تازه خبرونه
Home / سیاست / اسلامی نړی / ديني علماء دې امت په فروعاتو نه سره ويشي!

ديني علماء دې امت په فروعاتو نه سره ويشي!

د اسلامي امت په دغه حساس پړاو کې موږ وينو چې زموږ له هر منبر او هر مسجده د مسلمانانو تر منځ يو د بل پر خلاف پراخ تبليغات روان دي او د اکثرو علماؤ له خولې داسې زهرجنې ويناوې خپريږي چې په بشپړه توګه د امت د اختلاف، بې اتفاقي او پاشل کېدو سبب ګرځي. دغه ډول علماء اسلام ته هيڅ ګټه نه شي رسولای بلکې د دوی هره وينا د اسلام پر زيان او د کفر په ګټه څرخي. کېدای شي د دوی هدف به د مسلمانانو وېشل نه وي، خو ستونزه يې دا ده چې د اسلام صحيح فهم نه لري، اوليات او ثانويات نه پېژني، جزئياتو ته پر کلياتو اوليت ورکوي او ټوله توجه يې فروعاتو ته ځانګړې کړې. چې له دې امله اوس دوی له کفارو سره په شريکه د هغوی اجنډا پر مخ وړي.
زموږ اکثره ملايان چې ځانونه د اسلام ډېر لوی لوی مجتهدين او علماء ګڼي؛ خو په وړو وړو اختلافي مسائلو کې يې ځانونه داسې ښکېل کړي چې د خلاصون هيڅ داسې تګلاره نه لري تر څو د امت د پاشل کېدو مخنيوی وکړي.
پخوانيو مجتهدينو دغه ټول مسائل چې دوی پکې اوس اولی – غير اولی او اختلافات لټوي، ځای په ځای پرې ايښي ؤ، ټول يې پر خپل ځای صحيح بللي ؤ او د امت اتفاق او يووالي ته يې په دې ټولو ترجيح ورکړې وه. خو د نن عصر علماء او مفتيان چې د هغوی د پښو خاورو ته هم نه رسيږي او ټول علم يې د فارسي تر څو کتابونو يا منطق و بلاغت پورې منحصر وي؛ را پاڅيږي او هغو مسائلو کې سهي – غلط او اولی – غير اولی لټوي چې د امت مجتهدينو نا حل پرې ايښي يا يې ټولو ته صحيح ويلي.
پخوانيو علماؤ او مجتهدينو به چې کومه اختلافي مسئله واورېده او د ده نظر به له هغې خلاف ؤ؛ نو د متقابل طرف پر خلاف يې لستوڼي نه رابډوهل، بلکې هغوی يې هم د خپلو دلايلو په اساس پر حقه ګڼل.
نن زموږ د هر مسجد خطيب يا ملا امام د رفع اليدين، امين بالجهر، پښو ازادو اېښودلو يا داسې نورو مسائلو په اړه له ځانه مفتي جوړ کړی، څوک دا حق ګڼي څوک هاغه، هر يو يې خپل خپل فضائل بيانوي او په دې توګه يې دا امت ډلې ډلې کړی. يو يې داسې نه وايي چې دواړه له نبي عليه السلام څخه رانقل او سنت يا مستحب دي او مسلمانانو ته پکې اختيار دی چې هر يو عمل کوي.
سره له دې چې لمونځ اصل دی او دغه ټول مسائل فروعيات دي، خو دغه محترمين د لمانځه په اړه هيڅ نه وايي، نه يې کومه ورځ يو بېلماځه په لمانځه ودراوه او نه يې د لمانځه نور ارکان خلکو ته وښودل. خو د دغو اختلافي فروعي مسائلو په اړه يې خلکو ته داسې معلومات ورکړل چې اوس هيڅ طرف د بل په حق نه قانع کيږي.
نو علماء بايد خلکو ته داسې قانع کوونکي ځوابونه ووايي چې دا امت لا نورې تباهۍ نه وژغوري او د ټولو مسلمانانو تر منځ قوي وحدت او اخوت ټينګ کړي. مثلاً : د پښو ايښودلو په اړه دې ووايي: پښې مو له خپل بدني جسامت سره سمې کېدئ، داسې چې پښې مو هم يو له بله سره لګېدلې وي او اوږې هم. ځکه د صحابه کرامو صفونه داسې نه ؤ چې پښې يې دومره ازادې ايښې وي، چې اوږې يې يو له بله جلا وې. او نه يې دومره تنګې اېښودلې چې اوږې يې سره لګېدلې او پښې يې يو له بله جلا وې.
که څوک دوی د دغو مسائلو په اړه وپوښتي او د اعمالو تر منځ د اوليت او فضيليت مسئله ور مخې ته کړي، نو دوی يې په دې توګه ډېره ښه حل کولای شي چې ورته ووايي: که هر څومره د ځينو فضيليت پر ځينو زيات شي خو بيا هم دا ټول مسائل يا سنت يا مستحب دي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو تر منځ يووالی د الله تعالی له لوري په قطعي دليل فرض او ثابت دی.
اسلام کې اختلافاتو ته څه ځای نه دی پاتې شوی، بلکې دا هر عمل پر مسلمانانو د اسانتيا له پاره تر سره شوی، خو چې نن مسلمانان راپاڅيږي او له نوي سره پکې اختلافات پيدا کوي؛ دا يې خپله بد بختي ده.
دا ګرد سره اعمال له نبي عليه السلام څخه ثابت دي، که په دې کې څه اختلاف ته ځای پاتې وای نو صحابه کرامو به هماغه وخت لا نبي عليه السلام پوښتلی ؤ او مسئله به يې واضح کړې وه.
نو څرنګه چې معلومه شوه دا مسائل د اختلافاتو تر بريده رسولو او د امت په ټوټه ټوټه کولو نه ارزي نو بايد علماء هم نور له خپلې ژبې سره احتياط وکړي او داسې نه شي چې د دوی ويناوې او تقريرونه د مسلمانانو د نفاق او پاشل کېدو سبب وګرځي او په دې توګه دوی د يهودو – نصاراوو د پلانونو يوه اجنډا پر مخ بوځي.

ليکنه: سليمان *غلجی*

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*