د پوهنې وزارت په اړوندو دفترو کې د اداري فساد ستونزه ده چې له امله يې له يوې خوا د نالايقه استادانو د ټاکنې موقع چمتو شوې ، له بلې خوا د تکړه او ماهرو اشخاصو د مقررۍ مخه نيول شوې او بل لور ته د مؤظفو کسانو د تنخا ګانو وصولي ټکنۍ شوې ده . ويل کيږي چې په دې لړ کې فساد ان د خیالي ښوونځيو تر کچې رسېدلی داسې چې ځينې وکيلان او زورواکان هر يو ځان ته یو شمېر خيالي ښوونځي لري چې مالي حقوق يې نوموړي کسان په خپل جيب کې اچوي خو په واقعيت کې نه استاد لري او نه څوک زده کونکی .
دريمه ستونزه د ښوونيز نصاب موضوع ده . چې لازماً د پاملرنې وړ ده . په دې برخه کې د معارف د چارواکو توجه ځکه ډېره اړينه ده چې الحمدلله افغانستان يو سوچه اسلامي هېواد دی . دلته خلک خپل ديني او کلتوري ارزښتونه لري چې په جدي ډول يې پالنه غواړي او په هيڅ قيمت يې ضايع کېدل نه شي زغملی . د تأسف خبره ده چې د زمانو په اوږدو کې کله ناکله دا هېواد يو شمېر هوسپالو او خپلسرو بې تجربې حاکمانو ته هم په لاس ورغلی . داسې رژيمونو د بهرنيانو په لمسون د ښوونې چارو کې داسې لاس وهنې کړې چې له امله يې په يو شمېر سيمو کې خلک شکمن شوي او د ښوونځيو پر ښوونيز فعاليت او درسي نصاب څه ډېر باوري نه دي . ځکه خو دا وخت حکومت ته په کار ده چې په دې هکله جدي ګامونه واخلي . يعنې ټول درسي نصاب دې ښه په غور وڅېړل شي او هر هغه مواد او مضامین چې په معمولي ډول هم د خلکو د اندېښنې وړ ګرځي ، يو مخ دې له منځه يوسي او نور ګټور موضوعات دې ور واچوي .
همدارنګه نور روزنيز او ښوونيز فعاليتونه دې په ښه ډول اصلاح شي مثلاً دا چې د معارف بېلابېلو دفترو او د ښوونځيو ادارو کې دې مخلص ، خواخوږي ، ماهر او هېوادپالونکي اشخاص وټاکل شي څو د خپلو مخلصانه هڅو پر مټ د ټولو ولسي پرګنو واقعي مرسته او ملاتړ را جلب او دا شان د معارف د تعليمي فعاليتونو پر وړاندې زياتره شته ستونزې حل کړی شي . ځکه دا يو څرګند حقيقت دی چې که د حکومت تعليمي هلې ځلې د عام ولس د ډاډ او اطمينان وړ وګرځي ، زښته ډېرې ستونزې به يې حل او د پرمختګ بهير به يې خورا ګړندی پر مخ ولاړ شي. راځئ د نوي تعليمي کال له پيله لا د همداسې ارمانونو لپاره بلنه ، هڅونه ، کار او هڅه هاند وکړو .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*