تازه خبرونه
Home / تازه خبر / واشنګټن: یو شمېر کسانو په افغانستان کې د امریکا د ستر بم کارول وغندل.

واشنګټن: یو شمېر کسانو په افغانستان کې د امریکا د ستر بم کارول وغندل.

 د امریکا په پلازمینه واشینګټن کې لاریون کوونکي له دې امله سړکونو ته وتلي چې په افغانستان کې د غیر اټومي لوی بم او په نورې نړۍ کې د امریکا د لاس وهنو غندنه وکړي.
دا کسان چې کره شمیره یې نه ده ښودل شوې، تیره روځ د سپینې ماڼۍ مخې ته راغونډ شوي و او د ټرمپ د ادارې د ورستیو کړنو په غبرګون یې خپله غوصه ښکاره کوله.
دوی له ځانه سره شعارونه هم لیږدول .
د پرېس ټي وي د راپور پر اساس، د دغو اعتراض کوونکو په منځ کې یو شمیر امریکا میشتي افغانان هم شامل و چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د اوږدیدو غندنه یې کوله.
د یادونې وړ ده چې امریکایی ځواکونو د تیرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو غټ غیر اټومي بم وکاروه.
امریکایی او افغان چارواکي وایي په دې برید کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي او د دغې ډلې ۹۲ غړي یې وژلي دي، خو دې پيښې په هیواد او د باندې د یو شمیر کسانو غبرګونونه هم وپارول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې پيښې غندنه کړې او دا برید یې د افغانستان د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول بللی.
همداشان یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې د امریکا د دې بم د کارولو یواځینۍ موخه دا وه چې خپلو بهرنیو سیالانو (روسیه، ایران او شمالي کوریا) ته خپل ځواکمنتیا وښیي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*