تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / نفوذي کسان ولې د حکومت لپاره کار نه کوي

نفوذي کسان ولې د حکومت لپاره کار نه کوي

د هېواد په لروبر بېلابېلو ولاياتو ، ولسواليو ، وړو او غټو امنيتي پوستو او نورو مهمو مرکزو کې زياتره مهال خورا مرګونې بېښې منځ ته راځي . کله وسلوال مخالفين د خپلو دوستانو پر مټ پر سرکاري مراکزو ناڅاپي ورننوځي او بې درېغه مرګ ژوبله ور اړوي ، کله يې هماغلته کوم انډيوال را پاڅيږي خپل ملګري پوليس يا عسکر مسموموي او يا يې په ويدو وژني ، د مرکز ټول جنګي وسايل هم ځان سره وړي او وسلوالو مخالفينو سره يو ځای کيږي .
داسې پېښو په زرګونو ځوانان وخوړل . دوی ټول هغه بې وزله ځوانان وي چې نيستۍ او بې روزګارۍ په سر اخيستي ، پوروړي ، بې کوره يا د واده کولو په ارمان همدغې مياشتنۍ تنخا ته پراته وي . دا بې وسه افغان خوانان ټول د حکومت د غلطو تګلارو ، درغليو ، فساد ، پرديپالنې او ملت دښمنۍ قرباني کيږي . البته په دغو کې ځينې هغه شازلمي هم وي چې خپل زړونه پر بهرنيو يرغلګرو تشوي چې بيا دوی هم ياد بهرنيانو يا د هغوی کورنيو غلامانو له خوا په شهادت رسول کيږي . خو کله کله داسې هم شوي چې دا ډول غازيان ژوندي نيول شوي او زموږ د پرديپالو او غوړه مالو قاضيانو له خوا په اعدام محکوم شو يدي .
په هر صورت په حکومت کې د امنيتي ادارو مشران د وسلوالو مخالفينو له نفوذي کسانو زښته ډېر سر ټکوي، کله وايي طالبانو د ملي اردو په جامه کې دا او هغسې بريد کړی او کله وايي مخالفڼيو يو پوليس ، عسکر يا مأمور په پیسو اخيستی ؤ چې بيا يې دا ډول جنايت ترسره کړ . دغه راز ټول افغان ولس او حکومت له تېرو شپاړسو کلو راهيسې په سل ګونو داسې پېښې وليدلې چې د همدې هېواد تنکيو ځوانانو خپلې ځوانۍ ، خپل ژوند ، کار روزګار ، مال و دولت او خپل ټول ارمانونه يوازې په همدې غوسه له لاسه ورکړل چې حکومت ولې د بهرنيانو او صليبي يرغلګرو ځواکونو بندګي او غلامي کوي .
اوس پوښتنه دا ده چې که د دې ګردو پېښو تر شا په رښتيا هم د وسلوالو مخالفينو پيسې او رشوتونه وي او نوموړي ځوانان يوازې د پيسو ګټلو لپاره دا ډول چارې ترسره کوي ، بيا نو خپل سرونه ولې ځاروي ؟ او چې کله ژوند نه وی بيا نو پيسې څه مانا لري او تر مرګ وروسته که ټوله دنيا هم د يو کس وي ، څوک به څه پرې وکړي ؟ پاتې شول هغه نفوذي کسان چې له پېښې ژوندي وځي ، نو د دوی په هکله هم دا پوښتنه معقوله ده چې که د دوی لپاره يوازنۍ هڅونه رشوت او پيسې وي ، بيا نو همدا حربه ولې د حکومت له خوا نه استعماليږي ؟ دا څه وجه ده چې په غرونو ، ډاګونو، بانډو او سردرو کې يوه ورکه ، لالهانده او په ګېډه وږې ډله کولای شي د حکومت برحاله معاش خور پوليس ، عسکر او مأمور د ځان مل او دا ډول خطرناکو اقداماتو ته وهڅوي او چمتو کړی .
خو بل لور ته هغه واکمن حکومت چې وايي د افغانانو په ازادو رأيو واک ته رسېدلي ، مشروع او منتخب دي ، د ټولې نړۍ خصوصاً امريکې او ناټو هېوادونو له خوا يې ډېره ښه پالنه کيږي او په ميليونو ډالره پانګه لري ، ولې نه شي کولای کوم بې وزله ، بې روزګاره او بې تنخا عام کلیوال يا طالب ډوله سړی همدغه شان سرتېرو بريدونو ته وهڅوي . يا يې په رشوت او پيسو دې ته چمتو کړي چې د وسلوالو مخالفينو په منځ کې هماغسې مرګونې چارې ترسره کړي ؟ د حکومت چارواکي ولې همداسې نفوذی کسان د مخالفینو په ډلو کې نه شي موندلی ؟ هغه چارواکي چې نه يې د شرکتونو ، پلازو او بنګلو څه کمی شته نه يې د خارج او داخل بانکونو کې د نغدو پيسو. او همداسې نورې ډېرې شتمنۍ ، موټر ، وسلې او وسایل دي چې د حکومت ښاغلي چارواکي ترې برخمن دي خو موږ وينو چې دوی هيڅ نه شي کولای ، دوی ولې داسې ناتوانه او بې وسه دي او ولې يې د هيلو يوازنی ځای بيا هم هماغه د صليبيانو بې پيلوټه الوتکې دي چې د دوی له ډېرو عذرو زاريو وروسته راځي او پر وسلوالو مخالفينو بمونه او توغندي اوروي . ځکه د دوی تګلارې او فعاليتونه د افغان مسلمان ملت په طبيعت نه دي برابر . ددې هېواد او خلکو ديني او کلتوري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي او ټوله هڅه يې دا ده چې بهرنيان خوشاله وساتي او څه نا څه ځيره ترلاسه کړي .
دا يوازې د همدغو چارواکو پرديپالنه ده چې افغان شازلمی يې دغسې بې شانه قربانيو ته اړوېستلی . دا ډول قربانۍ هيڅکله د هوسبالنې پر بنسټ نه شي ترسره کېدای . دا مجبوري د همدغو چارواکو له غلط چلنده ور پېښه ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې دا د وينو لښتي د همدوی له لاسه بهيږي . که دوی په رښتينولۍ سره د امريکايانو ، انګرېزانو او نورو بې دينانو شاګردي پريږدي ، له پردي رسم و کلتوره تېر شي ، د بهرنيانو د نظامي اډو له ساتنې تېر شي او خپل همدې بې وزله ولس ته مراجعه وکړي ، د همدوی تر څنګ ودريږي او د بهرنيانو په خوله خپل مسلمان افغان ورور د ترهګر په نامه ونه ځوروي . دا افغان ځوانان به ولې داسې مرګونو چارو ته لاس اچوي . زموږ ښاغلي چارواکي دې تر هر څه مخکې همدا خپل ګرېوان ته وګوري ، خپلې چارې او تګلارې دې سمې کړي او د خپلو ديني علماؤ ، پوهانو ، قومي مخورو او هوښيارو سپين ږيرو سلا مشورو ته دې غوږ ونيسي او په دې ډول دې نور له دې مظلوم هېواده د جنګ جګړو او تاوتريخوالي ټغر ټول کړي . کنه دا به ډېره ناشونې وي چې د بهرنیانو په زور د خپل ملت پر خلاف روانه جګړه وګټل شي ځکه د خپل ولس پر خلاف جګړه هيچا هم نه ده ګټلې .

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*