تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / ستره محکمه به خپل ملت ته څه وايي؟

ستره محکمه به خپل ملت ته څه وايي؟

د رپوټونو له مخې وايي چې سترې محکمې د اروپايي ټولنې هغه راپور په کلکه رد کړ چې د افغانستان پر عدلي او قضايي ادارو يې نيوکه کړې او ويلي وو چې افغانان پر يادو ادارو بې باوره دي او همدا وجه ده چې خپلې لانجې او کشالې ولسي اشخاصو ، نارسمي قاضيانو او قومي جرګو ته ور وړي .
په دې برخه کې اصلي واقعيت دادی چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې لس ګونو بېلابېلو حقوقي او بشري نړيوالو ټولنو او شخصيتونو د افغانستان پر قضايي ادارو څو څو وارې د نيوکو او شک شبهو څرګندونه کړې او دا خبره په هيڅ صورت يوازې د اروپايي ټولنې خبره نه ده . ان تر دې چې د ملګرو ملتو رسمي ويندويانو هم پر افغان چارواکو ډېرې سپارښتنې کړې دي خو تر اوسه يې هيڅ ډول اغېز نه دی ليدل شوی . البته سترې محکمې او ښايي ځينو نورو چارواکو ايله که دومره کړې وي چې نوموړې نيوکې يې په کلکه رد کړې وې . غالباً په دې اړه به تر دې زيات نور هيڅ نه وي ترسره شوي . يعنې داسې به کله هم نه وي پېښه چې د هېواد مشران په دې هکله يوه ژور بحث ته سره کيني او فيصله وکړي چې تر دې وروسته به رشوت خور قاضي ، څارنوال او نور درغل چارواکي هيڅکله معاف نه کړي او حتماً به يې حساب کتاب ته کېنوي .
په هر صورت معلومه ده چې زموږ د عدلي او قضايي ادارو پر ناولتوب او درغليو يوازې اروپايي اتحاد نه ، بلکې ټوله نړۍ او ګرد افغان ملت ډېر ښه خبر دی خو د تأسف ځای دی چې د دارنګه خاينو قاضيانو او ظالمو حاکمانو د ټاکنې واک بيا هم له بهرنيانو سره دی او همدغه بشردوسته بهرنيان دي چې دا ډول پلورل شوي، بې احساسه او درغل چارواکي يې پردې مظلوم ملت تپلي خو بيا دومره چالاکي پکې ده چې دوی هم خپل اعتراض له افغان ولس سره همغږي او خپل ځانونه تک سپين چرګان جوړ کړي . کنه په اصل کې همدغه اروپا او امريکا ده چې د نړۍ دريم نمبر فاسد نظام يې پر موږ تپلی او پر خپلو ټولو نظامي ، اقتصادي ، سياسي او تبليغاتي مرستو يې نازوي او همدغه د افغانستان د مشروع او نړيوالو اصولو ته ژمن حکومت په توګه پېژني او کله چې بيا دا نظام دوی ته په دغه کچه خوښ او محبوب وي ، بيا خو ډېر بد کوي چې بدرد ور پسې وايي .
له دې سره سره دا بيا هم د بهرنيانو چارې دي چې موږ نه ګيله ترې کولای شو او نه عذرو زارۍ ورته کوو . زموږ ګيله او شکايت بيا هم يوازې خپلو ته متوجه دی . ايا زموږ خپل چارواکي ، سياستوال ، وکيلان او د قضايي ادارو مشران په خپلو سترګو نه ويني چې په يادو ادارو کې څه روان دي ؟ ايا خپلو هېوادوالو سره دا ډول چلند روا دی او دوی نه ويني چې تر کومې اندازې د يو مظلوم ږغ اورېدل کيږي . د هېواد ستره محکمه خو به د بهرنيانو نيوکې مستردې کړي خو بيا به خپلو هېوادوالو ته په کومو سترګو ګوري . دا ولس به دومره پټې سترګې وي چې د حکومت د قاضي، څارنوال او پوليسي حوزو له چار چلند او د هغوی د رشوت خورۍ له دې حيرانونکو کيسو به يو مخ ناخبره وي .
يقيناً دا هر څه د همدې ملت د سترګو لاندې ترسره کيږي او د خلکو همدا يقيني معلومات دي چې يو مظلوم افغان په هيڅ توګه له سرکاري محکمو د انصاف تمه نه لري . ځکه هغوی پوهيږي چې که ظالمو او درغلو حاکمانو ته خپل شکايت وړاندې کړي ، نور به يې هم ځوروي . له همدې امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک يا وسلوالو طالبانو ته مراجعه کوي يا دا غوره بولي چې د جرګې او مصالحت له لارې خپلې ستونزې حل او پر هماغه فيصله قناعت وکړي .
هېره دې نه وي چې د هېواد اوسنی ګډوډ امنيتي وضعيت تر ډېره د همدغو عدلي ادارو د ناوړه چلند پايله ده . همدغه ادارې دي چې د ظلم او درغلۍ له کبله يې عام ولس له چارواکو او حکومت څخه زښته ډېر ناهيلي شوي او دا وخت د دواړو تر منځ خورا لوی واټن منځ ته راغلی دی . لنډه دا چې د همدغه فساد ، ظلم او درغلي له امله دا وخت ډېری ملت له حکومت سره په جګړه اخته دی ، جګړه مارو ته پنا ورکوي او هر اړخيزه مرسته يې کوي .
په دې اړه د افغان ستونزې زياتره څېړونکي هم په دې نظر دي چې که د حکومت مشران په اړوندو ادارو کې لازم اصلاحات راولي ، اتيا سلنه جنګ جګړې به هم له منځه ولاړې . او په دې ډول به ټول هېواد کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې خورا ډېر پرمختګ وشي . ځکه خو زياتره افغان سياستوال او کارپوهان په ډېر ټينګار سره له حکومت نه په هره برخه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي نه دا چې يوازې د نړيوالو نيوکو ته ځواب ورکړی شي او په کلکه يې ترديد وکړی شي .

………… ليکنه : عبدالرحيم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*