تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / په زراعتي ډګر کې زموږ ستر اشتباهات

په زراعتي ډګر کې زموږ ستر اشتباهات

ښکاره ده چې افغانستان تر ډېره بريده يو زراعتي هېواد دی . په دې مانا چې د هېواد ځمکنی جوړښت ، غرونه ، سيندونه ، ورشوګانې او مناسب اقليم په عمومي توګه د هر ډول کرنې . غلو ، دانو ، سبو او مېوو د ډېر ښه پیداوار وړتيا لري . همدارنګه د هېواد په هر ګوت کې د غرنيو سيمو او بشپړو ورشوګانو د موجوديت له کبله د اهلي څارويو لکه غواګانو ، مېږو ، وزو ، چرګانو او داسې نورو ژويو د ساتنې امکانات هم پکې ډېر دي . تر دې چې که د افغانانو پخوانی ژوند په ځير وڅېړل شي نو معلوميږي چې يوه پېړۍ مخکې دلته د خلکو ټوله بوختيا همدا کرنه او مالداري وه . خو له بده مرغه زموږ پر هېواد تر شوروي يرغله را وروسته د کرنې او مالدارۍ ټول نظام دړې وړې شو ، ځمکې شاړې ، نهرونه وچ او مالدارۍ بالکل له منځه ولاړې .
خو اوس په دې برخه کې ځکه ډېر افسوس په کا ردی چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې زموږ حکومت ته زښته ډېرې پيسې په لاس ورغلې او بهرنيو مؤسساتو په هره برخه کې پرېمانه مرستې راولېږلې . خو له بده مرغه په همداسې حالت کې بيا زموږ خلک او حکومت د کرنې او مالدارۍ په هکله خورا ډېره بې پروايي کوي . مثلاً لومړۍ بې پروايي دا چې حکومت له پراخو مالي امکاناتو سره سره د څارويو د ساتنې او بالنې په برخه کې نه خپله کوم پلان او اقدام ته لاس واچاؤ او نه يې خصوصي پانګوال وهڅول . دويم دا چې نه يې خپله بندونه او نهرونه ورغول او نه يې خلک تشويق کړل . دريم دا چې د شاړو ځمکو د ودانولو او مزرعو جوړولو په موخه يې هم کوم قانون او لايحه جوړه نه کړه . څو د هغې له مخې يې پر خلکو ځمکې وېشلې او د نويو کروندو جوړولو ته پرمختګ ورکړی وای . څلورمه اشتباه دا شوه چې د هېواد په لروبر کې زښته ډېرې زراعتي ځمکې د استوګنې کورونو ، سرايونو ، پارکونو ، هوټلونو ، مارکيټونو او بنګلو ونیول . چې له دې پلوه هم چاپېرال ډېر ککړ شو او هم کرنیزو محصولاتو کې بې درکه زيات کمی راغی .
پنځمه اشتباه د باغدارۍ په هکله ده . ځکه زموږ هېواد د مېوو د پيداوار لپاره اول نمبر مناسب هېواد دی . په دې برخه کې هم حکومت هيڅ ونه کړل او شپږمه اشتباه تر ټولو زياته خطرناکه ده او هغه دا چې حکومت د غلو دانو د کرنې په برخه کې نه د خلکو د پوهاوي لپاره څه وکړل ، نه يې بزګران وهڅول او نه يې د اصلاح شويو تخمونو په برخه کې څه اقدام وکړ . په دې هکله يقيناً ټول افغان ولس او حکومت پر خپل ځان ظلم کوي . دا ډېره د تأسف خبره ده چې موږ د خپل هېواد له همدومره وړتياؤ سره سره بيا هم د يوې مياشتې خپله غله نه لرو . دلته د بهرنيو رسنيو د استاذۍ له امله خلکو يو مخ د غلو دانو کرنې ته شا ور اړولې ځکه همدغه راډيوګانې دي چې خلک د مالوچو ، زعفرانو او نورو سبو شنيليو کرنې ته هڅوي خو د غنمو ، جوارو ، اوربشو ، الوګانو ، کورخو او داسې نورو حبوباتو نوم هم نه ورته اخلي.
همدا وجه ده چې اوس زموږ بازارونه د قزاقي او پاکستاني اوړو له بوجيو ډک دي . اوس زموږ سوداګر تيار سپين ميده اوړه واردوي . داسې اوړه چې د غذائيت له پلوه بيخي کمزوري بلکې يو مخ د معدې لپاره د زحمت او کړاو باعث هم دي . دا لا څه چې لوی خطر خو يې دا دی چې که يوه مياشت يې د راتلو په لاره کې څه خنډ او ځنډ منځ ته راشي نو زموږ هېوادوال به له خورا لوی مشکل سره مخ شي . خو که په دې برخه کې بيا د دواړو هېوادو تر منځ د څه اختلاف ستونزه منځ ته راځي ، نو يقيناً چې خلک به ژړا ته راشي .
داسې ښکاري چې دا هم د چلباز دښمن يوه لويه دسيسه وي څو په تدريجي ډول افغانان له خپلې غلې بې برخې او په لوی لاس د پرديو محتاج کړي . دا چې امريکا غږ ، ازادي او بي بي سي راډيوګانې شپه ورځ افغانانو ته د کرنې په اړه مشورې ورکوي خو په مشهورو کې بيا هيڅکله د غلو دانو يادښت نه کوي ، ښکاره دليل دی چې په اصل کې له موږ نه د خپلې غلې د کرلو وړتيا اخيستل کيږي او موږ له سختې کريابۍ سره مخامخ کول غواړي .
خو په دې برخه کې بيا هم مسؤليت د حکومت پر غاړه دی . ځکه حکومت پوهان ، انجينران او په هره برخه کې ماهر او مسلکي سلاکاران لري ، هم دوی ته لازمه ده چې د خپل ملت سمه لارښوونه وکړي . حکومت بايد په دې هکله جدي اقدامات ترسره کړي ، اوږدمهالي پلانونه ترتیب کړي او خپل هېوادوال د خوراکي موادو له دې ډول احتمالي بحرانه په کلکه وژغوري .
تاسې وګورئ ايا رښتيا هم زموږ هېواد له دې پلوه يوه نزدې راتلونکي بحران سره مخامخ کېدونکی نه دی ؟ ایا زموږ په شان هېواد کې د کر کروندې په باب دغه ډول غفلت ، سستي او بې پروايي جايزه ده ؟

ليکنه : استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*