تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / د خارجه وزير څرګندونې د حکومت لپاره لوی شرم دی

د خارجه وزير څرګندونې د حکومت لپاره لوی شرم دی

د بهرنيو چارو وزير صلاح الديڼ رباني چې دا مهال د داعش پر خلاف لوی ايتلاف د خارجه وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه واشنګټن ته تللی ، په يوه ناسته کې يې له امريکايانو هيله کړې چې افغانستان ته نور اضافي ځواکونه هم راوليږي ! نوموړي سپارښتنه کړې چې افغان حکومت له خپلو مخالفو ډلو سره د جګړې په ډګر کې زښته ډېرو نورو مرستو ته هم اړتيا لري . څو په دې توګه وکړای شي له هغو ګواښونو سره په ښه ډول مقابله وکړي چې دوی او لويديځ ټولو ته يې يو شان خطر پېښ کړی دی .
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې همدې وروستيو کې د نوي امريکايي حکومت ځينو چارواکو او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قوماندان هم دلته د عسکرو د زياتولو غوښتنه کړې ده . البته د زياترو کارپوهانو په نظر دا ډول څرګندونې ښايي يوازې د وسلوالو مخالفينو د ډارولو لپاره وي . ځکه حقيقت خو دادی چې امريکايي ځواکونو يوځل په دې هېواد کې خپل زور و ځواک ازمويلی او په ډېره اوږده جګړه کې ښکېل پاتې شوي . دلته خواوشا يونيم لاک بهرني ځواکونو او په لس ګونو زره قراردادي عسکرو ډېرې سختې جګړې وکړې . همدارنګه د امريکايانو په وينا تر يو سل او پنځلس ميليارده ډالرو مالي لګښتونه هم شوي خو بيا هم پايله افغانانو ، نړيوالو او امريکايانو ته څرګنده معلومه ده او هغه دا چې پر افغانستان د تپل شوي حکومت مخالتف ورځ تر بلې زياتيږي ، وسلوال مخالفين د جګړې په ډګر کې لا هم ځواکمنيږي او واکمني يې نورو سيمو ته هم په غځېدو ده .
مګر اوس د افغان حکومت له ډېر عذر و زاريو سره سره امريکايان هيڅکله نه شي کولای يو ځل بيا په هماغه کچه يو نيم لاک عسکر افغانستان ته راوليږي او خپل لس ګونه ميليارده ډالر نور هم ولګوي نو حتمي ده چې که پر ځان ډېر فشار راوړي پنځه يا لس زره عسکر به نور راوليپږي ، دا هم يوازې په دې موخه چې که ځيڼو سيمو کې ځه نا څه کراري منخ ته راغلې وي ، چې هلته هم د جګړې او تاوتريخوالي اور په غرغنډو شي . کنه په دومره شمېر بهرني عسکر به نور څه وکړي ؟
التبه بهرني ځواکونه دومره کولای شي چې د خپلو بې پيلوټه الوتکو بمباريو ته زور ورکړي او هره ورځ د هېواد پر ګڼو کليو او بانډو بمونه وغورځوي او توغندي ګوزار کړي . خو حکوت دې په دې هم وپوهيږي چې له ټول افغان ملت سره شديده دښمني هم ور په غاړه ده ځکه هر هغه شخص ، ټولنه او حکومت چې خپلو هېوادوالو سره د جګړې او هغوی د وژلو ، بمبارولو او کورونو پلټلو په خاطر بهرنيانو ته ستونه او له هغوی نه د غټو بمونو غوښتنې کوي ، هيڅکله به خپل کلي ولس کې د خونديتوب او درناوي څښتن نه شي بلکې تل به سپک ، خوار او زموږ د راتلونکي تاريخ په هره پانه کې د ټولو خلکو په ژبه د لعنت او غندنې وړ وي .
د سرکاري چارواکو له خوا وخت پر وخت دا ډول څرګندونې يقيناً د حکومت لپاره د لوی شرم او پيغور خبره ده . په همدې ډول خبرو د حکومت او خلکو تر منخ د بېلتون واټن زياتيږي او کله هم چې د حاکمانو او ملت تر منځ کرکه او نفرت منځ ته راشي بيا نو دا ناشونې ده چې حکومت به د بهرنيانو په زور خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړی شي . بيا هيڅوک نه شي کولای د خپل ولس له قهر و غضبه يې وژغوري . بيا يقيناً دا ډول خاينان ، پرديپاله او خرڅ شوي غلامان خامخا د خپلو خلکو د انتقام په سرو لمبو کې سوځي او بې له شکه به خپل کرغېړن انجام سره مخ کيږي . دا ډول ذليل چارواکي دې نور وشرميږي او له هغې ورځې راهيسې چې دوی د غټو بمونو غوښتنې کولې او بيا تر ننه چې دادی شپاړسم کال يې روان دی ، د خپل مظلوم ملت د قربانيو او شهيدانو محاسبه دې هم وکړي ، خپل وجدان او ګرېوان سره د خپلو درغليو او خيانتونو اندازه دې هم ولګوي او دا هم چې تر څو به امريکايان او نور بهرنيان د دوی د تخت و تاج دفاع او ساتنه کوي ، تر څو به د دوی د مزو چړچو د دوام لپاره خپل عسکر وژني او په ميلياردونو پیسې به لګوي .
داسې اشخاص دې خپل بهرني تابعيتونه ښه چمتو وساتي ، ځکه دوی د افغان مسلمان ولس له خوا کاملاً مسترد شوي ، دوی به نه خپل پلرني کلي کې آرامه شپه تېره کړي او نه د هېواد مرکز کې . د دوی لپاره به خوندي ځای يوازې هماغه هېوادونه وي چې تر کلونو يې د هغوی مرييتوب کړی او د هغوی د خوشالولو لپاره يې د مظلومو افغانانو مخالفت او دښمني پر غاړه اخيستې .
حکومت ته لازمه ده چې لږ خو د نړۍ روان وضعيت ته هم وګوري او د خپلو دغو څرګندونو ګټه او زيان وسنجوي چې کله وايي افغانستان کې شل ترهګرې ډلې په جګړه لګيا دي او کله وايي په ټول هېواد کې داعشيان په جلب و جذب لګيا دي او دادی شمال او جنوب ټول يې تر تهديد لاندې دي .
اوس نړيوال ډېر ښه پوهېدلي چې د افغانستان موجوده حکومت او چارواکي په حقيقت کې له چا سره په جګړه اخته دي ، د داعش خطر څومره دی ، واکمن چارواکي په څه ډول فساد او درغلۍ کې ډوب دي او د حکومتولۍ وړتيا يې څومره ده ؟ اوس نو که رښتيا هم حکومت څه نا څه خپل خدای ، هېواد او ملت ته ژمن وي ، بايد د بهرنيانو پر ځای خپل ملت ته مخ ور واړوي ، د همدې هېواد او ملت تاريخ او ارزښتونه په نظر کې ونيسي او د همدوی پر وړاندې ځان مسؤل وګڼي .
ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*